لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملګرو ملتونو له اصولو یاغي طالبان په کوم دلیل دغه نړیوال فورم کې استازیتوب غواړي؟


په افغانستان کې د طالبانو حکومت دیو لیک دلارې دملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې دوئ ته باید په ملګرو ملتونو کې د نمايندګۍ اجازه ورکړل شي خو پوهان وايي دا هم هغه ملګري ملتونه دي چې طالبانو یې تل داصولو منلو څخه انکار کړی دی.

نقادان پوښتنه راولاړوي چې کله طالب وسله والو دټوپک په زور د واک ترلاسه کولو مبارزه کوله هغه مهال یې دملګرو ملتونو هیڅ اصول نه مراعاتول چې له دې امله ملګرو ملتونو دوئ ترهګر ګرځولي اؤ بندیزونه یې پرې لګولي وؤ،خو نن چې طالبان په واک کې دي نو بیا په کومو سترګو اؤ دکوم اصول په اساس په دې نړیواله ټولنه کې داستازيتوب غوښتنه کوي؟

خو طالبان بیا دریځ لري چې دوئ په تیرو شلو کلونو کې دافغانستان دننه دملګرو ملتونو سره په زیاتو برخو کې همکاري کړې ده اؤ که ملګرو ملتونو کې داستازیتوب حق ورکړی شي نو دوئ به په دغه نړیوال فورم دافغانان په ښېګړه کې غږ پورته کړل شي.

بل اړخ ته يوه ورځ وړاندې د افغانستان د وژل شوي ولسمشر ډاکټر نجيب تلين هم ونمانځل شو څوک چې د طالبانو له خوا ۲۵ کاله وړاندې دمنل شوؤ نړیوالو اصولو برعکس په کابل اريانا څلور لاري کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه دټوپک په زور راويستل شوی او د خپل ورور شاه پور احمدزی سره بې عدالته وژل شوی ؤ او مړی يې تر درې ورځو د کابل په پښتونستان څلورلاري کې ځوړند کړل شوی ؤ.

دامهال دملګرونو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شپږ اويايمه غونډه روانه ده او ټاکل شوې ده چې دستمبر په ۲۷مه نېټه به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی محمد اسحاق زی د افغان دولت په نمایندګۍ خپل دريځ نړۍ ته وړاندې کوي۔

ښاغلی اسحاق زی دډاکټر اشرف غني په مشرۍ د دولت استازی دی خو د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی دی او ولسمشر اشرف غني په وطن کې موجود نه دی۔

د طالبانو لخوا ملګرو ملتونو ته په لیږل شوي یو خط یا لیک کې غوښتنه شوې ده چې د اسحاق زی په ځای دې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين د افغانستان استازی وټاکل شي اؤ هم دې دطالبانو خارجه وزیر مولوي متوکل ته دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا اجازه ورکړل شي.

خو دملګرو ملتونو لخوا د طالبانو له خوا دغه ليږل شوي خط ته لا هم په رسمي توګه ځواب نه دی ورکړل شوی۔

وي او ای ډیوه چې کله په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین څخه پوښتنه وکړه پر تاسو تورونه دي چې تراوسه مو دملګرو ملتونو هیڅ اصولو منلو ته غاړه نه ده اېښې،اوس ولې په دغه فورم کې استازیتوب غواړئ؟ سهیل شاهین وویل:

"په افغانستان کې چې په دې شلو کالو کې یوناما (ملل متحد) څومره کار کړی،هغه یې مونږ سره په همکارۍ کړی دی،که زمونږ همکاري نه وه هغوئ بلکل دا کار نه شو کولی"

دطالبانو ویاند وایي که ملګرو ملتونو سره د دوئ همکاري نه وه نو نه خو په افغانستان کې موسیسو کار کولی شو اؤ نه ملګرو ملتونو ځکه نو دا ویل بې ځایه دي چې ګنې طالبانو ملګرو ملتونو سره همکاري نه ده کړې.

ډیوه چې کله دطالب ویاند څخه وپوښتل په ملګرو ملتونو کې به د دوئ اهداف څه وي ؟ نو هغه وویل "مونږ به په ملګروتونو کې د خپل مجاهد ولس د نماینده په توګه دهغوئ د ملی او اسلامي ارمانونو لپاره کار کوؤ. په هغو برخو کې چې د اسلامي امارت مصلحت یې ایجابوي دنورو هیوادونو سره به همکاري کوو، همداشان غواړو چې د نړۍ په سوله اوثبات کې مثبت رول ولرو "

بل اړخ ته واکمنۍ ته د رسیدو سره سم د افغان طالبانو له خوا د افغانستان درې رنګه بېرغ لرې کړل شوی او خپل سپين بېرغ يې په رسمي توګه پورته کړی خو دا وخت د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه بهر د نورو هيوادونو د بېرغونو سره د افغانستان درې رنګه بېرغ رپېږي۔

د سياسي پوهانو په نظر د طالبانو واک لا هم په رسمي توګه نړۍ نه دی منلی خو هغوئ خپله لنډمهاله کابينه اعلان کړې ده۔

دطالبانو په دې لنډمهاله کابینه هم ملګرو ملتونو نیوکې کړي چې دخپلو ژمنو برعکس یې ټول شموله حکومت نه دی جوړ کړی اؤ کابینه کې یې ښځو ته استازیتوب نه دی ورکړی خو طالبان دریځ لري چې دوئ داسلامي شریعت په رڼا کې ښځو ته دهغوئ حقونه ورکوي.

خو دا چې ښځې یې ولې په کابینه کې شاملې نه دي؟ په دې هکله طالبان غلي پاتې دي

اوس دا پوښتنې راولاړې شوې دي چې ښاغلی اسحاق زی به ملګرو ملتونو کې دکوم افغان دولت نمايندګي کوي او که نمايندګي وکړي نو ايا د افغانستان په دې وخت کې واکمن طالبان به دا خپل دريځ ومني؟

ښاغلی اسحاق زی دا وخت رسمي حېثيت لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغان دولت نمايندګي وکړي خو په تېرو وختونو کې د پاکستان له خوا هم د هغه د لرې کولو خواست شوی ؤ کوم چې سياسي پوهان نېغ په نېغه د افغانستان په معاملاتو کې د پاکستان مداخلت ګڼي۔

په امريکا کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه ډاکټر تقي هم دا نېغ په نېغه مداخلت ګڼي او وايي" داسې ښکاري د پاکستان وزيراعظم او خارجه وزير په ملګرو ملتونو کې د پاکستان نه بلکې د طالبانو نمايندګي کوي"

ځيني سياسي پوهان دا دريځ هم لري چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي او په ننګرهار کې څلور کسان د خلکو په وړاندې ځوړند کړل شوي دي۔

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب له وژلو وروسته چې دافغان مجاهدينو کوم حکومت جوړ شو، د سياسي چارو کارپوهان وايي دا په پاکستان کې جوړ شوی ؤ خو بيا دوئ د خپلمنځي جګړو ښکار شو او يو بل پاڅون د طالب وسله والو په نوم پورته شو چې نوم يې ورته امارت اسلامي افغانستان ورکړو۔

په پاکستان دا تورونه هم لګول کېږي چې دوئ ددغه پاڅون ملګرتيا کړې وه د کوم پخلی چې د پاکستان يو شمېر جرنېلانو او د هغه وخت د استخباراتي ادارو مشرانو هم کړی دی، تر دې چې د هغه وخت د استخباراتي ادارې مشرانو دا د پاکستان د بقا جنګ بللی ؤ۔

په کال 1996 کې چې کله د افغان مجاهدينو نه واک واخستل شو او طالبانو واک ترلاسه کړو نو پاکستان لومړی هېواد ؤ چې په رسمي توګه يې د هغوئ حکومت په رسمیت ومنلو، وروسته بيا متحده عرب امارات او سعودي عرب هم دغه حکومت ومنلو۔

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG