پېښور کې پرون د جمعې په ورځ په امام بارګاه د شوي بريد په اړه د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، "ترهګر د کوم ځای نه راغلي وو، په دغه اړه ټول مالومات مو ترلاسه کړي دي، او په پوره قوت سره به په دوی پسې ځو".
او د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزیرانو ويلي، دغه بريد غټ سازش دی.
د شيعه مسلمانانو په امام بارګاه دغه ځانمرګی بريد د جمعې د نمانځه په مهال شوی چې پکې 57 کسان وژل شوي او د 200 پورې نزدې ژوبل شوي وو.
داعش د دغه بريد زمه واري منلې ده.
عمران خان ويلي، "په پېښور کې په امام بارګاه د ناوړه ترهګر بريد په تناظر کې د سي ټي ډي او ايجنسيانو سره په رابطه کې يم او په دغه لړ کې د روانو عملياتو نګراني په خپله کوم. دا ترهګر د کوم ځای نه راغلي وو، په دغه ټول مالومات اوس زمونږ سره دي، ځکه په پوره قوت سره په دوی پسې يو".
جرنلسټ سلیم ساپي د عمران خان د ټویټ په ځواب کې ويلي،
"دوی به څوک پوهه کوي چې کله د دښمن ځای درته مالوم دی، او پسې د تلو اراده يې لرې، نو د وړاندې نه د هغې اعلان نه کيږي".
د پېښور د بريد په اړه د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي،
بل لور ته د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم ویلي،
"د پېښور چاودنه د يو غټ سازش کړۍ ده، مونږ په تېر وخت کې هم د داسې سازشونو مقابله کړې او اوس به هم د پاکستان دښمن ناکامه کيږي".
نوموړي بيا نن ويلي دي،
"د ترهګرۍ په شا غټ علت تندروي (شدت پسندي) ده، دښمن تندروي وسله جوړوي. تندروي د ممبر، سکول او تاڼې د کردار نه ادا کولو نتيجه ده،د ریاست سره د تندروۍ پرضد ګامونو کې په غټو اقداماتو کې د پارلیمان او عدليې مرسته اړينه ده، مونږ له به دا ګام اخستل وي او د دې دپاره اتفاق رایې پکار ده".
د پاکستان پيپلز ګوند شازيه مري ویلي دي،
"د پيپلز ګوند چیرمېن (بلاول بټو زرداري) د پېښور د بريد غندنه کړې او افسوس یې څرګند کړی چې قومي اېکشن پلان نه عملي کيږي".
د مسلم ليګ ن خواجه اصف ويلي،
امن لُوټ شو، ترهګري واپس راغله". نوموړي د تحریک انصاف ګوند د حکومت د نوم نه اخستو پرته ويلي، ګراني جوړه شوې، د خوشالۍ منزل ورک شوی، پاکستان په نړۍ کې يواځې شوی د قرضونو کچکول قوم نړيوال خېراتي جوړ کړی د بدلون قيمت به څوک ورکوي.