لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجشېر پر سر جګړه که خبرې: طالبان او احمد مسعود لا څه نتیجې ته نه دي‌ رسېدلي


واشنګټن ـــ د افغانستان پنجشېر ولایت لا هم د طالبانو په کنټرول کې نه دی او د دې ولایت وسلوال ځواکونه وایي طالبانو ته به تسلیم نه شي، خو سره له دې چې وسلوال طالبان د جګړې لپاره د دې ولایت په لور خوځېدلي د طالبان ویاند وایي‌ دوی غواړي ستونځه د خبرو له لارې حل کړي.

د پنجشېر ولایت د نیولو لپاره د طالبانو د مشرانو خبرې له طالب ضد وسلوالې ډلې سره- چې مشري یې د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود کوي- نن پر دویمه ورځ هم روانې وې خو لا هم کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د پنجشېر ځایي‌ اوسېدونکي‌ وایي سلګونه وسلوال طالبان د پروان ولایت په ګلبهار سیمه کې را غونډ شوي دي او وایي پنجشېر ته تللې لاره یې پرانیستې ساتلې او خلکو ته په تلو راتلو کې څه ستونځه نه شته.

د پنجشېر ځایي مشران وایي د احمد مسعود په مشرۍ وسلوال ولایت ته د ننوتونکې سیمې دالان سنګ په ګډون په کوتلِ انجمن او خاوک سیمو کې- چې له بدخشان او د بغلان ولایت له اندراب ولسوالیو سره پولې لري- ځای پر ځای شوي دي.

رپوټونه وایي چې تر اوسه لا د طالبانو او د پنجشېري وسلوالو تر منځ جګړه نه ده شوې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي پنجشېر د دوی وسلوالو په بشپړه توګه محاصره کړی دی خو وایي‌ دوی غواړي چې دا شخړه د خبرو له لارې حل شي.

مجاهد پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وسلوال یې د پنجشېر ولایت په دروازو کې ځای پر ځای شوي دي.

بل لور ته امرالله صالح چې له هېواده د اشرف غني تر وتلو وروسته یې ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړی دا مهال په پنجشېر کې دی تور پورې کړی چې وایي‌ طالبانو د اندراب دره بنده کړې، د خوراکي توکو او تېلو د ورتګ مخه یې نیولې ده.

امرالله صالح پرون په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې په سیمه کې یې د انسانانو حالت ډېر خراب دی ځکه چې وایي زرګونه کسانو ښځو او ماشومانو غرونو ته پناه وړې ده. صالح په ټویټ کې لیکلي:

"طالبان له تېرو دوو ورځو راهیسې د پرمختګ لپاره په کورونو ګرځي ماشومان او مشران تښتوي چې په جګړه کې د ډال په توګه کار ترې واخلي"، طالبانو دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

وسلوال طالبان په داسې حال کې پنجشیر ته نژدې ځای په ځای شوي چې د احمد مسعود د ډلې ځواکونه چې د افغانستان د پوځ ځانګړي ځواکونه او ځایي ملېشې پکې شاملې دي په اندراب کې له طالبانو سره نښتي دي.

د طالبانو ډلې پرون احمد مسعود ته څلور ساعته وخت ورکړ چې پنجشیر دوی ته وسپاري، خو ښاغلي مسعود وویل سره له دې چې جګړه نه غواړي او غواړي د خبرو له لارې ستونځه حل کړي، خو وایي که طالبان ورباندې برید وکړي په وړاندې به یې ودرېږي.

احمد مسعود دعوه کوي چې شپېته زره وسلوال ورسره دي خو ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې احمد مسعود ته د نژدې کسانو له خولې ویلي چې نوموړی د طالبانو په وړاندې تر ډېره وخته مزاحمت نه شي کولای.

د یادونې وړ ده چې طالبانو پخپله تېره واکمنۍ کې هم پنجشېر دره نه وه نیولې او د احمد مسعود پلار پخوانی جهادي قومندان احمد شاه مسعود یې په وړاندې درېدلی وو. احمد شاه مسعود په 2001م کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو مخکې په یوه وسلوال برید کې و وژل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG