لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې داتلسو کالو نه زیاتو نیمایي کسانو ته کرونا ضد ویکسین لګول شوي


د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جهګړا ويلي په صوبه کې پنځوس فيصده د اتلسو کالو نه د زيات عمر تنانو ته کرونا ضد ويکسين لګول شوي په دې کې پينځه اعشاريه اووه يعني ۲۹ فيصده تنانو ته د ويکسين دواړه ډوزونه لګول شوي دي۔

تېمور سليم جهګړا په ټویټر لیکلي په صوبه کې ۱۰۱۴ د ويکسين لګولو مرکزونه دي او ۹۷ بيا موبائيل ټيمونه دي چې په لرې پرتو علاقو کې ګرځي او خلکو ته ويکسين لګوي۔

نوموړي ويلي په تعليمي ادارو کې د ۱۸ کالو نه دکم او ۱۲ کالو نه د زيات عمر ماشومانو ته ويکسين لګول کيږي۔

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو دصوبایي اتحاديي مشر ډاکټر زبېر ظاهر وايي د ويکسين لګولو سره ددې وبا مخه نيول کېدای شي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل که د وبا دپينځمې څپې مخه نيول وي نو زيات نه زيات خلکو ته به ويکسين لګول وي۔

حکومتي شمېرې ښایي په صوبه کې د ستمبر په ۲۳مه نېټه ۲۸۸ دکرونا پېښې رپورټ شوي وې او د هغې نه راپدیخوا دغه پېښې په کمېدو شوي دي.

دشمېرو ترمخه په تېر یو شواروز کې دپښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې ۸۸ دکرونا وایرس نوي کېسونه رپورټ شوي او څلورو تنانو په دې وایرس خپل ژوند د لاسه ورکړی دی۔

ډکټر فهد اقبال ډيوه ته وويل د کرونا کیسونه په کمېدو دي خو اختياطي تدابير نه دي پريښودل پکار۔

د کرونا دڅار په هکله دپاکستان دسرکاري ادارې اين سي او سي شمېرې ښايې په ملک کې په تېر شواروز کې ۵۵۴ دکرونا نوي کېسونه رپورټ شوي چې له امله يې ۱۲تنانو ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د این سي او سي ترمخه په ملک کې د مثبتو کېسونو کچه يو اعشاريه درې ته راکوزه شوې ده۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG