لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې د جنګ بندۍ د دعوې باوجود بیا هم نښتې شوي دي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د بيګا راهسې بيا هم نښتې روانې دي، د 19م نومبر راهسې په کورمه کې خواوشا د 80 څخه زیاتو کسانو د وژل کېدو وروسته تېره شپه د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند دعوه کړې وه چې پرون د حکومت او ځايي خلکو سنيانو او شيعه و سره بيلې بيلې جرګې شوې، او په جرګو کې د اووه ورځو جنګ بندۍ ويل شوي وو.

دغه خبره تېره شپه د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بېرسټر سېف کړې وه.

په کوزه کورمه کې د سنيانو مشر او په جرګه کې برخه اخستونکی حاجي سليم خان وي او اې ډيوه ته وايي جرګې وشوه، خو نښتې لا هم روانې دې او نن په 25م غرمه هم سده سيمه کې يو ميزايل راغورځېدلی دی.

د سرچينو ترمخه د پرون راهسې د کوزې کورمې په څلورو مختلفو ځايونو بګن، عليزۍ، بالشخېل، خار کلي، او بره کورمه کې په کونج عليزۍ، مقبل او افغانستان سره پولې ته نزدې پيواړ او تري منګل کې هم نښتې روانې دي.

سليم خان تاييد کړه، "د شيعه ګانو څلور ښځې او پينځه مړي د سنيانو په ولکه کې دي او ډېر زر به يو بل ته وسپارلی شي".

هغه وايي که شيعه ګان سنيانو ته دوه ژوندي کسان حواله کړل نو سنيان به ورته څلور ښځې وسپاري او هم دغه ډول به د مړو او ژوندو تبادله هم وکړي.

سليم خان وويل، ترڅو چې کورمه کې د خلکو څخه وسله نه وي اخستل شوي او خلک د پوستو څخه نه وي راکوز کړل شوي نو امن په ځای کول ګران کار دی.

"د پاړاچنارا اوسېدونکی او د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی مرکزي وزير ساجد حسېن توري چې هغه هم د حکومت سره جرګه کې شامل وو، وي او اې ډيوه ته ويلي جرګه کاميابه شوې، او نن به مړي او ښځې يو بل ته وسپارلی شي.

هغه زياته کړه، په راروانو دوو ورځو کې به يوه بله لويه جرګه کېږي په کوم کې به چې په ګډه د شيعه ګانو او سنيانو مشران او د حکومتي جرګې غړي شامل وي.

توري وويل، که څه هم نښتې په کورمه کې روانې دي خو شدت يې هغه ډول نه دی کوم چې څو ورځې وړاندې وو او په راروانه لويه جرګه کې به نور ښه پرمخ تګ وشي او امن په ځای کولو کې به مهم کردار ولوبوي.

د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه پس په اووه ورځې اووربند يا تيګه کېښودو کې کامياب شوي دي.

نوموړي ويلي دواړه فريقېن په دې هم رضا شوي چې د نښتو په وخت دواړو خواو د يو څخه کوم کسان نيولي، او د مړو جسدونه یې په ولکه کې دي، هغه هم يو بل ته وسپارلی شي.

په کورمه کې دغه جرګې وروسته له هغې شوي چې په کورمه کې د نومبر په 21 مه د پاړاچنار نه پېښور ته ، او پېښور نه پاړاچنار ته مسافرو وړونکو ګاډو باندې نامالومه وسله والو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې وکړې، او په دغو ډزو کې لږ تر لږه 45 کسان وژل شوي چې ښځط او ماشومان هم پکې شامل وو او د 20 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي وو.

له دغې وروسته بیا ويل شوي وو، د نومبر په 22مه دکوزې کورمې عليزۍ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل وکړو او په کې يې 35 پورې کسان وژلي او د 100 نه زيات یې ژوبل کړي وو.

د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200 پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500 نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.

په کورمه کې سرچينې وايي شيعه ګانو د حکومتي جرګې وروسته اووه ښځې سنياتو ته په عليزۍ سيمه کې د پوځي چارواکو په لاس حواله کړي دي او ورسره يې د سنيانو نه د وژل شوي ډاکټرتيلا محمد سر هم سنياتو ته حوال کړی دی.

خو سرچينې وايي، شيعه ګان هم دعوه کوي چې سنيانو سره يې اته مړي دي او هغه يې تراوسه پورې نه دي حواله کړي.

کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.

دوه اوونۍ وړاندې په اووم نومبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وو، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو ته سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.

د بشري حقونو کمېشن ویلي وو، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.

د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

په نهم نومبر کورمه کې ځايي خلکو لاريون کړی او د يوې میاشتې خواوشا مودې سره د غټ سړک پرانستو او سيمه کې د امن په ځای کولو دپاره یې غوښتنې کولې.

د احتجاج کوونکو سره ځايي انتظامیې مزاکرات کړي، په دويمه ورځ بيا لاره پرانستل شوې او لاريون کوونکو ته ويل شوي وو چې څه موده به د قافلو تګ راتګ د ساتونکو ځواکونو سره کیږي او بيا به پوره لاره پرانستل شي.

په کورمه کې د تازه نښتو په سر د خېبرپښتونخوا په حکومت هم کلکې نيوکې شوې وې چې د پښتونخوا حکومت د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د ازادولو دپاره احتجاجونه کوي، خو په خپله صوبه کې امنیت ته توجه نه ورکوي، خو صوبايي حکومت ويلي، دوی په صوبه کې د امن په ځای کولو دپاره پوره هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG