لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان حالاتو پاکستان په امنیتي ويره کې اچولی، راپور


پاکستاني چارواکو ويلي، راتلونکې دوه درې میاشتې سختې دي او پاکستان ويره څرګندوي چې د افغانستان څخه پاکستان پله د امنیت ګواښونه دي.

دغه خبره رویټرز خبري ادارې د يو پاکستاني چارواکي (چې نوم يې نه دی څرګند کړی) له قوله ويلي، چې اسلام اباد د پاکستان او افغانستان په پوله پرته سيمه کې د تندلارو د بريدونو سېوا کېدو په ويره کې دی.

پاکستان په داسې حال کې دا ويره څرګنده کړې چې طالبانو کابل نيولی او د دوه اوونیو تيرېدو باوجود هم په افغانستان کې کوم حکومت نشته. پاکستان په نړۍ ټينګار کوي چې د افغانستان د ثبات دپاره رول ولوبوي.

پاکستاني چارواکي ویلي، نړيواله ټولنې له پکار ده چې د افغانستان د پوځ په بيا راجوړولو کې د طالبانو مرسته وکړي چې دوی د افغانستان په خاوره خپل کنټرول کلک کړي.

رويټرز ويلي پاکستان پلان جوړ کړی چې د ملک د امنيتي او استخباراتي ادارې چارواکي، او په ممکنه ډول د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر د کابل سفر وکړي او د افغان پوځ په رايوځای کولو کې د طالبانو سره مرسته وکړي. خو طالبانو په دغه اړوند ځواب نه دی ويلی.

پاکستاني چارواکي دا خبره په داسې حال کې کړې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

د طالبانو لخوا د کابل نيولو وروسته داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې طالبانو د باګرام زندان څخه ټول 5000 بنديان خوشي کړي چې پکې د القاعده غړي هم شامل دي.

په 15 اګست د وي او اې خبريال سټيو هېرمن هغه وخت په ټویټر ویلي وو داسې راپورونه دي چې افغان ځواکونه په باګرام هوايي اډه طالبانو ته تسليم شوي او طالبانو د باګرام زندان څخه بنديان خوشي کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو بيا داسې هم ویل شوي وو چې په دغو بنديانو کې د پاکستاني طالبانو د يو مشر فقير محمد په ګډون په سوونو پاکستاني طالبان خوشي شوي دي.

پاکستاني طالبانو هم د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر فقير محمد د خوشي کېدو ويلي وو.

او وروسته بيا د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو مالومات ورته ترلاسه شوي چې داعش او تحریک طالبان پاکستان د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار په غرييزه علاقو کې شتون لري.

پاکستان ويلي وو د طالبانو سره یې په دغه اړه رابطه کړې او بيا داسې دعوې هم شوې چې طالبانو د پاکستان په شکايت د پاکستاني طالبانو دپاره کمېشن جوړ کړی خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو د کمېشن جوړولو خبره سمه نه ده.

پاکستان د امنیت تازه اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې په 29 اګست د پاکستان پوځ ویلي وو د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبایلي ضلع باجوړ کې ترهګرو د پولې د پورې غاړې بريد کړی او دوه پاکستاني پوځيان يې وژلي وو.

پاکستان دغه بريد په کلکه غندلی چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د پاکستان پرضد کاريږي.

پاکستاني طالبانو د باجوړ د بريد زمه واري منلې وه.

د طالبانو وياند ويلي د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد کارېدو نه پرېږدي.

د مې په میاشت کې چې امریکا او نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه وتل پېل شوي په هغه وخت کې طالبانو په افغانستان کې بريدونو زور ورکړی او په دغه وخت کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنیتي ځواکونو بريدونه هم سېوا شوي وو.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG