لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مکسیکو ته د نیویارک ټایمز د خبریال په ګډون ۱۲۴ افغان خبریالان رسول شوي


 د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر د افغان خبریالانو هرکلي ته ولاړ دی.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر د افغان خبریالانو هرکلي ته ولاړ دی.

واشنګټن – له افغانستان څخه مسکیکو ته د افغان خبریالانو یو ۱۲۴ کسیزه ډله له خپلو کورنیو سره رسېدلې ده چې په کې د نیویارک ټایمز خبریالان هم شامل دي.

دغه خبره د مسکیکو حکومت په داسې حال کې تایید کړې چې په افغانستان باندې د طالبانو تر کنټرول وروسته اکثره خلک له دغه هېواد څخه په تېښته کې دي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مرسېلو ابرارد د افغان خبریالانو له دغې ډلې څخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ د مکسیکو ښار په نړیوال هوايي ډګر کې هرکلی کړی.‌

نیویارک ټایمز لیکلي، ابرارد له کابل څخه ددغو خبریالانو د ویستلو بهیر تنظیم کړی وو او مکسیکو ته له رسېدو مخکې یې په قطر کې هم یوه دمه کړې.‌

ټایمز لیکلي، په کابل او مکسیکو کې د دوی یو پخواني بیروچیف چې له ابرارد سره یې تودې اړیکې درلودې هغه ته د افغان کډوالو د منلو وړاندیز استولی وو.

ټایمز لیکلي، چې د والسټریټ ژورنالستان به هم وروسته مکسیکو ته ورسېږي.

د مکسیکو حکومت دغه اقدام داسې یاد کړی چې د بیان ازادیو ته ژمن دي که څه هم خپله په مکسیکو کې په سیمیزو او نړیوالو رسنیو باندې ډول ډول محدودیتونه لګول شوي.

طالبانو تېره اونۍ په افغانستان کې په داسې حال کې واک ترلاسه کړ چې امریکا او متحدینو یې له دغه هېواد څخه ووتل.

طالبان د سوني مذهب سخت دریځ پیروان دي. دوی چې کله له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په واک کې وو نو ټي وي ګانو بندیزونه و و او خبرونه یې سانسورول.

خو اوس له ټولنیزو رسنیو له لیارې وايي، چې د رسنیو پلوي خلک دي او د بیان ازادۍ ته به اجازه ورکوي.

که څه هم طالب جنګیالو په جولای کې د خبریالانو په کورنیو باندې بریدونه کړي او د ډویچوېلې خبریال د کورنۍ یوغړی یې هم وژل دی.

همدارنګه د دانش صدیقي په نامه د رویټرز خبریال هغه مهال ووژل شو کله چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بند پاتې شو.‌

رویټرز د خپلو کار کونکو او د هغوی د کورنیو یو ۷۳ کسیزه ډله د ګل یا دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه پاکستان ته ویستلې ده.

افغانستان او مکسیکو د خبریالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېوادونه ګڼل کېږي. د یو راپور له مخې، له ۲۰۰۰ کال راهیسې تر اوسه پورې په مکسیکو کې ۱۴۱ خبریالان وژل شوي دي.

د نهې یا سې شنبې په ورځ د افغان جونو هغه پنځه کسیزه ډله هم مکسیکو ته رسېدلې چې روباټ جوړونکې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG