د کورمې او پېښور تر منځ لارې بندېدو له کبله پاړه چنار کې د خوراک، دوايانو او نورو څیزونو کمی پیدا شوی. د سیمې د خلکو د بنیادی حقونو لپاره د حکومتي ادارو خلاف یو وکیل پېښور هايکورټ ته درخواست ورکړی چې اورېدنه یې شوې ده. عدالت څه ويلي؟ تفصیل د پېښور نه د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
عام تاثر دا دی چې یو مهاجر یا کډوال په ځایي معیشت باندې بوج وي او ځایي کاروبارونه اغېزمن کړي خو د پېښور بورډ بازارغوندې تود بازار او وروستۍ څیړنې دا ثابتوي چې افغان کډوال په پاکستاني معیشت بوج نه او نه دي بلکې بېلابېل کاروبارونه یې هم معرفي کړي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
نن په نړۍ کې د شوګر یا شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ نمانځل کیږي او سږ کال د دې ورځې مقصد په خلکو کې د دې ناروغۍ نه تحفظ لپاره د صحت مند ژوند د طورطریقو د اهمیت په حقله پوهه عام کول دي. تفصیل د پيښور نه د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې
پیښور کې پوهان وایي، په دې ښار کې د فضا الودګی ډیره سیوا ده، خو دا زیاتره خلکو ته په ژمي موسم کې د لړې یا لوګي په شکل ښکاري
د پښتونخوا وزیراعلا "د مخدره موادو نه پاک پېښور” پروګرام درېیم پړاو پیل کړی، چې پکې به د 2000 مخدره توکو عادي کسانو علاج کیږي. د دغه مهم یو هدف ځوان کول دی چې له نشو ځان وساتي او د دې مقصد دپاره د پوهې خورولو يوه غونډه په پیښور پوهنتون کې هم شوې ده. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې:
ټوله نړۍ کې اکتوبر د ښځو د سینې سرطان یا کېنسر خطرناکې ناروغۍ په حقله معلوماتو او پوهو عامولو د میاشتې په توګه نمانځل کیږي. طبی ماهران وایي پښتونخوا کې هم دا ناروغي ځکه سېوا شوې چې خلک یې له شرمه پټوي او طبي معاینه یې په وخت نه کیږي. تفصیل د پيښور نه د سعدیه قاسم شاه په رپوټ کې:
د پاکستان سیاسي ناارامي چې مالي بې ثباتۍ ته لاره هواروي، لویې تعمیراتي منصوبې ګډوډولی شي او د بهرنۍ پانګونې مخه نیسي خو په دغو حالاتو کې که یو عام وګړی چې خپل یو وړوکی کور جوړوي، له دغو حالاتو څومره اغېزمن او اندېښمن دی؟ تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پښتو سېنما او فلمونو په حقله یو مخصوص تصور دی چې په دې کم بجټ فلمونو کې فحاشي او تشدد وي او په شمار یو څو نومونه دي چې د دغو فلمونو هیروګان او ویلن وي، خو ولې نوي هنرمندان پښتو فلمونو ته نه راځي؟ د پښتو فلمونو د زوال هم ایا دغه وجه ده. په دې نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې:
د حکومتي ادارې نیوټیک او د سویس ادارې هلویتاس په مرسته د پېښور په ګلبهار سيمه کې یو شخصي تربیتي اکاډمي داسې جینکو ته ځانګړي هنرونو کې پوهه ورکوي چې په خپلو پښو ودرېدل غواړي. د دې نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په دې رپورټ کې:
د ستمبر ۲۹ نېټه د زړه د صحت د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کیږي. په پېښور کې د يوې شخصي ادارې د کارډیالوجي شعبې څه ماهرانو نه وي او اې ډیوه په پښتونخوا کې د زړه صحت په حقله تپوسونه کړي چې دې صوبه کې د زړه کومې ناروغۍ دي او ولې دي. په دې حقله ماهرانو څه ويلي؟ تفصيل په دې رپورټ کې:
پاکستان کې ګراني د هر کس د عام استعمال د څیزونو اخیستو وس کم کړی او ښځې چې تر سړیو په ټولنه کې د وړاندې نه کم معاشي اختیار لري، په دې ګرانه ګرانۍ کې د خپلې خوښې کوم د میک اپ یا سینګار د څیزونو استعمال پرېښی او که نه؟ تفصیل د پيښور نه د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې:
صوفیه تبسم وایي"اپریل کې یو ډرائیو چلیدلی هغې کې زمونږه ۱۱ لکه اؤ ۹۰زره ماشومان داخل شوي دي او دویم پړاؤ مونږ دا شورو کړی او ټارګټ زمونږه ۱۵ لکه دی نو مونږًوایو چې دا ماشومان دې پړاؤ کې شامل شي او دسکولونو نه بهر ماشومان سکولونو ته راولو ځکه چې د ملک د ترقۍ راز په تعلیم کې دی."
د پښتونخوا تعلیم محکمې په سرکاري سکولونو کې د کال ۲۰۲۱ نه یو ډیجیټل درسي پروګرام روان کړی چې زده کوونکو ته په ډیجیټل او تخلیقي انداز کې د خپل علم سېوا کولو موقعې ورکوي. دا څه قسمه پروګرام دی او دا سکول ماشومانو ته څه زدکړې ورکوي، نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپوټ کې:
په پښتنوخوا کې د کم عمره جینکو د واده رواج اوس هم شته. د عزت، ناچارۍ او نورو وجو له کبله د یوې جینۍ د اتلس کالو عمر نه هم مخکې مخکې واده وشي خو څه پښتنې جینکۍ او زنانه د دې مخالفت کوي او وايي دا رواج جینکۍ له تعلیم او نورو حقونو محروموي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپورټ کې:
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم لاره درې ورځې بنده وه او نن بیرته پرانیستل شوې خو د دغو درې ورځو د تورخم دروازې بندېدو سره د دې اثر د پېښور د سبزي منډۍ په بیوپاریانو هم نېغ په نېغه پرېوتلی او وایي ناڅاپه د تورخم لارې بندولو او د تاوان نه تنګ راغلي دي. د نتفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې:
د پښتو اوسني فلم جوړوونکي نوي فلمونه د مخکې په نسبت ښه ګڼي او هیله یې ښکاره کړې چې د لوستو پښتنو به خوښ شي، خو په پېښور کې د مفکورې ادبي اداره وایي د پښتنو په ټولنه کې د تفریح او قامي شعور لپاره د ښه فلم ډېر زیات ارزښت دی خو د پښتو فلم دغه ذمه واري نه ده پوره کړې. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپوټ کې:
نن ماشومانو ته د ميندو د خپلو پیو ورکولو د ارزښت نړيواله ورځ ده، د پښتونخوا د صحت محکمې او يونیسیف په ګډه غونډه کې د صحت ماهرانو د ماشوم د پاره د مور د پیو په اهمیت ټینګار کړی دی. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې:
د پښتونخوا د اوبو نه د جوړېدونکې بجلۍ د خرڅ نه کېدونکې منافع یا هایډل پرافیټ اوس هم وفاقي حکومت ولې دې صوبې ته پوره نه ده ورکړې. د دې آییني حق اخیستو لپاره څه پکار دي، د دې شعبې یو پخوانی مشیر او د کارخانه دارو او کاروباریانو ډلې مشر په دې څه وایي، تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پېښور ښار صدر بازار کې اکثره د نارینه وو کاروبارونه دي خو معیشت او کاروبارونو کې ښځه هم که برخه واخلي د خپل کور سره سره نورو ډېرو ښځو ته د کارروزګار سبب او مثال جوړېدی شي. د پېښور یوه ښځه خپل سینګارتون چلوي او نورو جینکو ته دا هنر ور زده کوي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
نور کتل