لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف اې ټي ایف افغانستان کې د ترهګرو د مالي ملاتړ پر ممکنه چاپېریال اندېښمن


واشنګټن ـــ د غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف اندېښنه څرګنده کړې چې وایي کېدای شي په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې اوسني خراب اقتصادي حالات د غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ د مالي مرستو چاپېریال ته لاره هواره کړي.

ایف اې ټي ایف پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې د افغانستان د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وروستی قرارداد تایید کړی، چې په تېره اګست میاشت کې یې منظور کړی وو:

"په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا 2593م قرارداد (2021) غواړي چې افغان خاوره پر هیڅ‌ هېواد د برید یا ګواښ لپاره ونه کارول شي، ترهګرو ته پکې پناه یا روزنه ور نه کړل شي او د ترهګرو د مالي مرستې کار یا پلان پکې جوړ نه شي".

طالبانو تر اوسه د دې ادارې اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.

ایف اې ټي ایف پخپل بیان کې د افغانستان خراب اقتصادي حالت په اشارې سره ویلي چې غیرسرکاري تنظیمونه او نورې ادارې چې په دې هېواد کې کار کوي باید بې له ځنډه خلکو ته مرستې ورسوي.

د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي ادارې د واک اختیار له ټولو قانوني ادارو غوښتي چې رضاکارې خیراتي ادارې د ترهګرو د مالي سرچینو لپاره له کارولو کېدو و ژغوري.

ایف اې ټي ایف وایي له ګلوبل نیټورک او نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه به د افغانستان حالات له نيژدې څاري او دا به ګوري چې په دې هېواد کې د غیرقانوني پیسو او د ترهګرو د مالي مرستې د خطر په چاپېریال کې څه بدلون راځي.

د غیرقانوني پیسو او ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي ادارې په داسې وخت کې د افغانستان په اړه دا اندېښنه څرګنده کړې چې امریکې د افغانستان بېنک شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړې دي او د طالبانو حکومت ته یې نه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې اېف اې ټي اېف پرون پخپله غونډه کې پاکستان په خړ نوملړ کې په ځای ساتلی او ويلي يې دي پاکستان د ادارې په شرطونو پوره کولو کې پرمختګ کړی خو پوره کړي يې نه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG