لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داپوزیشن دبې باورۍ تحریک،ایا عمران خان به له اقتداره لاس ووینځي ؟


پاکستان کې دعمران خان دحکومت په ضد دبې باورۍ تحریک لپاره داپوزیشن ګوندونو هلې ځلې چټک شوي اؤ دحکومت مخالفو ډلو مشرانو ډاډ ښکاره کړی چې دوئ سره دعمران خان په ضد پارلیمان کې دبې باورۍ دتحریک کامیابولو لپاره دغړو شمیره برابر ده.

خو په عین حال کې بیا وزیراعظم عمران خان داپوزیشن ګوندونو هلې ځلې عبث بللي اؤ دخپل ګوند غړو ته یې تسله ورکړې ده چې داپوزیشن دبې باورۍ دتحریک ناکامولو لپاره دوئ خپلې ټولې تیارۍ سرته رسولي اؤ دوئ نه شي کولی چې خپل دبې باورۍ تحریک کامیاب کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي دمخالفو ګوندونو دایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ ددوؤ سترو حکومت مخالفو ګوندونو دمشرانو میانواز شریف اؤ اصف علي زرداري سره دټيلي فون له لارې تماس نیولی اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې دعمران خان دحکومت پرځولو لپاره ورسره دغړو شمیره پوره ده.

اپوزیشن ګوندونه دعوه لري چې دعمران خان په ضد دبې باورۍدتحریک کامیابولو لپاره ورته د واکمن ګوند تحریک انصاف دغړو ملاتړ هم ترلاسه دی خو حکومت بیا دا دعوه عبث بولي اؤ وایي اپوزیشن توان نه لري چې دبې باورۍ تحریک دپاره اړینې رایې ترلاسه کړي ځکه یې تر اوسه پارلیمان ته دبې باورۍ دتحریک وړاندې کولو نیټه نه ده اعلان کړې.

پاکستاني رسنۍ وایي دپي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان تیره ورځ پخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري سره دټیلي فون دلارې د عمران خان په ضد دباورۍ دتحریک راوړلو په اړه اوږدې خبرې کړي اؤ دغو دواړو مشرانو ته یې تسله ورکړې ده چې دعمران خان دحکومت نسکورولو لپاره ورسره پارلیمان کې دغړو شمیره پوره ده.

د رسینو له مخې په عین حال کې وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند دپارلیماني غړو اؤ مرکزي وزیرانو سره په یوه غونډه کې هغوئ ته ډاډ ورکړی چې اپوزیشن ګوندونه یې هیڅ نه شي کولی اؤ دهغوئ دبې باورۍ دتحریک ناکامولو لپاره یې ټولې تیارۍ کړې دي.

عمران خان ویلي که اپوزیشن دده دلرې کولو لپاره دبې باورۍ تحریک مخې ته راوړل غواړي نو خپل دا شوق دې پوره کړي خو کامیابیدای په یو شان هم نه شي.

دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ دټولو غړو شمیره ٣٤٢ ده اؤ دبې باورۍ دتحریک کامیابولو لپاره به اپوزیشن ګوندونو ته د١٧٢ غړو ملاتړ په لاس کې لرل وي خو داپوزیشن ګوندونو دغړو شمیر پارلیمان کې دا مهال ١٦٢ دی.

پارلیمان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف ګوند دغړو شميره ١٥٥ ده خو ددې ترڅنګ دایتلافي ګوندونو دغړو ملاتړ هم عمران خان ته حاصل دی چې دهغې سره دحکومتي اؤ ایتلافي غړو شمیره ١٧٩ ته رسیږي.

څېړونکي وایي که دعمران خان په ضد د اپوزیشن ګوندونو دبې باورۍ تحریک کامیابیږي نو پکې به ټر ټولو ستر لاس دعمران خان دیو نزدې مرور شتمن ملګري جهانګیر ترین وي.

دمطبوعاتي رپورټونو دعوه ده چې جهانګیر ترین د واکمن ګوند تحریک انصاف څخه له مروریدو وروسته ددغه ګوند ګڼ شمیر غړي ځانته رامات کړي اؤ ددې ترڅنګ هغه کولی شي چې دخپلو پیسو اؤ اثر په زور د واکمن ګوند دنورو غړو رایې هم ځانته راماتې کړي.

وتلى خبريال او څيړونکی اويس توحيد په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي ، داسى ښکاري چې مخالفو ګوندونو ته لا تر دې دمه د تحريک د کاميابۍ لپاره د پکار غړو ملاتړ نه دی ترلاسه ځکه دوئ د بې باوري دتحريک وړاندې کولو ورځ نه اعلانوي.

خو قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف بیا وایي چې دوئ دتحریک کامیابولو لپاره د پکار رائیو ترلاسه کولو عمل بشپړ کړی اؤ اوس چې څه وخت هم خپل تحریک مخې ته راوړي نو عمران خان به داقتدار څخه لاس ووینځي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG