لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوراک نړیواله اداره: راتلونکې شپږ میاشتې به افغانستان له لوږې مځکنی دوزخ شي


واشنګټن ـــ د خوراک نړیواله اداره وایي په افغانستان کې شاوخوا درې میلینه کسان له کاختۍ سره مخ دي او وایي‌ په دې هېواد کې بشري بحران تر ایتوپیا، جنوبي سوډان، شام او یمن هم په زیاتېدو دی.

د خوراک د ادارې مشر وایي‌ په اوس وخت کې شااوخوا 95 فیصده افغانان مناسب خوړو ته رسایي نه لري او په څو میاشتو کې به له لوږې دا هېواد د مځکې په دوزخ بدل شي.

د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې پخپل تازه رپوټ کې ویلي د نړۍ په 43 هېوادونو کې شااوخوا 45 میلینه کسان له کاختۍ سره مخ دي چې وایي په دوی کې یواځې درې میلینه یې په افغانستان کې دي.

د خوراک د نړیوالې ادارې مشر ډیویډ بیزلي تازه افغانستان ته په سفر تللی او وایي په دې هیواد کې شاوخوا 23 میلین کسانو ته مرستې برابروي. ښاغلی بیزلي وایي د ژمي له را رسېدو سره به افغانستان په راتلونکو څو میاشتو کې له ناورین سره مخ شي. نوموړي بي بي سي ته په مرکه کې ویلي:

"حالت دومره خراب دی چې څومره یې سړی تصور کولای شي، په حقیقت موږ اوس دلته د مځکې پر مخ تر ټولو ستر بشري بحران وینو، 95 فیصده افغانان پوره او مناسب خواړه نه لري او 23 میلینه کسان د لوږې خواته روان دي، راتلونکې شپږ میاشتې به ناورین وي او دا به د مځکې پر مخ دوزخ وي".

ملګرو ملتونو جګړه، د چاپېریال بدلون او د کورونا وایرس وبا په نړۍ کې د کاختۍ د ډېریدو مهم سببونه بللي دي.

د خوراک نړیوالې ادارې ویلي چې په یو شمېر هیوادونو کې خلک د خوراکي موادو د تر لاسه کولو لپاره ډیرو ناوړو لارو چارو ته لاس اچوي. د کم عمره ماشومانو ودونه، له سکولونو ایستل، ماشومانو ته د خوراکي موادو پر ځای د ملخو، پاڼو او زهرجنو بوټو ورکول یې ځینې مثالونه دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه په افغانستان کې د مطبوعاتو د هغو رپوټونو یادونه کړې چې ځینو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل د کورنۍ غړي پلورلي.

د خوراک نړیوالې ادارې په وروستیو کې له زرګونو افغانو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته هم پیل کړې ده، خو وایي دا هېواد زښته زیاتو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوراک د نړیوالې ادارې مشر ډیویډ بیزلي دوې ورځې وړاندې د طالبانو د وزیراعظم له مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي او هغه ورته ډاډ ورکړی چې حکومت یې د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره د مرستو وېشلو په برخه کې مرستې او همکارۍ ته تیار دی.

په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وړاندې هم د پر له پسې وچکالیو له کبله په ګڼ شمېر سیمو کې خلک د خوراک له کمښت سره مخ وو خو د طالبانو له راتګه وروسته نه یواځې پر افغانستان بهرنۍ مرستې بندې شوي بلکې د افغانستان شاوخوا نهه نیم اربه ډالره بهرنۍ شتمني هم د امریکې په بېنکونو کې کنګل شوې ده.

د خوراک نړیواله اداره وایي په نړۍ کې د خوراک بحران په زیاتېدو دی، دې ادارې د روان کال په پیل کې ویلي وو چې په نړۍ کې د کاختۍ د مخنیوي لپاره 6.6 اربه ډالرو ته اړتیا لري، خو اوس یې پخپل تازه رپوټ کې ویلي چې د دې کار لپاره اووه اربه ډالرو ته اړتیا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG