څېړونکي وايي کال 2021 په افغانستان کې د سياسي بدلون دپاره ځانګړی حيثيت لري، په افغانستان کې د امن لپاره په دوحه کې تير په کال 2020 کې د امريکا او طالبانو ترمنځه توافقنامه شوې او بيا د روان کال د اګست د اخرې پورې د افغانستان څخه امریکايي او بهرني ځواکونه وتلي وو. په داسې حال کې چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی وو.
د طالبانو کابل ته ننوتو په ورځ د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني سره د نورو سياسي مشرانو د هېواد څخه وتلی او بيا طالبانو واک په لاس کې اخستی وو.
په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوه ډاکټر معين ستانکزي وي او اې ډيوه ته وويل که چري اشرف غنې د ملک نه د وتلو په ځای طالبانو ته مرحله وار په خپله واک سپارلی وی نو افغان ولس به دا څلور مياشتې د ستونزو سره نه وو مخامخ شوی.
"هغه قدرونه چې په هره اداره کې روزل شوي وو نو د هغې قدرونو فرار رامنځته شو، اقتصادي بنسټونه او بانکي نظام له منځه ولاړو او دا يواځې د اشرف غني او د هغه د حاکمې ډلې د واک د لوږې، چې وروسته بيا د دوحې په تړون کې د متحده ايالتونو د امارت اسلامي ترمنځه شوې وو هغه پروسه غني او ډلې يې سبوتاژ کړه چې په سوليزه توګه د واک لېږد ترسره کړي".
خو په جرمنې کې مېشت د افغانستان د سياسي چارو کارپوه فهيم سادات په دې نظر دی چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د وتلو لاملونه به دوه وي وړومبی دا چې ده ته خپل برخه ليک په دغه ورځ مالوم نه وو چې د طالبانو او نورو ډلو عکس العمل دغه شان وضعيت کې به د نوموړي په اړه څه وي؟.
"او دوېم د ولسمشر د وتلو مهم اړخ به دا وي چې ده (غني) فکر کوو چې دا يو منتخب رييس جمهور دی او د يو منتخب رييس جمهور ګډون د واک په سپارلو کې د مقابل لوري ته تر ډېره حده پورې مشروعيت وربخښي، که چېرته رييس جمهور غني په دغه ورځ يا د دغې ورځې وروسته د قدرت په سپارلو کې برخه اخېستې وی نو ده به د طالبانو ځواکمنۍ ته تر ډيره حده پورې مشروعيت وربخښلی وو".
د طالبانو واکمن کېدو وروسته په سمدستي توګه امريکې د افغانستان د 9 اربه ډالرو نه سېوا شتمنۍ تړلې وې، چې خراب اثر يې د بېنکونو په نظام او د خلکو په معاش شوی دی.
د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وايي چې د افغانستان مالي سرچينو وچېدو او بهرني امداد بندېدو سره ګڼ شمېر خلک بېروزګاره شول او ملک د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.
" دا خبرونه راځي چي په افغانستان کې نقدې پېسې نيشته، د خلکو روزګارونه ناست دي، کوم د بشري مرستو ادارې چې دي هغه وتړل شوې او خلک بېروزګاره شول او په هسپتالونو او تعليمي ادارو کې چې کوم ملازمين دي هغوی ته هم تنخاګانې نه ورکړل کېږي".
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو ترمخه د افغانستان 24 میلیونه ابادي دا وخت بشري مرستو ته اړتیا لري په دغو خلکو کې 9 ميلينه خلک د قحط سره مخ دي.
په افغانستان کي د طالبانو واکمن کېدو وروسته د ا قتصادي بحران ترڅنګ نيوکې کيږي چې د بشري حقونو په سرغړونو کې زياتوالی راغلی دی، چې پکې د جنيکو په تعليم او د ښځو په روزګار بنديزونه هم شامل دي.
په دې حقله وي او اې ډيوه سره خبرو په مهال د پېښور پوهنتون د صنفي زده کړو د څانګې استاد ډاکټر دروېش اپريدي وايي،
" په جهموري چوکاټ کې چې کوم بشري حقونه دي په هغې کې د بيان ازادي، د فکر ازادي، په هغې کې د راجمع کېدو او د حرکت کولو ازادي او د مذهب د ازادۍ حق او د کلتور د ازادۍ حق، دا ټول حقونه زما په فکر په افغانستان کې اوس معطل دي".
د طالبانو حکومت د 18 ستمبر نه د منځنۍ درجې هلکانو ته سکولونو ته د ورتګ اجازه ورکړې خو د يادي درجې جينکۍ يې سکولونو ته د ورتلو څخه منع کړي دي.
د ځايي خبريالانو د وېنا ترمخه د طالبانو واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې مالوماتو ته لاس رسی هم ډېر متاثره شوی دی او دې دوران د هېواد 80 فيصده نه سېوا ښځينه خبريالانو دندې د لاسه ورکړي دي.
د افغانستان د ستونځو په اړه په اسلام اباد کې رابللې شوې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) د دسمبر په 19 مه وعده کړې چې د افغانستان دپاره به د بشري امداد یو فنډ جوړوي. د اسلامي همکاريو تنظيم په داسې حال کې دا وعده کړې چې افغانستان کې میلینونه تنان په دې یخ ژمي کې د سختې لوږې د خطرې سره مخ دي.