لاس رسیدونکی لینک

 
د مسک کمپنۍ په پاکستان کې د سټارلینک نومې سيټیلائټ انټرنېټ شروع کولو دپاره حکومت ته خواست کړی
تازه خبر

د مسک کمپنۍ په پاکستان کې د سټارلینک نومې سيټیلائټ انټرنېټ شروع کولو دپاره حکومت ته خواست کړی


په پاکستان کې د سټلائیټ انټرنیټ سهولت سټارلینک د رجیسټریشن پروسه روانه ده، اخر کار د پاکستان ټیلی کمینیکیشن اداره خپل بیان کی د دې پخلی هم کړې او دا سهولت اې ملک کې ډیجیټل تفریق لرې کولو طرف ته یو ضروری ګام بللی دی
په پاکستان کې د سټلائیټ انټرنیټ سهولت سټارلینک د رجیسټریشن پروسه روانه ده، اخر کار د پاکستان ټیلی کمینیکیشن اداره خپل بیان کی د دې پخلی هم کړې او دا سهولت اې ملک کې ډیجیټل تفریق لرې کولو طرف ته یو ضروری ګام بللی دی

د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د نوی حکومت چارواکي او د نړۍ د لوی دولتمند تن ایلون مسک کمپنۍ سپیس ایکس د کال ۲۰۲۲ راهیسي په پاکستان کې د سټارلینک نومي سيټیلائټ انټرنیټ سهولت د غځولو لپاره خواست کړې او د پاکستان د حکومت اجازې په انتظار دی. په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت هم د دې خبرې پخلې کړی چې په دې لړ کې د رجیسټریشن عمل روان دی. د سټارلینک سهولت به په پاکستان د افتونو او جنګ ځپلې قبائیلی او نور سیمو خلکو ته څه ګټې ورکړی.

په پاکستان کې د سټلائیټ انټرنیټ سهولت سټارلینک د رجیسټریشن پروسه روانه ده، اخر کار د پاکستان ټیلی کمینیکیشن اداره خپل بیان کی د دې پخلی هم کړې او دا سهولت اې ملک کې ډیجیټل تفریق لرې کولو طرف ته یو ضروری ګام بللی دی.

خو د پاکستان د ترهګرۍ ځپلو سیمو لکه وزیرستان او کرم قبايبلی سیمو خلک د مودو راهیسې غږ اوچت کړی و چې دوی ته دې جي تري ټوپک نه تري جي انټرنیټ ضرورت دې. د ايي ټي ټی ماهران هم واي د دغه غوښتنو ځواب د سټار لینک غوندې سیټیلائیټ انټر نیټ سهولت دې چی ځوان کل انټرنیټ د لارې روزګارونه اوکړی.

د ټېکنالوجي د کاروبارونو ادارې مشر عاصم اسحاق وايي « باجوړ شو، دغه شا نتې نورې ستاسو ریموټ ایریاز دی کرم شو وزیرستان شودغه ځائینو د پاره به دیر زیاته فائیده اوشی ماسره داسې سټیټیسټکس خو نشته خو ډیر کثیر تعداد کېداسې فری لانسرز دی چې دلته کار کوی او انټرنیشنل کلائینټس له سروسز ورکړی نو هغوئ ته به ډیره غټه فائیده اوشی.»


تیر کال پاکستان د وی پی این ټاپ ټین ادارې درجه بندۍ کې په ړومبی درجه داسې ملک او چرته انټرنیټ بندیدو د وجې ۱.۶۲ بلین ډالرو نړۍ کې تر ټولو ملکونو زیات نقصان شوې و. کله چې زمکی یا سمندر کې خپور تارونو د لارې د انټرنیټ کې خرابی راشی یا دا بند شی نو ان لائین کاروبار او روزګار کونکی کار نشی کولی او مالی نقصان یې کیږی.

ابراهیم سلیم د آئ ټی شهبې ماهر دی، وايي « دا څنګه نوې ټیکنالوجیز دی سپیسیفکلی سیټلائیټ انټرنیټ سټار لنک شونو دا چې راشی پاکستان کې نو ډیره به ښا شی خاص طور پر داسې علا قی چې کوم کې فائیبر اپټک نیټ ورک نشته فار فلنګ ایریاز شو»

د آئ ټی شعبې ماهران تیزۍ او تسلسل سره د انټرنیټ سهولت نن سبا جدید ټیکنالوجی دور کې تعلیم کاروبار او پرمختګ له مهم بللی خو بل اړخ ته انټرنیټ د راې اظهار ازادی او خپل اواز نړۍ ته رسولو لپاره هم ډیر مهم شوې د کوم له وجې اکثر دا وخت بې وخته د بندش ښکار کیږی او د ائ ټی ماهران وائ کیدې شی سټار لنک سهولت هم د ځائ حکومت د نظم او ضبط او قوانین د لاندی ورکیدلی او اخیستلی کیدې شی.

عاصم اسحاق وايي « خو چې چرته ریګولیشن راځی هغه بیا هم د حکومت په لاس کې دی که هغوئ ریګولیټ کول غواړی که هغوئ بندول غواړی یا ازاده ول غواړی هغه به بیا هم کولې شی. نو ځما پ خیال یو بیلنسډ اپروچ به ویخو هغه صورت کې چې کوم کې به سبمیرین کیبل کټ به راغلو هغه څیزونه به ایوئيډشی.»

ماهران وائ پاکستان د انټرنبټ د لارې روزګارو کولو یا فری لانیسنګ لحاظ سره نړۍ کې څلورم غټ ملک دې او سټار لینک په دې لړ کې پرمختګ له مهم دې . خو تراوسه ده انڼرنيټ نه بی برخه پاتې شوې او خاص کر له په پاک افغان پوله پرتو جنګ ځپلو سیمو لپاره دا ده یو بدلون راویستونکې ګام زيري ثابت کیدې شی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG