لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن پوله د اوښتو وخت دوه ساعته نور وغځول شو


دافغانستان اؤ پاکستان چارواکي دچمن په سرحدي لاره دپیاده خلکو اؤ تجارتي ګاډو د تګ راتګ په وخت کې د دوؤ ساعتو په نوره اضافه متفق شوي دي.

دچمن ضلعې مرستیال کمشنر جعمداد خان مندوخیل وي او ای ډیوه ته وایي دپولې دخلاصې ساتلو په وخت کې دا اضافه دواړو لوریو ته دپوله ساتونکو چارواکو ترمنځ یوه فلیګ میټینګ کې شوې ده.

هغه وویل اوس دا پوله دټاکلي وخت نه دوه ساعته نوره هم په پوله د اوښتونکو تجارتي ګاډو اؤ پیاده خلکو دپاره خلاصه وي.

دمرستیال کمشنر په وینا اوس تجارتي ګاډي په چمن پوله د سهار داتوؤ بجو نه نیولې دماسخوتن اتوؤ بجو پورې اؤ پیاده خلک اؤ دسهار اتوؤ نه دماښام شپږو بجو پورې تګ راتګ کولی شي.

مرستیال کمشنر وایي د دواړو هیوادونو دپولې ساتونکو ترمنځ شوې پرېکړه نن(یکشنبې) نه عملي شوې ده .

خو دچمن دسوداګریزې خونې ویاند عبدالغفار اڅکزي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې په پوله داوښتو را اوښتو وخت کې دوه ساعته اضافه ناکافي بللې ده اؤ اسلام اباد کې د طالب اؤ پاکستاني چارواکو د زیات وخت دپاره د پولې په پرانستلو اتفاق کړی ؤ خو ځايي چارواکو په دې کې ډيره کمه اضافه کړې ده.

هغه وایي دپولې دخلاصې ساتلو وخت کې یوازې دوه ساعته اضافه د تجارت په مخ کې پراته خنډان نه شي کمولی.

نوموړي وویل دواړو هیوادونو ته پکار دي چې دا پوله په څلېریشتو ساعتو کې اتلس ساعته دپیاده خلکو اؤ څلېریشت ساعته د تجارتي ګاډو لپاره پرانستې وساتل شي.

دطالبانو دحکومت خارجه وزیر امیر خان متقي تیره اوونۍ دیو شل کسیزي پلاوي‌‌ په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی ؤ اؤ دلته یې پاکستاني چارواکو سره دنورو مهمو چارو ترڅنګ دتجارت په غځولو هم خبرې اترې کړې وې.

په دغو خبرو کې شریک د کوټې دسوداګریزې خونې مرستیال مشر اختر کاکړ تیره ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د دواړو خواؤ مشرانو پرېکړه کړې وه چې دچمن اؤ تورخم لاره به دپیاده خلکو دپاره اتلس ساعته اؤ دسوداګریزو توکو لپاره شپه او ورځ پرانستې وي.

خو دچمن دتجارانو د سازمان مشر عبدالصادق اڅکزی وایي د ال پارټيز اؤ تاجر اتحاد لخوا د احتجاجونو نه وروسته پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه چې دپولې د خلاصیدو وخت به ډیر زیاتوي خو اوس یې یوازې دوه ساعته زیات کړو اؤ دا کفایت نه کوي.

پر ۱۵م اګست پر کابل دافغان طالبانو دقبضې وﺭوسته په ﺯيات شمير افغانانو دچمن پولې له لاﺭې پاکستان ته دننوتلو هڅې پیل کړې وې چې دپاکستان لخوا ددغه افغانانو مخنيوي کولو دپاﺭه پر چمن پوله سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي وؤ خو په دغه مهال افغان طالبانو پر پاکستاني چاﺭواکو دافغانانو سره دبدسلوکۍ تورونه لګولي وؤ اؤ په پینځم اکتوبر یې ددې پولې دتړلو امر کړی ؤ.

وروسته بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ غونډو کې پاکستان ژمنه کړې وه چې په پوله تیریدونکو ته به اسانۍ برابروي اؤ د نومبر په دویمه نیټه دا پوله یو ځل بیا پرانستل شوې وه.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG