د وزیراعظم عمران خان په مشری دپاکستان دقامي سلامتیا دکمېټې په شوې غونډه کښې په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته په رامنځته شوؤ حالاتو خبرې شوې دي اؤ دغونډې برخه والو چې پکښې پوځي مشران هم شامل وو، په دې اندیښنې ښودلې دي چې دافغانستان دحالاتو منفياغیزې به په پاکستان هم وي.
دپاکستان لخوا دا اندېښنه په داسې مهال ښودل شوې چې تیره ورځ دافغانستان کندوز ولایت کښې په بو جومات د برید په نتیجه کې د سلو نه زیات تنان وژل شوي وؤ اؤ ددې برید پړه ترهه ګرتنظیم داعش پغاړه اخستې د.
داعش ګواښ کړی چې دغه شان نور بریدونه به هم په افغانستان اؤ پاکستان کښې کوي.
دپاکستان دقامي سلامتیا دکمیټې دې غونډه کښې د مرکزي کابینې وزیرانو، پوځي چارواکو، اؤ داستخباراتي ادارې ایي اېس ایي پخواني مشر لیفټینټ جنرل فیض حمید هم ګډون کړی ؤ.
وروسته میډیا ته دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي د ایي ایس ایي نوي مشر ته دبشپړه واک په منتقل کیدو کښې به ېو څو ورځې لګي ځکه دې غونډه کښې پخواني مشر شرکت کړی دی.
د وزیراعظم ددفتر نه دخپور شوي بیان ترمخه دقامي سلامتیا کمبټې غونډه کښې د افغانستا په صورتحال خبرې شوې دي خو مهمه خبره پکښې دا هم شوې ده چې شرکت کوونکو په دې اندیښنې ښودلې دي چې افغانستان کې دخرابو حالاتو منفي اغېزې به په پاکستان هم کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له قبضې ورسته په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پېښې سیوا شوې دي اؤ اکثرله د ترهه ګرۍ پېښو کښې د امنیتي ځواکونو سرتیري په نخښه شوي دي.
په افغانستان کښې هم ترهه ګرتنظیم داعش کندوز کې په یو جومات له برید وروسته خپل بیان کښې ویلي چې دغه شان نور بریدونه به هم په افغانستان اؤ پآکستان کښې کوي.
په دې هکله خبریال محمود جان بابر وایي هر هغه طاقت چې د افغان طالبانو خلاف دی هغه به د پاکستان خلاف هم وي ځکه چې دا ښکاره خبره ده د افغان طالبانو تر ټولو لویې مرستیال د پاکستان ریاست دی.
محمود جان بابر وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي راتلونکو ورځو کښې ویره ده چې په پاکستان کښې به سمدستي دترهګرۍ پیښې سیوا کیږي اؤ ددې له وجې به په پآکستان اؤ افغان طالبانو فشار هم سېوا کیږي.
په پنځلسم اګست په افغانستان د طالبانو دقبضې وروسته پاکستان دطالبانو واکمنۍ ته په رسیدو خوښي ښکاره کړې وه اؤ نړۍ نه یې هم د افغان طالبانو دمرستو غوښتنه کړې وه.
د قامي سلامتیا کمېټې په دغه غونډه کښې طالبانو سره دمرستو دا غوښتنه یو ځل بیا تکرار شوې ده.
په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته وزیراعظم عمران خان یو ترک ټي وي سره دخبرو په وخت منلې وه چې دلاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان ځنيو ډلو سره دپاکستان دحکومت مذاکرات روان دي اؤ پاکستان دوئ ته بخښنه ورکولی شي که چرې وسله وغورځوي اؤد پاکستان دستور ومني.
د رپوټونو ترمخه دقامي سلامتیا کمېټې غونډه کښې هم طالبانو سره مذاکراتو باندې خبرې شوې دي خو میډیا سره په سرکاري کچه ددې حال نه دی شریک کړی شوی.