لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د5جي انټرنیټ مخې ته څه خنډان دي؟


د موبابل او انټرنټ استعمالونکو په اړه معلومات راټولونکې ادارې جي اېس اېم ای خپل تازه رپورټ کې ويلي چې په ايشيا پېسفيک خطه کې يو اعشاريه شپږ بيلينه خلک د موبایل سروس یا خدماتو نه استفاده کوي چې ددې هېوادونو د مجموعي ابادۍ شپيته فيصده برخه جوړيږي۔

خو رپورټ وايي پاکستان په دې کې لا هم روستو پاتې دی او په ځانګړي توګه هغه هېوادونو کې کوم کې چې د موبايل 5 جي انټرنټ کارول کيږي۔

څيړونکي وايي پاکستان کي د ائي ټي خرابه ځاندره او د ټېکسونو زياتوالی په راتلونکې کې د 5 جي په استعمال کې لوي خنډ دی۔

جي ايس ايم ای په نړۍ کې د 57موبایل کمپنيو په اړه معلومات راټولوي پخپل تازه خپور شوي رپورټ کې دغې دادارې ویلي دي پاکستان د ايشيا پېسفک 12 هېوادونو کې په 11م نمبر دی چې په راتلونکو کلونو کې به د5جي استعمال زيات کړي ۔

رپورټ کې ويل شوي چې د جنوبي کوريا، اسټريليا ، نيوز لېنډ، او مالديوس د وړاندې نه د 5 جي انټرنټ استعمال پېل کړې او ګڼ هېوادونه به يي روان کال پېل کړي خو بنګله دېش او پاکستان له هم ډير روستو پاتې دي۔

د ټېلي کميونېکېشن ماهر باسط شاه ډيوه ته وويل پاکستان کې زياتې موبابلې هغه دې چې 3جي او 4 جي پرې استعماليدی شي، د ۵ جي استعمال د پاره به دنوؤ جوړو سمارټ فونونو ضرورت وي.

هغه وایي پاکستان کې د غربت له وجې به زيات خلک ونه کړی شي چې 5 جي د پاره نوي موبایلونه واخلي او بله دا چي دلته په موبایلو او د انټرنټ په استعمال ټېکسونه هم زيات شوي او ورسره د ټېلي کميونيکېشن ځاندره هم کمزورې ده چې له وجې یې پاکستان د نزدې هېوادونو مقابله کې روستو پاتې دی ۔

درپورټ ترمخه په ايشيا فېسفک کې به په کال 2025م کې اتيا فيصده خلک د سمارټ فونز استعمال شروع کړي کوم چې اوس اته شپيته فيصده دی۔ او پاکستان کې د سمارټ فونز استعمالونکو شمېر اوس يو 51 فيصده دd او کال 2025م کې به د څلور اويا فيصده ته اورسيږي کوم کې چې پاکستان فقط د بنګله دېش نه وړاندې دی۔

باسط شاه وايي د سمارټ فونز د استعمال کمي او 5 جي ټيکنالوجۍ استمال کې روستو پاتې کيدلو سره به په پاکستان کې د نورې نړۍ مقابله کې معاشي هلې ځلې کمزورې شي او په خصوصي توګه ځوانان چې د پاکستان د ابادۍ شپيته فيصده برخه ده هغوي به ددې د ګټو نه محرومه پاتې شي۔

د جي ايس ايم ای رپورټ کې ويل شوي چې په پاکستان کې د موبایل استعمالونکو د زياتيدو ډير امکان موجود دی خو په موجوده کچه د موبایل انټرنېټ استعمال او سروس کارولو کې روستو پاتې دی۔

جي ايس ايم ای تېر کال خپل رپورټ کې ويلي وؤ چې په پاکستان کې د ښځو او سړو ترمېنځه د موبایل په استعمال کې ډير تفاوت موجود دی،

په ملک 50 فيصده ښځې د موبایل استعمال ته لاس رسی لري او 81 فيصده سړي موبایل استعمالوي او په دې کې فقط 19 فيصده ښځې موبایل انټرنېت ته لاس رسی لري

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG