لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د 18 ترهګرو په سر د 20، 20 لکه روپو انعام اعلان شوی


د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې باجوړ امنيتي چارواکو ډيوه ته تاييد کړې چې د 18 مطلوبو ترهګرو په سر يې د 20، 20 لکو روپو انعام اعلان کړی دی.

څيړونکي وايي امنيتي ادارو ته دا کار ډېره ګټه رسوي او عام ولس ته هم مالومه شي چې د دغو خلکو نه ځان لرې وساتي او د ليدو په صورت يې امنيتي ادارو ته اطلاع ورکړي.

له دې نه وړاندې په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې هم د نهه مطلوبه ترهګرو په سر د انعامونو اعلان شوی وو.

د وي او اې ډيوه سره شريک کړی شوو کاغذي پاڼو/ پملېټونو کې ليکل شوي چې دغه کسان حکومت وخت ته انتهايي مطلوب ترهګر دي، په باجوړ کې د ترهګرۍ او بد امنۍ لوي علت دا څو ترهګر او د دوي ملګري دي، د ترهګرو د بد امنۍ خورولو د ودرلو د پاره بيا امنيتي ادارو ته د دوي ضد عمليات کول وي چې نه ورسره يواځې ځايې خلک په تکليف کې کيږي بلکې د هغوي د څادر او چارديوارۍ تحفظ د پامال کېدو انديښنه هم موجود وي پکې، د دې تکليفونو نه بچ کېدو د پاره عام اولس ته پکار دي چې ترهګرو ته پناه ورکول يا د هغوي د مرسته کولو نه ډډه وکړي.

په پمفلټ کې ليکل شوي د مطلوبه ترهګرو مالومات ورکوونکي تن نوم به پټ ساتل کيږي او د دوی په ليدو دې نزدې د اېف سي، پوليس يا پوځ نزدې چېک پوستې ته اطلاع ورکړي.

ځايي خلکو ډيوه ته ويلي دوی ځای په ځای دغه پمفلټې ليدلي دي چې موباييل وټس اېپ او ټيلفون نمبري او د مطلوبه تن تصوير او انعام پېسي پرې ليکل شوي دي.

د پاکستان د پوځ پخواني بريګډير سيد نذير ډيوه ته وويل په نړيوال کچ هم د ترهګرو مالوماتو ترلاسه کولو د پاره دغسې د انعامي روپو اعلان کيږي او د عام ولس د انعام په بدل کې د مالوماتو شريکولو غږ کيږي.

"دا طريقه سل په سله نه وي کاميابه، خو په وسله والو دباو زيات شي، هغوی که کومې کاروايانې کول غواړي نو دا ويره ورسره ملګرې شي چې د عام ولس په نظر کې هم رانشي ځکه چې کيدی شي د پېسو د پاره يا پخوانۍ دشمنۍ په سر د دوی معلومات امنيتي ادارو ته ورکړل شي".

د روانې مياشتې په شروع کې په شمالي وزيرستان کې هم د نهه مطلوبه ترهګرو په سرونو دغه ډول انعام اعلان شوی وو او په علاقه کې پمفلټې لګول شوې وې.

په هغې کې د ځينو په سر 50 لکه، او د څه په سر 30 لکه روپو انعام ورکولو اعلان شوی وو.

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وايي چي د کومو تنانو په سر دا انعام اعلان شوی دا د تحريک طالبان پاکستان غړي دي، نوموړي ويل دې سره په دغو وسله والو دباو زياتيږي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دغه وسله اکثره پټ ګرځي، پټ بريدونه کوي، ځکه د دوی د مالومولو دپاره دغه ډول اعلانونه وشي که څوک يې وويني چې ادارې پرې خبر کړي.

په باجوړ اوشمالي وزيرستان کې د ترهګرو په سر انعامونه په داسې حال کې اعلان شوي چې د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه، قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د بدامنۍ پېښوا شوي دي.

په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د بريدونو زياتره زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

د تېرکال د نومبر په مياشت کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان د يوې مياشتې ډز بندي کړې وه او د مذاکراتو ويل شوي وو خو بيا دواړو خواو ويلي وو چې ډز بندي ختمه شوې او د پاکستان پوځ او حکومتي وزیرانو يي ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد جګړه روانه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG