لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدني ټولنې د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت په ورستيو ګامونو اندېښنې ښودلي


د مطبوعاتو راپورونو ترمخه په کابل کښې د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ چې طالبانو کوم لوحې يا بورډونه لګولي په پېښور کښې د ښځو فعالانو د افغان ښځو د حقونو په تړاو انديښنې څرګندې کړي دي. طالبانو په کابل کې د ښځو د امورو وزارت د ودانۍ د پاڅه د امر بالمعروف و نهې عن المنکر د وزارت يو نوی بورډ لګولی دی.

او د مطبوعاتو تر مخه اوس به دغه وزارت د اصلاح تبليع او خلکو کې د بدۍ د مخنيوي کار د دغه ودانۍ نه پېل کوي. خو د ښځو د حقونو لپاره کار کونکي فعالان دغه عمل د افغان ښځو په حقونو يو بل بندېز او ګوزار ګڼي.

په پېښور کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې صاېمه منير په افغانستان کې د طالبانو په دغه فېصله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي.

"مسله دا ده چې کله هم دلته اسلام راځي نو هغه په ښځو ماتيږي. دوی به يوه نوې محکمه جوړه کړې وه، د دوی دا عمل ښايي چې په راروانو پينځه کلونو کې به افغانستان کې ښځې بيا چرته ځي او کوم ځای ته به روانې وي. دا صرف د افغان ښځې خبره نه ده، د افغان ښځې سره تړلی شوې د پښتونخوا ښځې هم دي ولې چې هلته طالبان راځي نو د هغې سېوری دلته هم راشي. او دا صرف د اوس خبره نه ده، دا خبره مونږ د کال 1998 نه ګورو چې دا هر څه دغسې کيږي. نو دا يواځې د هغوي خبره نه ده".

هغې زياته کړه "په کال 2002 کې په خېبر پښتونخوا کې هم په حکومت کې راغلي د متحده مجلس عمل مذهبي سياسي ګوندونو حکومت امر بالمعروف و نهی عن المنکر د قانون وړانديز او د داسې ادارو جوړولو هڅه کړې وه خو مدني ټولنې د دې پر ضد مزاحمت کړی و او دا يې ناکامه کړې وه".

د منير په خبره "خو په افغانستان کې تېر ځل د طالبانو په حکومت کې هم چې څنګه د جينکيو او د ښځو د تعليم، کار او بهر تګ باندې کوم بندېزونه وو اوس د دې نوې محکمې د جوړولو نه وروستو ښځې دا اندېښنې څرګندوي چې په ښځو به داسې قسمه بندېزونه نور هم سېوا شي".

قندي ساپۍ چې د افغانستان سره تعلق لري او د ښځو د حقونو يوه فعاله ده او د طالبانو په تېر حکومت کې يې د افغانستان نه پيښور ته کډه کړې وه وايي افغانستان کې د طالبانو د راتلو نه پس چې دوی څه هم ګامونه پورته کړي دي د افغان کلتور او فرهنګ پر ضد يې کړي دي. هغه وايي دا خبره هم اوس غلطه ثابتيږي چې طالبان اوس بدل شوي دي. هغه د ښځو د امورو د وزارت بندېز په حقله وايي،

"افغانان خو پرې مخکې نه پوهېدل، خو د وزارت د بندېز سره د دوي نړۍ ته دا وښودله چې دوی هم هغه ډله ده او دوي نه بدليږي. په دغه وزارت کې د ښځو ستونزې حل کېدلې. د ښځو د کار کولو ډېرې موقعې وې. داسې ښځې وې چې هغوي کونډې وې او يا د خپل کور مشري يې کوله هغوي په دغه لاره تعليم او تحصيل کړی و او په دغه يې خپل کور ته نفقه رسوله. هغوي ټولې په کور ناستې دي".

پښتنه سياستمداره او د پاکستان د پارليمان پخوانۍ غړې جميله ګېلاني هم وايي چې د افغانستان حالات او مسلې ښايي چې طالبان د خپل تېر حکومت نه بدل شوي نه دي او د ښځو او د هغوي حقونو په حقله هم هغه پخوانی نظر لري.

"په دې حالاتو کې د ښځو د وزارت ودانۍ چې دوي د کوم کار د پاره پکار راولي او په ښځو باندې د نظر ساتلو او نورې خبرې کوي نو د دې نه د دوي د سنجيدګۍ اندازه لګي چې دوي څومره د دې وطن د پاره سنجيده دي او دوي څومره بدل شوي دي. لکه خلک او په خاصه توګه پاکستان او نوره نړۍ کې خلک وايي چې بدل شوي طالبان اوس راغلي دي نو هيڅ د ښېګړې تمه ترې نه کيږي".

هغې زیاته کړې، "دا هم هغه طالبان دي، هم هغه يې ارادې دي او هم هغه تکليف به دې وطن له نور هم ورکوي او دا په نتيجه کې به يې دا تکليفونو زمونږ پله هم راځي. نو پکار ده چې د دې طرف نه يو ښکاره غږ پاکستان ښځې په خاصه توګه پښتنې ښځې د دې پر ضد غږ يو ځای کړي او د افغان خوېندو سره ودريږي".

پښتنه مدني فعاله، ليکواله يا بلاګره پلوشه عباس هم وايي څنګه چې افغانستان کې په وروستيو کې د جينکو او د ښځو کار او په خاصه توګه د تعليم حق کې ستونزې مخې ته راغلي دي پکار ده چې ټوله نړۍ په دې غږ پورته کړي.

"د ښځو حقونه هسې هم په دې سيمه او خاوره کې ځپلی شوي دي او اوس چې کوم نوي حالات راغلل نو راتلونکی وخت به د هغوي د پاره څه ښه زيری نه راوړي او پکار ده چې نړيواله ټولنه په دې خبره نظر وساتي".

په اسلام اباد کې د اسلامي څيړنيز مرکز مشر ډاکټر اسرار مدني وايي دا لا په ډاګه نه ده چې د کومو حالاتو او وجوهاتو له وجې د ښځو د دغه امورو ودانۍ کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پرانستلی شوی دی .هغه وايي پکار ده د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو يقيني کولو لپاره ګامونه واخلي.

د نوموړي په وېنا "طالبان که امر بالمعروف وايي نو د امر بالمعروف هم مطلب دا دی چې د ښه خبرې پېغام رسول او د بدې خبرې نه منع کول. رسول اکرم (ص) ويلي دي چې د زده کړې کول په نارينه او زنانه دواړو باندې فرض دی او دا د مسلمانو يوه فريضه ده نو له دې وجې هغوي ته د زده کړو لپاره موقعې ورکول، ځای ورکول هم دغه شان مخکې بيا په نورو شعبو کې د هغوي د صلاحيتونو نه ګټه پورته کول په هېڅ د يو مسلمان زمونږ اخلاقي او شرعي زمه واري ده".

ډاکټر اسرار مدني وايي چې د پاکستان پشمول په ډېرو هېوادونو کې دا وزارت نشته او نه دا د وزارت کار دی. په سماجي توګه د پاکستان پشمول نورو اسلامي هېوادونو له پکار دي چې د ښځو د پاره دې په مختلفو محمکمو کې ځايونه جوړ کړي.

هغه وايي "کله چې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت و نو هغه وخت هم دا وزارت موجود و.او وايي که طالبانو دا وزارت پرانستلی دی نو دا مخکې نه د هغوي دعوی وه چې شرعي نظام به نافذ کوي".

"که دا وزارت نه هم وي نو داسې ګامونه پکار دي چې جنسي برابرۍ ته پوره پام وشي. موجوده وخت کې د طالبانو خدوخال په مکمله توګه ښکاره نه دي، افغانستان کې د 20 کاله جنګ نه تېر شو او اوس يو عبوري حکومت دی. د وخت نه مخکې پرې خبره نه شي کېدی. ممکنه ده چې زر د حکومت، نظام، د ښځو د حقونو، د اقليتونو او نورو مسلو په اړه د هغوي خدوخال په ډاګه شي. خو خواست به مې د افغانستان موجوده واکدارانو ته دا وي چې ښځو ته ځای ورکړي".

مدني فعالان وايي افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ټولو وړومبی ښه کار به دا وي چې د ښځو او جينکيو تعليم او نور حقونو تحفظ وکړي. خو څه فعالان اندېښنې لري چې د افغان حکومت دغه ګامونه او په خاصه توګه دغه نوی وزارت به هغلته په ښځو او جينکو باندې بندېزونه نور هم سېوا کړي او د دې اثرات به بيا نېغ په نېغه په پاکستان کې د پښتنو په سيمه باندې هم پرې ووځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG