واشنګټن ـــ د ژمي په را رسېدو سره د امریکې د پخوانیو پوځیانو تنظیمونه او نورې شخصي ډلې د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت باندې زور راوړي چې له افغانستانه دې د هغو زرګونو افغانانو د را ایستلو لپاره پیسې بېلې کړي چې له زیان سره مخ دي او په دې نه دي توانېدلي چې په اګست میاشت کې له ګڼو نورو خلکو سره په امریکایي الوتکو کې را ووځي.
د اګست له پینځلسمې را وروسته امریکې تر یو لک شل زره زیات کسان له افغانستانه را و ایستل چې په هغوی کې زیات یې افغانان وو، خو لا هم ډېر افغانان له خپلو کورنیو سره له هېواده د وتلو په تمه دي.
د امریکې د مخکینیو پوځیانو تنظیمونو او نورو شخصي ډلو په وروستیو کې د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې له هغوی غوښتي چې د دغو خلکو را ایستلو ته دې بودیجه وټاکي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت- چې له هېواده د افغانانو د را ایستلو چارې یې پر غاړه اخیستې وې- تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی به د دغو شخصي ډلو له خوا کرایه شویو چارټر الوتکو ته پیسې ورکړي که نه، خو د دغو ډلو منتظمین وایي که په دې برخه کې حکومت مرسته وکړي د خلکو د را ایستلو کار به ګړندی شي چې وایي تر اوسه ډېر ورو روان دی.
د ټرانزیټ اینیشېټیو [د لېږد پیل] په نوم له هېواده وتونکو افغانانو سره د مرسته کوونکي یوه رضاکار تنظیم مرستیاله مشره سارا ییم وایي:
"د حکومت له خوا هم د خلکو په را ایستلو کې ډېرې هڅې روانې دي چې هڅه کوي مخکښ رول ولري او دا ښه خبره ده".
مېرمن سارا وي او اې ته په مرکه کې وویل "که د امریکې حکومت [له افغانستانه] د خلکو د را ایستلو کار پخپله نه شي تېزولای، دا حقیقت چې دوی غواړي له شخصي تنظیمونو سره په دې کار کې ملګرتیا وکړي، زما په نظر، بیا هم کامیابي ده، ځکه چې یواځې همدا شخصي تنظیمونه دي چې له دغو افغانانو سره په اړیکه کې دي او د هغوی د ژوند په ژغورلو مصروف دي".
له هغه را وروسته چې په اګست میاشت کې طالبان پر کابل واکمن شوي د ولسمشر بایډن حکومت تقریباً 124,000 عام کسان له افغانستانه را ایستلي، خو بیا هم له دې کبله زیاتې نیوکې ورباندې کېږي چې وایي زرګونه افغانان او تر یو زر 1,000 امریکایان یې تر شا پرېیښي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس تېره اوونۍ په خبري غونډه کې دې پوښتنې ته مخامخ جواب ونه وایه، چې آیا امریکا به د را وتونکو خلکو لپاره له چارټر الوتکو سره مالي مرسته کوي که نه، خو پر ځای یې د "چارټر عملیاتو" یادونه وکړه چې وایي امریکې په دې برخه کې له قطر او پاکستان سره ورباندې کار کړی دی.
په تېره ستمبر میاشت کې امریکې د هغو سلګونو امریکایي وګړو، د ګرین کارډ لرونکو او نورو کسانو د ټکټونو پیسې ورکړې، چې په قطر اېروېز او پي ای اې الوتکو کې امریکې ته د راتګ لپاره لومړی قطر او اسلام اباد ته و رسول شول.
په داسې حال کې چې امریکې ته د کورونا وایرس له کبله تجارتي پروازونه لا نه دي پیل شوي، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د پاته خلکو د را ایستلو لپاره د دې متبادل شخصي کرایه شوې یا چارټر الوتکې هم ارزښتناکې ګڼي.
د وزارت ویاند نیډ پرایس وایي هدف یې دا دی چې [چارټر پروازونه] نور معمول ته راولي، چې د خلکو د را ایستلو کار تر څه حده بې ځنډه پر مخ لاړ شي.
خو کرایه کړې الوتکې ډېرې ګرانې هم پرېوځي، د امریکې دغه شخصي تنظیمونه وایي د افغانستان له مزار شریف ښاره په منځني ختیځ کې د امریکې تر یوه پوځي مرکز پورې د یوې چارټر الوتکې کرایه تر اووه نیم لکه 750,000 ډالرو پورې وي.