لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک کې په یوکرین د روسیې دبرید په ضد احتجاجي مظاهره شوې


د روس له خوا په يوکرین د حملې په ضد د نيويارک په ټايم سکوېر کې لويه احتجاجي مظاهره شوې چې پکې په امريکا کې مېشت يوکریني وګړو او نورو ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی دی.

مظاهره چیانو په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې چې دجګړې پرضد پرې شعارونه کښل شوي وؤ.

مظاهره کوونکو د روس له خوا په یوکرین شوی یرغل وغندلو او غوښتنه يې وکړه چې د يوکریني ولس له وژنې دې لاس واخستل شي.

په دې مظاهره کې موجود يو يوکریني وګړي وکالي شيلواکر وي او ای ډیوه سره خبرو کې وويل هغه له ۲۲ کلونو راهسې په امريکا کې ژوند کوي خو اوس د دوئ قام ته خطر پېښ دی، په هېواد يې بريد شوی دی او قام يې په مشکل کې دی۔ دوئ به هر ممکن کوشش کوي چې د قام غږ جوړ شي۔

دمظاهرې یوې بلې ګډون والې مېرمنې جوليا شزاسکر وويل چې دوئ يواېې د يوکرین نه بلکې ټول مشرقي يورپ سره ولاړ دي ځکه چې دغه ټوله منطقه د روس د حملې له وجې د خطر سره مخ ده۔

امريکا کې مېشت يو بل يوکریني پاوچومان وويل دوئ د روس د زورورتيا په ضد راوتلي دي ځکه چې هلته د دوي ولس بېګناه وژل کېږي۔

روس د فبرورۍ په ۲۴مه په يوکرېن د حملې اعلان کړی ؤ او د دواړو هېوادونو له خوا يو بل ته د لویې زيان رسولو ادعاوې کېږي۔

د يوکرین د صحت وزير وکټرلياشکو په خپل فېس بک پاڼه ليکلي چې د روس په حملو کې تر دې دمه د درېوؤ ماشومانو په شمول ۱۹۸ کسان مړه او د ۱۰۰۰ نه زيات ژوبل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتونخوا په تعليمي ادارو کې د نشه يي توکيو ضد کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG