د امریکا په لاس اېنجلس کې د جنوري د اوومې نېټې د اورلګېدنې سمدستي وروستو، د شمالي امریکې د اسلامي حلقې تنظیم (مخفف: اېکنا) د اغېزمنو وګړو سره د مرستې چارې پیل کړې. نوموړي تنظیم د مدد رسولو دې پروګرام دپاره دوه نیم لکه ډالر ځانګړې کړې.
اېکنا د دې اورلګېدنې متاثره کسانو ته د ګرمو جامو، کمپلو، او تازه خوراکونو د رسولو نه علاوه، هغو ته د نفسیاتي ماهرینو خدمات هم مهیا کوي، چې دا ماهرین په دغو المناکو حالاتو کې خلکو ته د تسلۍ او امید پیغام ورکوي.
د اېکنا ریليف د امریکا برخې مشر عبدالرؤف خان د وایس آف امریکه سره خبرو کې وویل چې د هغو اسلامي فلاحي تنظیم تر اوسه درې زره کورنیو ته امداد فراهم کړی دی.
هغه زیاته کړه چې د کېليفورنیا په جنوب کې د اور لګېدنې په دې پېښه کې شل (۲۰) مسلمانې کورنۍ هم بې کوره شوي دي.
د اېکنا تنظیم وینا ده چې د نورو کورنیو په شان، دغه مسلمانې کورنیو ته هم سخت مالي نقصان اوړېدلی او کورونه او ګاډي هم په اور کې تباه شوي او ایرې شوي دي.
د اېکنا مشر وایي، دغو کورنیو ته سرپناه ګانې، خوراک او د ګرمو جامو په شان ضروري مرستې برابروي.
خو عبدالرؤف دا هم وویل چې د اېکنا تنظیم خدمات صرف د مسلمانانو پورې محدوده ندي. هغه وایي، "مونږ دا کار د انساني خدمت په توګه، د هېڅ قسمه امتیاز نه بغیر، ترسره کوو."
د هغه د وینا ترمخه، اېکنا تنظیم د نیمې پېړۍ راهېسي په آفت وهلو سیمو یا حالاتو کې د امداد رسولو تجربه لري او ورسره د هرې شعبې د ماهرینو خدمات شته دي.
په اېکنا کې د آفتي حالاتو د مرستو یوه شعبه ده چې په کې د امریکا د قدرتي آفاتو د مقابلې ادارې (فیما) تربیت یافته مېنېجر کار کوي.
د اېکنا یو اېس اې، سل تنه رضاکاران هره ورځ په اغېزمنو وګړو اړین شیان ویشي.
عبدالرؤف وایي چې دغې اورلګېدنې ټول خلک یو شان متاثره کړي او هغه د یو امریکایي شهري په حیث او په دې نیت چې د اسلام د انساني خدماتو پیغام ورسوي، کوشش کوي هر چا سره د امکان تر حده مرسته وکړي.
هغه زیاتوي چې د لاس اېنجلس په مختلفو علاقو کې د اورلګېدنې له کبله، عبادتځایونو ته هم نقصانونه رسېدلي دي، چې په کې د عیسایانو اوه کلیساوې یا ګرجې، درې یهودي عبادتخانې یا سېناګاګونه، او د مسلمانانو دوه مسجدونه هم شامل دي.
د رپوټونو ترمخه، په دغو پراخو اورلګېدنو کې شاوخوا پنځوس زره مکانونه په اور کې لولپه او اېره شوي دي او په زرهاوو خلکو ته د کورونو د انخلا حکم شوی دی. د مالي زیانونو علاوه، په دې لړ کې تر اوسه د څلورویشتو (۲۴) کسانو د مړینې خبر هم ورکړی شوی دی.
عبدالرؤف وایي: "دا ډېره عظیمه اورلګېدنه وه، د دې ځاني نقصان ډېر زیات کېدلی شو، خو د الله (ج) شکر دی چې په وخت باندې د شوو اقداماتو له امله د خلکو ژوند وژغورل شو."
Forum