لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طیب قریشي: په اقلیتونو د مذهب د سپکاوي بې ځایه تورونه لګول حرام دي اؤ دا مذهبي دهشت ګردي ده


د خېبر پښتونخوا مشر سرکاري خطیب مولانا محمد طیب قریشي وایي په لږکیو یا اقلیتونو د مذهب د سپکاوي بې ځایه تورونه لګول حرام دي اؤ دا مذهبي ترهګري ده.

پېښور پریس کلب کې د اقلیتونو د تحفظ په اړه راجوړ شوي یو کانفرنس ته خپله وینا کې مشر خطیب ویلي نه اسلام اؤ نه د پاکستان قانون چاته په اقلیتونو د تشدد اجازت ورکوي اؤ هر څوک چې دا عمل کوي نه دا حرام دی اؤ مخکې نه پرې دیني عالمانو فتوا هم ورکړې ده.

په دې کانفرنس کې د اقلیتي ټولنې مشرانو هم برخه درلوده اؤ هغوي غوښتنه کړې ده چې باید د مذهب په بنیاد ورسره کرکه ونه کړل شي بلکې د عامو پاکستاني وګړو په څېر دې قبول کړل شي.

سرکاري خطیب ویلي چې په دې وروستیو کې د پنجاب سرګودها او تیر کال جړانواله کې د مذهبی اقلیتونو پرضد د مذهب د سپکاوي له تورونو لګول کیدو وروسته د تشدد پېښې رامنځته شوې وې چې دا د مذهبي ترهګرۍ بڼه لري اؤ په اسلام کې دا رقم تشدد حرام دی.

د پاکستان بیلابیلو ښارونو کې اکثره وخت په مذهبي لږکیو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول کیږي اؤ ددغو تورونو له ثابیتېدو نه وړاندې پاریدلي مظاهره چیان یا خو د تورونو سره مخ تن پخپل سر ووژني اؤ یا هم د لږکیو املاکو ته زیانونه رسوي.

د خیبر پښتونخوا خطیب مولانا محمد طیب قریشي وویل"هیچا ته به دا اجازت ورنه کړو چې په دې وطن کې د یو مذهب خلاف، د مسلک خلاف او بیا په دې وطن کې دې انتها پسندی او دهشت ګردی وکړي، دې ته مونږ حرام وایو او هیڅوک به مونږ دې ته نه پریږده"

د دغه غونډې مقصد د مذهبي اقلیتونو سره یووالی ښودل وؤ، د پښتونخوا د مشر خطیب وینا وه چې د مذهب د سپکاوي په نوم د رامنځته کېدونکو پرتشدده پيښو له امله د نورو مذهبونو منونکو کې د عدم تحفظ احساس سیوا کیږي.

هغه غوښتنه وکړه چې هر څوک د مذهب د سپکاوي له قانون ناسمه استفاده وکړي اؤ خپل لګول شوي تورونه په عدالت کې ثابت نه کړي نو د هغوي خلاف دې هم قانوني ګامونه واخستل شي.

د مولانا طیب قریشي په وینا" نو زه وایم چې یو داسې قانون جوړ شي او یو سخت قانون جوړ شي د هغه خلکو د پاره هم چې څوک د دروغو الزام لګوي او ملک کې کشیدګي پیدا کوي"

غونډې ته خپله وینا کې اقلیتي مشر بشپ همفري پیټرز په دې خبره خفګان وښودلو چې چې د پاکستان جوړیدو په وخت د مذهبی اقلیتونو کومو پېرویانو پاکستان کې شمولیت خوښ کړی ؤ، نن هم هغوي ته د یو برابر پاکستاني وګړو حیثیت نه دی ورکړل شوی اؤ اوس یې هم خلک د یو برابر پاکستانیانو په توګه نه قبلوي.

د بشپ همفري پیټرز په خبره ، پاکستان کې چې کوم د نورو مذهبونو خلک اوسیږي، هغه هم پاکستانیان دي اؤ باید د پاکستانیانو په نظر ورته وکتل شي.

څو ورځې وړاندې د پنجاب ښار سرګودها کې د مذهب د سپکاوي په تورونو د یو مسیحي تن پرضد خلکو پرتشدد احتجاج کړی ؤ اؤ د هغه کارخانې ته یې اور لګولی ؤ.

پروسکال هم د پنجاب جړاواله سیمه کې د مسیحیانو پرضد دغه رقم پيښ شوې وه چې ملک کې دننه او بهر یې د بشری حقونو ادارو په کلکه غندنه کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG