په کابل کې سلګونو ښځو پرون په داسې وخت کې د طالبانو د حکومت په پلوۍ مظاهره کړې چې په تېرو ورځو کې په کابل، هرات او بدخشان کې ښځو د خپلو حقونو او په حکومت کې د برخې لرلو لپاره مظاهرې کړې وې خو طالبانو یې مخه نیولې وه. طالبانو په کابل ښار کې پر هر ډول مظاهرو بندیز لګولی او وایي څوک بې له اجازې مظاهرې نه شي کولای، ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت دا ګام غندلی دی. په دې اړه نور تفصیل د بارکوال میاخېل په رپوټ کې:
په کابل کې د طالب پلوه مظاهرو اجازت خو پر نورو بندیز، ملګرو ملتونو یې غندنه کړې
ټوک
-
December 23, 2024
په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
-
December 23, 2024
څېړونکي: طالبانو سره د تعلقاتو دلارې روس په سیمه کې خپل اثررسوخ سېوا کوي