پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وایي دافغان طالبانو اؤ پاکستاني طالبانو ترمینځ اړیکو باندې اندېښنې لري ځکه تندروه فکر لرونکو پاکستان ته ډیر زیات تاوان رسولی دی.
څیړونکي هم د بلاول بوټو اندیښنې پځائ ګڼي اؤ وایي په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان کښې هم د ترهګرې پېښې اؤ په ځانګړي ډول په امنیتي ځواکونو بریدونه سېوا شوي دي.
برطانوي نشریاتي ادارې بي بي سي سره یوه معرکه کښې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلې دي دافغان خبریالانو ویناده چې په افغانستان کښې د طالبانو له قبضي وروسته میرمنې د خپلو حقونو د پاره احتجاج کوي اؤ جینکې د تعلیم نه محرومه ساتل کیږي.
بلاول بوټو وایي پاکستان دې افغانستان لپاره ېو جامع تګلاره وټاکي، داسې تګلاره چې پارلیمان جوړه کړې وي نه چې د یو تن په خواهش جوړه وي.
په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته بلاول بوټو زرداري، د افغان طالبانو اؤ لاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان ترمینځ په اړیکو هم اندیښنې ښودلې دي اؤ وایي دې تندروه فکر لرونکو پاکستان ته ډیر زیات تاوان رسولی دی اؤ دهغه مور اؤ پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو یې وژلې ده.
د تحریک طالبان اؤ افغان طالبانو ترمینځ د اړیکو په هکله د بلاول بوټو اندیښنې څیړونکي هم سمي بلي اؤ خبریال رفعت الله اورکزی وایي کله نه چې په افغانستان طالبانو قبضه کړې ده نو په پاکستان کښې هم د ترهګرۍ پیښۍ زیاتې شوې دي.
رفعت الله اورکزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي داګست په پنځلسمه نېټه په کابل د طالبانو دقبضې وروسته دپاکستان پخوانیو قبایلي سیمو کښې ترهګري یو ځل بیا سېوا شوې ده اؤ په امنیتي ځواکونو باندې هم بریدونه سېوا شوي دي.
ېو بل خبریال غلام دستګیر نظر لري چې دکله نه په افغانستان د طالبانو قبضه شوې ده نو پاکستاني طالبان هم زړور شوي دي ځکه دواړه اړخه طالبان یو شان فکر لري اؤ د خپل د خوښې شریعت نافذ کول غواړي.
غلام دستګیر وایي په افغانستان د طالبانو له قبضۍ وروسته اوس پاکستاني طالبان هم دا فکر لري چې دافغان طالبانو په څېر دوئ به هم دپاکستان دریاست پرضد بریالي شي اؤ هم دغه وجه ده چې پایه تحت اسلام آباد کې لال جومات نه یو ځل بیا په پاکستان کښې د شریعت غوښتنې پورته شوې دي.
په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته دپاکستان حکومت هم ویلي وؤ چې افغان طالبانو سره یې په دې مسله خبرې شوې دي چې د هغوئ لخوا دکابل نیولو په مهال چې کوم پاکستاني طالبان د افغانستان بندي خانو نه خلاص شوې دي د پاکستان پرضد کارروایي ونه کړي.
په دې وروستیو کې دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي، دخارجه وزیر شاه محمود قریشي اؤ یو شمیر نورو مرکزي وزیرانو لخوا ویل شوي وؤ که چرې پاکستاني طالبان وسله وغورځوي نو پاکستان ورته معافۍ ورکولو باندې غور کولی شي خو تحریک طالبان یو بیان کښې ویلي دي چې دوئ څه غلط کار نه دی کړی چې د پاکستان ریاست نه پرې معافي وغواړي.