لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان د ځوانانو تنظیم: زموږ د وژل شوي‌ مشر په مقدمه کې پرمختګ نه دی شوی


ډېره اسماعیل خان ـــ د وزیرستان د ځوانانو تنظیم «یوت آف وزیرستان» د خپل وژل شوي مشر نور اسلام داوړ په څلوېښتمه د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې احتجاجي غونډه کوي، وايي د هغه د وژنې په مقدمه کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او اندېښمن دي وایي ښکاري دا مقدمه د پامه غورځول شوې خو پوليس وايي دا مقدمه یې ځانګړې کړې او انجام ته د رسېدو هڅه يې کوي.

د یوت آف وزیرستان ویاند مصور داوړ وایي د وژل شوي مشر نور اسلام داوړ څلوېښتمه راغله خو په دې مقدمه کې هيڅ پرمختګ ونه شو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دې مقدمه کې په پرمختګ نه کېدو دوی اندېښمن دي او اوس ګڼي چې دا مقدمه د پامه غورځول شوې او په دې پېښه کې د ککړو خلکو په ضد خاموشي اختیارول کيږي.

هغه وویل سبا سهار د وژل شوي مشر په څلوېښتمه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې د نا امنۍ پرضد یوت اف وزیرستان احتجاجي ولسي غونډه کوي .

غونډې ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د سیاسي ګوندونو او ځايي مشران وینا ګانې کوي چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړ کسانو مالومولو او هغوی د ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنه کیږي.

نور اسلام داوړ د شمالی وزیرستان د ځوانانو تحریک "یوت اف وزیرستان" مشر وه او د اګست په 27 م نېټه د میر علي په اینځر سیمه کې نامالومه کسانو په ډزو وژلی وو.

د هغه د وژنې مقدمه د پولیسو سره د نامالومو کسانو پرضد د ترهګرۍ د مادو لاندې درج کړی شوې ده.

وي او اې ډیوه په دې اړه د علاقې له پولیسو سره رابطه کړې خو د نوم نه اخیستو په شرط یوه پولیس وویل مقدمه يې د ځانګړي کېس په حېث اخيستې، پلټنې یې روانې دي او هيله لري چې زر به په دغه پېښه کې ککړو لاسونو ته ورسېږي.

دغه پولیس چارواکي‌ وويل دوی دغه مقدمه د پامه نه ده غورځولې او هڅه کوي چې د نور اسلام داوړ وژونکي زر تر زره د قانون منګولو ته راولي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم د نور اسلام داوړ د څلوېښتمې نمانځلو غږ کړی او ويلي يې دي د نور اسلام داوړ د وژنې په مهال حکومت د سیمې د امنیت له ټینګښت سره د هغه په وژلو کې ککړ کسان معلوم کړي خو بیا هم په سیمه کې هره ورځ د ناامنۍ پیښې کیږي چې پکې مخور مشران او ځوانان وژل کیږي، خو انتظامیې په دې یوه پیښه کې څوک معلوم نه کړل.

په وروستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او وايي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزریر شاه محمود قرېشي د تیر زیارت په ورځ په 21 اکتوبر د کابل نه واپسۍ پرمهال په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي پاکستان محسوس کړې ده چې وسله وال بريدونه سېوا شوي دي، دغه مسله يې د افغانستان طالب مشرانو سره شريکه کړې ده، په دغه خبره طالبانو پاکستان ته باور ورکړی دی چې په دغه اړه به په نزدې راتلونکي کې پرمختګ هم وشي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG