د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي په طالبانو به خپل اثر کاروي چې د کابل د (حامد کرزي نړيوالې) هوايي اډې د امنيت دپاره يې د ترکي سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.
خو طالبانو وړاندې ترکي ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل هوايي ډګر د ساتنې ذمه دې نه اخلي.
عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې ورسره يې دا هم ویلي چې "طالب مشرانو ورته ویلي چې څو پورې اشرف غني صدر وي دوی (طالبان) د افغان حکومت سره خبرې نه کوي" خو نزدې دوه اوونۍ وړاندې عمران خان ويلي وو د طالبانو ترجمان نه دی طالبان چې څه کوي په خپله يې زمه وار دي.
په عېن حال کې امريکا ويلي د 31 اګست پورې د افغانستان نه ځواکونه اوباسي او امریکايي چارواکو ويلي د ځواکونو ويستو عمل 95 فيصده مکمل شوی دی.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د زيارت/پنجشنبې په ورځ (12 اګست) ترمخه عمران خان په اسلام اباد کې خبريالانو ته ویلي د خپله وسه به هڅه کوي چې د کابل هوايي اډې په اړه د خبرو دپاره ترکي او طالبان مخامخ کښېنوي.
د پاکستان وزيراعظم ويلي د شورو/چهارشنبې په ورځ يې د ترکي د بهرنیو چارو د وزیر سره په ليدنه کې د سيمې او افغانستان د امنیت په اړه خبرې شوي دي.
عمران خان ویلي د افغانستان حکومت په پاکستان سختې نيوکې کوي او ګڼي چې ګنې د پاکستان سره داسې طاقت دی چې طالبان په جادو خبرو ته اماده کړي.
هغه ویلي په حقيقت کې د طالبانو اماده کول اوس ډېر ګران شوي دي.
د عمران خان په خبره په طالبانو یې اوس اثر کم شوی ځکه چې هغوی (طالبان) فکر کوي د امریکا په وړاندې بريالي شوي دي.
د غېر ملکي خبريالانو سره په ليدنه کې د نوموړي نه د افغانستان د حالاتو په اړوند د هغه د پرېشانۍ پوښتنه شوې او نوموړي په ځواب کې ویلي، دې ته پرېشانه دی چې د افغان د کورنيو جګړو نېغ اثر په پاکستان کيږي.
هغه ويلي د افغانستان نه زیات پښتانه په پاکستان کې دي او طالبان د پښتنو تحریک دی او د هغو اثرات به د پاکستان په علاقو وي څنګه چې په کال 2003 او 2004 کې شوي وو او د پاکستان په پښتنو علاقو کې د هغې غبرګون مخې ته راغلی وو او پاکستان ته بيا د 70 زره انسانو زيان اوښتی ځکه چ ېد امريکا مرسته يې کړې وه.
عمران خان ويلي دا امکان موجود دی چې د پاکستان پښتنه سيمه کې بيا مسلې جوړيږي.