نن ماشومانو ته د ميندو د خپلو پیو ورکولو د ارزښت نړيواله ورځ ده، د پښتونخوا د صحت محکمې او يونیسیف په ګډه غونډه کې د صحت ماهرانو د ماشوم د پاره د مور د پیو په اهمیت ټینګار کړی دی. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې:
د پښتونخوا د اوبو نه د جوړېدونکې بجلۍ د خرڅ نه کېدونکې منافع یا هایډل پرافیټ اوس هم وفاقي حکومت ولې دې صوبې ته پوره نه ده ورکړې. د دې آییني حق اخیستو لپاره څه پکار دي، د دې شعبې یو پخوانی مشیر او د کارخانه دارو او کاروباریانو ډلې مشر په دې څه وایي، تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پېښور ښار صدر بازار کې اکثره د نارینه وو کاروبارونه دي خو معیشت او کاروبارونو کې ښځه هم که برخه واخلي د خپل کور سره سره نورو ډېرو ښځو ته د کارروزګار سبب او مثال جوړېدی شي. د پېښور یوه ښځه خپل سینګارتون چلوي او نورو جینکو ته دا هنر ور زده کوي. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د ابادۍ په حقله د ملګرو ملتونو اداره وایي، په نړۍ کې تر 40 فیصده سېوا ښځې د خپل تولیدي صحت په حقله د فیصلې اختیار نه لري. د صحت شعبې کارکوونکې وایي پاکستان کې هم داسې صورتحال دی او د خانداني منصوبه بندۍ په حقله ښځې له خپلې خوښې او اختیاره محرومې دي. تقصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د پېښور حيات اباد مېډېلک کمپليکس روغتون کې د ښځو د وارډ ډاکټره غزاله شمس وايي، ډېرې داسې جينکۍ ورله علاج له راځي چې په کمر عمرۍ کې یې واده شوی وي په بچو زېږولو کې وقفه يا دمه غواړي خو د خپل صحت په هکله خبره نه شي کولی او پوهه هم نه لري
په پاکستان کې ژوند کوونکي افغان کډوال وايي د پاکستان حکومت له خوا کډوال خپل وطن ته د لېږلو تګلارې د هغو افغان ځوانانو ژوند ډېر اغېزمن کړی چې پاکستان کې پېدا شوي او لوی شوي. دوی وايي پاکستان کې ژوند، تعلیم او روزګار کول غواړي. نور حال د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
په پاکستان کې د جینکو تعلیم لپاره کارکوونکې ادارې وايي په دغه هېواد کې د جینکو تعلیم ته د هلکانو د زدکړو په رنګ اهمیت نه ورکړل کیږي او ډېرې جینکې د بنیادي تعلیم د حق نه محرومه شي. د جینکو تعلیم په ټولنه کې برابرۍ او ښه ژوند تېرولو کې څومره ضروری دی؟ تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په رپوټ کې:
د قبایلی ضلعو ځوانانو او زده کونکو په پيښور کې د فاټا سټوډنټس فیډریشن انتظام لاندې د قبایلو ماښامی په نوم یوه غونډه کړې. له تفریح پرته د داسې غونډو نور څه مقصد دی؟ یو شمېر ګډنوالو د ډیوې له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره خبرې کړي.
په پاکستان کې اېکس، پخوانی ټوېټر، د فېبرورۍ د ۱۷ نېټې راهسې تړل شوی دی. د دې نه مخکې د یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ دعوې کړې وي او په ټوېټر د هغه خبرې خپرې شوې وي. وروسته دغه چارواکی د خپلو دعوو نه په شا
پاکستان کې د ایکس ( ټویټر) د بندیز په هکله عدالتی خواست کې دا د پاکستان د آئین د ۱۹م شق یا د بیان د آزادۍ خلاف ورزی بلل شوې د بشری حقونو ادارو هم پاکستان کې د فرورۍ د میاشت راهسې د ایکس د دې بندیز غندنه کړې او ځوان کول يې ډېر تنګ کړی او خفه کړی. تفصیل په دې حقله تفصيل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې
پېښور پریس کلب کې د اقلیتونو د تحفظ په اړه راجوړ شوي یو کانفرنس ته خپله وینا کې مشر خطیب ویلي نه اسلام اؤ نه د پاکستان قانون چاته په اقلیتونو د تشدد اجازت ورکوي اؤ هر څوک چې دا عمل کوي نه دا حرام دی اؤ مخکې نه پرې دیني عالمانو فتوا هم ورکړې ده. تفصیل د سعدیه قاسم شاه او هاشم علي په راپور کې.
په پېښور کې په بینظیر بوتو وومېن یونیورسټي کې مشاعره شوې په دې مشاعره کې له ښځینه شاعرانو سره سره د مشاعرې زیاتره اورېدونکي ښځې او جینکۍ وې. په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د احساساتو او خیالاتو د څرګندولو لپار داسې کمې غونډې او مشاعرې کېږي. د داسې مشاعرو ارزښت څه دی؟
د خیبر پښتونخوا حکومت د خواریکښو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغوی لپاره په جوړ شوي قانون کې د اصلاحاتو پرېکړه کړې هر کال د مې د میاشتې لومړۍ نېټه د مزدورانو یا خواریکښو د حقونو ورځې ته ځانګړې شوې چې په کې د هغوی د تنخوا، روغتیا، تحفظ او خیر ښېګڼې په برخه کې د حقونو غوښتنه کېږي.
د پېښور یونیورسټي اف انجینیرېنګ اینډ ټکنالوجي زده کونکو د روباټ جنګي په زړه پورې مقابلې شوي زده کونکي د دغه ډول مقابلو هدف څه ښيي؟ دا تفصیل د سعدیه قاسم شا او هاشم علي په راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په ګډون د ملک په زیاتو برخو کې د تیرو دریو ورځو راهیسې د طوفان او تیز باران له لاسه د خلکو ژوند، مال او فصلونو ته زیان رسېدلی
د پېښور ګورنر په خپلې سرکاري ودانۍ یا ګورنر هاوس کې د اختر لپاره مېله جوړه کړې وه چې غټانو او وړو پکې ګډون کړی و د ډیوې خبریالې سعدیه قاسم شاه دې مېلې ته ورغلې او مېلې ته له یو شمېر ورغلو خلکو سره یې خبرې کړي.
نور کتل