لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ په چمن پوله داسنادو دکتنې چارې ایف ایي ای ته وسپارلې


دپاکستان دپلټنو دمرکزي ادارې ایف ایي ای چاﺭواکي پخلي کوي چي پر چمن پوله داميګريشن. شناختي کارډ او افغان تذکرې کتلو چارې دپاکستان پوځ ایف ایي ای ته سپارلي دي.

دخالي د ورځې په سهار دپولې پرانستلو سره سم ددغوچاﺭو په لاس کې دنیولو لپاره په چمن پوله دایف ایي ای مامورین ځائ پځائ کړل شوي دي.

احمد خان دچمن وسيدونکي دی ،پر پوله له اوښتو وروسته یې ډیوه ته دخپلو سترګو دلیدلي حال بیانولو په ترڅ کې وویل مخکې به پاکستاني پوځي چارواکي په پوله ولاړ وؤ اؤ خلک به دشناختي کارډ چیک کولو دیو سخت عمل نه تیریدل .

خو هغه وایي " نن دايف ایي ای چارواکي ولاړ وؤ، دخلقو قطاﺭونه ولاړ وؤ او کاﺭ ډير په سست ﺭوۍ سره روان ؤ خو بيا دا چې د مسلو له وجي یې خلک واپس کول "

اغاجان بيا پر افغان تذکره چمن ته ﺭا اوښتی دی هغه ډیوه ته وایي، پر افغان تذکزه لرونکي خلکو باندي اوس سختي وي اکثره افغانان دپخوا په شان دپاکستان لخوا بېرته ستنولی شول.

دچمن پر ګډه پوله مخکې دپېژندګلۍ دپاڼې یا تزکزې دکتلو چاﺭې دپاکستان دپوځ لخوا اداره کیدلی چي پاسپوﺭټ لرونکي خلک به دایف ایي ای مرکز ته ليږلی کيدل اؤ ځائ تاجرانو او دسيمې قبایلو دپاکستان له لوﺭي دکېدونکې زیاتې سختۍ څخه سرټکولو.

دال پاﺭټيز اتحادیې او لغړي اتحاد ساﺯمان وياند عبدالصادق اچکزئ وایي چي پر پوله ددوئ له لوﺭي دسختو احتجاجونو په مهال چې کله ددوئ خبري دپاکستاني چاﺭواکو سره کيدې نو وړومبۍ غوښتنه یې دا وه چې باید دغه چاﺭې ايف ایې ای ته وسپارل شي او ايف ایي ای دې با اختياره اداﺭه وګرځول شي.

هغه وایي اوس چې پداکستان له لوﺭي دغه ګام اخستل شوی، دوئ یې ستاینه کوي اؤ باید د پاکستان امنیتي چارواکي پر پوله ددهشت ګردو اؤ دمخدﺭه موادو دقاچاق مخنيوی وکړي .

نوموړي زیاته کړه چې دوئ اوس هم تاجرانو او قبايلو دپاﺭه پر چمن پوله نوﺭي اسانتیاوې غواړي.

پر چمن پوله مخکې دتزکرې کتلو دا چارې دپاکستاني سرحدي مليشا ځواکونو سره وې خو تیرکال چې داګست میاشت کې افغان طالبانو په کابل خپل واک ټینګ کړو نو دهغې نه یوه میاشت وروسته په جولایي کې دافغانستان سره مرکزي داخلي او خارجي دروازه باب دوستي باندې دپاکستان لخوا فوج وګمارل شو چي په دغه مهال دپاکستان له لوري ډير ﺯيات بدلولونه پر چمن پوله رامنځته کړی شول.

دپاکستان دپوڅ دعامه اړېکو څانګې ایي ایس پي ار تر اوسه په ﺭسمي ډول پر چمن پوله ددغه نوي بدلون ﺭاوستو په هکله څه نه دي ويلي خو دایف ایي ای چاﺭواکي وایي چي اوس هم دپخوا په شان دچمن په پاکستاني شناخت کاﺭډ او دسپين بولدک او کندهاﺭ په افغان تذکره اوپاسپوﺭټ باندي ويزه لرونکي عادي خلکو ته پر چمن پوله د تګ او ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکول کيږي

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG