لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور27 کسان مړه شوي،د1375 کسانو حالت سخت دی


Pakistan Covid 19 Coronavirus
Pakistan Covid 19 Coronavirus

سرکاری شمیرې ښایي چې د تیر یو شواروز په مهال پاکستان کې په کرونا وایرس نور 27 کسان مړه شوي اؤ 7963 تنانو ته دغه وایرس ورپورې شوی دی.

دخالي په ورځ پاکستان کې په کرونا دڅار دولتي ادارې این سي او سي ویلي چې دا مهال په هیواد کې په کرونا وایرس داخته 1375 کسانو روغتیایي حالت داندېښنې وړ دی.

دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال پاکستان کې د کرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه 11.31 فیصدي پاتې شوې ده خو دسرکاري شمیرو په پرتله بیا ډاکټران وایي په دې هیواد کې د کرونا دمثبتو پېښو شرحه زیاته لوړه ده خو زیاتره خلک دکرونا دټيسټونو یا معاینې کولو څخه ډډه کوي .

په په تیرو څو میاشتو کې دپاکستان دننه د کرونا دمثبتو پېښو کچه له یو فیصدي هم په ښکته تللې وه خو دتیرې څه دپاسه یوې میاشتې راهسې اوس بیا د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ چټک شوې ده اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي د کرونا په تیزۍ سره دخوریدو تر ټولو ستر علت دادی چې خلکو احتیاط اؤ په روغتیایي سپارښتنو عمل پرېښودی دی.

شمیرې ښایي چې د کرونا وبا دپیل څخه تر اوسه پاکستان کې ټول 14 لکه 10 زره اؤ 33 کسان په دې رنځ اخته شوي اؤ 29219 تنان پرې مړه شوي هم دي.

دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف تیره ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په یو شواروز کې په پېښور اؤ کوهاټ کې د کرونا وایرس کچه 30 فیصدي ته رسیدلې ده اؤ په مردان کې به دا کچه 23 اؤ نوښار کې 17 فیصدي ده.

هغه ویلي وؤ دګرد هیواد په څېر خیبر پښتونخوا کې هم دکرونا اومي کرون ډول په چټکتیا سره خوریږي چې له دې امله دضلعو ډپټي کمشنرانو چې هغو سیمو کې د لاک ډاؤن پځائ کولو وینا شوې ده چرته چې د کرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه تر لسو فیصدو لوړه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG