لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: څلور عسکر د ماین چاودنه کې وژل شوي،‌ ټي ټي پي یې ذمه واري منلې


پېښور ـــ د باجوړ د تحصيل واړه ماموند په علاقه تير بانډه ګۍ کې د سړک غاړې ښخ بمي چاودنه کې څلور د امنيتي ادارو عسکر وژل شوي دي، چې ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

د باجوړ پوليسو مشر عبدالصمد ډيوه ته وويل دغه علاقه کې اولنۍ چاودنه د چارشنبې- شورو په مازيګر شوې وه، وایي پوليس او ايف سي عسکر ددغې چاودنې پلټنې ړه روان وو چې په لار کې پرې دوېمه چاودنه وشوه.

عبدالصمد وويل دغه علاقه د افغانستان پولې سره نزدې ده او د پېښې وروسته يې په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي:

"د چاودنې په نتيجه کې دوه د پوليس او دوه د ايف سي عسکر وژل شوي دي". پوليسو په اولنۍ چاودنه کې کومه مرګ ژوبله نه ده تايد کړې.

د دغو دواړو چاودنو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده. په تېرو څلورو ورځو کې د پاکستاني طالبانو لخوا دا د پينځم بريد زمه واري ده چې په غاړه يې اخلي.

له دې نه وړاندې يې په دير، شمالي وزيرستان او ټانک ضلعو کې هم په عسکرو او ځايي مشرانو د بريد ذمه واۍ منلې دي.

په باجوړ کې په تېرو وختونو کې د ځینو پېښو ذمه واري داعش ډلې هم پر غاړه اخیستې ده. د باجوړ پوله د افغانستان له کونړ علاقې سره لګېدلې چرته چې ويل کيږي د داعش وسلوال شته.

د باجوړ يو ځايي مشر شيخ جانزاده ډيوه ته وويل په قبايلي ضلعو کې د تېرې څه مودې نه د بد امنۍ پېښې سېوا شوي دي چې د سيمي خلک يې اندېښمن کړي دي. نوموړي زياته کړه د دغو سيمو خلکو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډېر مالي او ځاني زيانونه ليدلي دي:

"مونږ بې کوره شوي یو، کورونه مو وران شوي، مشران او خلک مو وژل شوي او يو ځل بيا داسې د بدامنۍ حالاتو جوړيدو فکر منده کړي یو".

په پاکستان کې غیر دولتي ادارې سنټر فار ريسرچ اینډ سيکورټي سټډيز څو ورځې وړاندې په یو خپور کړي رپورټ کې ويلي د سږني کال په وروستیو درو میاشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې په پاکستان کې 237 کسان وژل شوي دي چې دا شمېره د تېرکال هم په دې موده کې 203 وه.

رپورټ وایي په ملک کې یو ځل بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کې د تشدد له امله تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپورټ له مخې دتشدد په دغو پېښو کې اغېزمن شوي زیاتره کسان د پخوانیو قبایلي سیمو دي او وایي‌ دا په ظاهره په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو اثر کېدای شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG