لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:دطالبانو هوایي ډزو کې۱۷کسان وژل شوي،۴۱ژوبل،روغتیایي سرچینې


سرچینې وایي په پنجشیر کې لا دطالبانو اؤ داحمد مسعود دپلویانو ترمنځ جګړه روانه ده خو طالبانو چې تیره شپه ددغه ولایت دنیولو دخوشحالۍ په توګه کومې ډزې کابل کې کړي په هغې کې ۱۷کسان وژل شوي اؤ ۴۱ نور ژوبل شوی دي.

دطالبانو دنظامي څانګې مشر مولوي محمد یعقوب هم په شوؤ ډزو سختو ناخوښي ښکاره کړې اؤ دټولو ولایتونو والیانو اؤ امنیه قوماندانانو ته یې واضحه کړې چې که بیا په هر ولایت کې دهوایي ډزو پېښه وشوه نو مسول به یې دغه چارواکي وي.

تیره شپه داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګنې طالبانو پنجشیر ولایت نیولی اؤ په دې خوشحالۍ کې طالبانو په کابل اؤ نورو ولایتونو کې پریمانه هوایي ډزې کړې وې.

د افغانستان شمشاد ټي وي د روغتیایي سرچینو له خولې په ټویټر دعوه کړې ده چې په دې هوایي ډزو کې لږ ترلږه ۱۷کسان وژل شوي اؤ ۴۱نور ژوبل شوي دي.

تر دې دمخه چې کله د۳۱اګسټ په شپه امریکایي ځواکونو افغانستان څخه د وتلو لړۍ بشپړ کړې وه نو هم طالبانو په کابل اؤ نورو ولایاتو کې پریمانه هوایي ډزې د خوشحالۍ په توګه کړې وې.

خو اوس دجمعې په ماسخوتن دطالبانو لخوا په شوؤ ډزو ددوئ دنظامي څانګې مشر مولوي محمد یعقوب سخت بد منلي اؤ پخپل یو بیان کې یې دټولو ولایتونو والیانو اؤ امنیه قوماندانانو ته امر کړی چې راتلونکي کې باید دهوایي ډزو مخه ونیسي.

دافغانستان دملي راډیو په ټویټر پاڼه دمولوي محمد یعقوب له خولې لیکل شوي” دبل وخت لپاره باید په هیڅ حالت کې هم هوایي ټکان ونسي، که په هر ولایت کي وسوه بیا یې مسؤلیت تاسي ته راجع دی”

هغه په چارواکو غږ کړی چې دټولو ادارو اؤ "مجاهدینو" کلکه څارنه وکړي چې چرته چا خو بد اؤ ناروا خلک نه دي مسلح کړي؟

دجمعې په ورځ دطالبانو ځېنو چارواکو اؤ پاکستاني میډیا دعوې کړې وې چې پنجشیر ولایت دطالبانو لاسو ته لوئیدلی دی خو په پنجشیر کې دمخالفې جبهې مشر احمد مسعود اؤ داشرف غني په حکومت کې مرستیال صدر امرالله صالح دا دعوې رد کړي دي اؤ وایي پنجشیر کې دطالبانو په وړاندې کلک مقاومت روان دی.

طالبان دا مهال دپنجشیر نه پرته نزدې په ټول افغانستان واکمن دي خو دکابل نیولو نه دوه اوونۍ وروسته هم دوئ لا تر دې مهاله افغانستان کې دخپل حکومت په اعلانولو نه دي توانېدلي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG