لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا افغانستان د غیرسرکاري ادارو «این جي اوګانو» هېواد دی؟


واشنګټن ــــ په افغانستان کې متل دی «څوک چې ډوډۍ ورکوي هغه امر یا حکم کوي»، خو دا متل شاید په بشپړه توګه د طالبانو پر حکومت برابر نه وي، چې واکمن خو دي خو اکثر خلکو ته له لوږې سره مخ دي خوراک نه ورکوي بلکې مرسته کوونکې ادارې او ملګري ملتونه افغان ولس ته خوراک ورکوي.

د ملګرو ملتونو له خوا به سږ کال په افغانستان کې پر بشري مرستو او نورو د اړتیا وړ کارونو باندې 4.4 اربه ډالر لګېږي او دا تر هغه څو چنده زیاتې پیسې دي‌ چې د واکمنو طالبانو حکومت به یې په دې جنګځپلي هېواد کې په ټولو چارو کې لګوي.

د طالبانو حکومت د کال د لومړیو درو میاشتو لپاره 520 میلینه ډالر بودیجه ټاکلې وه.

ملګري ملتونه وایي‌ له نیژدې 150 غیرسرکاري تنظیمونو سره په ګډه به په افغانستان کې د ټولې ابادۍ له 70 فیصده برخه خلکو یعنې تقریباً 22 میلینه کسانو سره د اړتیا وړ بشري مرستې کوي.

خو د دې تر څنګ په افغانستان کې د بشري حقونو، مدني ټولنې او نورو هغو غیربشري پروګرامونو سره د مرستې لپاره هم بودیجه ټاکل شوې چې په ځانګړې توګه د غیرسرکاري ادارو یا این جي اوګانو په وسیله چلېږي.

په دغو ادارو کې د سره صلیب «ریډ کراس» نړیواله مرسته کوونکې اداره د افغانستان د عامې روغتیا د څانګې کارکوونکو ته شاوخوا 10 زره افغانۍ ورکوي. د ریډ کراس ویاند وي او اې ته وویل، دا کار ځکه کوي چې د دې هېواد "د روغتیایي نظام د بشپړې تباهۍ مخه ونیسي".

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره یونیسیف وایي، د دې لپاره چې د افغانستان تعلیمي نظام فعاله وساتي، دوی به د دې هېواد د سکولونو شاوخوا یو لک 94 زره ښځینه او نارینه استادانو ته د میاشتې 100 ډالره تنخا ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې مېرمن ډیبورا لاینز د مارچ پر دویمه د امنیت شورا غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان بېنکي او مالي نظام له ګډوډۍ سره مخ دی، ملګرو ملتونو د دې هېواد له اقتصاد سره د مرستې لپاره ټول د پام وړ ګامونه اخیستي دي.

ملګري ملتونه او نورې نړیوالې مرسته کوونکې این جي اوګانې پر طالبانو د نړیوالو بندیزونو له کبله دغه مرستې د هغوی د حکومت په وسیله نه بلکې پخپله یې د وېشلو او رسولو کار کوي.

په 2010م کال کې په هېټي‌ هېواد کې تر زورورې زلزلې وروسته چې مرسته کوونکو ادارو بشري مرستې ځایي حکومت ته له ورکولو پرته پخپله ووېشلې نو څېړونکو وویل، مرسته کوونکو ادارو دا هېواد د این جي‌ اوګانو په ریپبلک یا جمهوریت بدل کړی دی.

رحمت الله امیري یو ازاد سلاکار او څېړونکی دی، چې په وروستیو کې یې د ټیکس او پرمختیا د نړیوال مرکز لپاره د طالبانو پر مالیاتو په وروستیو کې له یو بل لیکوال سره په ګډه رپوټ لیکلی، هغه وایي:

"بې له شکه چې افغانستان دا دېرش څلوېښت کاله د این جي او غوندې هېواد اوسېدلی دی". امیري وایي‌ د طالبانو له واکمنۍ سره د مرستې نړیوال نظام نور هم یواړخیز شوی دی.

د رپوټونو له مخې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې نړیوالو مرسته کوونکو د افغانستان د ریاستي ادارو پر جوړښت په اربونو ډالر ولګول، یواځې امریکې په خپله شل کلنه موده کې د دې هېواد د حکومت او پرمختایي چارو په برخه کې 36.14 اربه ډالر لګولي دي.

د افغانستان د بیارغونې د چارو امریکایي اداره سیګار وایي، د تېر افغان حکومت تر نسکورېدو مخکې د حکومت تقریباً 75 فیصده بودیجه بهرنیو مرسته کوونکو ادارو ورکوله.

خو وايي د تېر کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او بهرنیو ادارو خپل پرمختیایي فنډونه بند کړل، نو د دې هېواد ملکي ادارې له تباهۍ سره مخ شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG