لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځو د وراثت په هکله راجوړیدونکو جرګو کې ښځې ولې داستازیتوب حق نه لري؟


د سوات د ښځو د جرګې مشر تبسم عدنان وايي دلته ښځو ته په جرګو کې د ناستې اجازت نه ورکړل کيږي۔ د هغې خاوند،ورو،پلار يا بل کوم تن په جرګه کې د ښځې استازیتوب کوي او اکثر هغوئ د ځايې رواجونو له وجې د ښځو قانوني حق نه د جرګې دلارې د رواج په نوم لاس پسر شي

اسلام اباد هايکورټ ويلي جرګې په خپلو پريکړو کې اسلامي فقه له نظره نه شي غورځولی.

پاکستاني مطبوعاتو کې دخپرو شوؤ خبرونو ترمخه د سپريم کورټ جج ويلي نه جرګه او نه عدالت کولی شي چې د وراثت په اړه د اسلامي قوانينو په ضد فېصلې وکړي۔

قانون پوهان وایي ښځو ته جرګه کې برخه نه ورکړل کيږي او اکثره فېصلې د دوئ له خوښې پرته او دپاکستان داساسي قانون او اسلامي قانون سره په ټکر کې وي۔

د اسلام اباد هايکورټ دا فیصله په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د خېبر پښتونخوا د دير ضلعې د يوې کورنۍ د وراثت فیصله شل کسزه جرګې کړې وه۔

د پېښور هايکورټ وکيل طارق افغان وايي دپاکستان اساسي قانون او اسلامي قانون کې د وراثت د ويش قوانين واضحه دي، چې لور، زوئ، ښځې او يا وراثت کې نورو تنانو ته څومره څومره برخه ورکړل کيږي۔

د سوات د ښځو د جرګې مشر تبسم عدنان وايي دلته ښځو ته په جرګو کې د ناستې اجازت نه ورکړل کيږي۔ د هغې خاوند،ورو،پلار يا بل کوم تن په جرګه کې د ښځې استازیتوب کوي او اکثر هغوئ د ځايې رواجونو له وجې د ښځو قانوني حق نه د جرګې دلارې د رواج په نوم لاس پسر شي او ښځې د خپل حق نه محرومه پاتې شي۔

تبسم عدنان وايي ښځې اکثره دلته د وراثت د حق نه محرومه ساتل کيږي، عدالت ته نه شي تللی او جرګه کې داستازیتوب د خپل حق نه محرومه پاتې شي۔

دپاکستان سپريم کورټ د ستمبر په مياشت کې په يوه فیصله کې ويلي وؤ ښځې دې په ژوند پخپل کورني میراث کې خپله برخه واخلي، وایي‌ د دوی د مرګ نه وروسته بیا د دوی اولاد دا حق نه لري چې په وراثت کې د مور په حق دعوه وکړي.

قانوني ماهرینو ډيوه ته ويلي وؤ د ستر عدالت د دغې فیصلې مقصد ښځو ته دا ډاډ ورکول دي چې پخپل ژوند کې دې خپل د وراثت شرعي او قانوني ‌حق تر لاسه کړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG