د بشري امداد نړیوالې ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان د ګاونډیو ملکونو غوښتنه وکړه چې په اینده څو میاشتو کې دې افغانان خپل ملک ته نه ستنوي. ادارې وویل د لسیزو راهسې جنګونو، د اقتصادي بدحالۍ او د موسمي بدلون په نتيجه کې د پېدا شویو مسلو په سبب افغانستان د کډوالو بېرته تګ دپاره نه دی تیار.
ناروېجین رېفیوجي کاونسل، اېن ار سي، وویل ایران اراده لري چې د مارچ د میاشت پورې دوه مېلین افغانان ستانه کړي او د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت راهسې لږ تر لږه ۸۰۰۰۰۰ افغانان د پاکستان نه خپل ملک ته تللي دي.
د اېن ار سي سېکرېټري جنرل جېن اېګېلېنډ وویل دا هفته يې د ایران په سرحد د ګڼ شمېر هغه کډوالو سره ملاقاتونه وکړل چې د ایران نه ستانه شوي وو او دغه افغانانو داسې محسوسوله چې ګڼې په جمود کې ژوند کوي.
اېګېلېنډ وویل افغان کډوال د بهتر او محفوظ ژوند په لټون کې د ملک نه تلل وو خو اوس په داسې غېر یقینۍ ستنېږي چې په افغانستان کې بې روزګاري، لوږه او د انساني حقونو خلاف ورزۍ دي.
اېګېلېنډ وویل زیاتره ستانه شوي افغانان د کار روزګار، د خانداني تړون او یا بل ځای د نه لرلو په سبب په شهري علاقو کې په اوسېدو مجبوره دي.
اېګېلېنډ وویل د افغانانو مشکلات کمولو دپاره نړیوال امداد ضروري دی خو کم شوی دی او د مالي امداد د کمي د ټولو نه زیات بد اثرات په ښځو او جینکو کېږی.
د اېن ار سي مشر خبرداری وکړو چې نړۍ د افغانانو د ضرورتونو نه په داسې حال کې پام اړولی دی چې په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې د بدترین انساني بحران کې ښکېل شوي دي.
ملګرو ملتونو او امدادي ادارو په مستقل ډول دا غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې افغانستان سره امداد دوامداره وساتي.
امدادي کارکوونکي کار روزګار او ټولنیز ژوند ته د ښځو په لاس رسي د طالبانو په پابندیو د تشویش اظهار کوي او وايي د دې په سبب د انساني امداد کوښښونه هم متاثر کېږي.
امدادي کار کوونکي دا شکایت هم کوي چې په ښځو د دغه ډول بندېزونو په نتیجه کې د صحت د خېرښېګړې، غذایت او د ناروغو نه د محفوظ ساتل کېدو پروګرامونه متاثر شوي دي په خصوصي توګه په هغه ولایتونو کې چې طالبانو سړي ډاکټران ښځو د علاج نه منع کړي دي.
طالبانو د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولي ده او طبي ادارې يې منع کړي چې جينکو ته دې داخلې نه ورکوي.
طالب چارواکي د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د کار روزګار او د تعلیم دپاره به د شریعت او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.
اېګېلېنډ طالب چارواکو سره په ملاقاتو کې يې په ښځو د سختو بندیزونو او د بنیادي حقونو مسلې راپورته کړې. هغه وویل د جینکو په ثانوي تعلیم د طالبانو د پابندۍ په نتیجه کې یو اشاریه پينځه مېلین جینکۍ د سکول نه بهر دي.
د افغان کډوالو مسله په راپورته کولو پاکستان د اېګېلېنډ ستاینه کړې او د افغانانو د ستنولو د فېصلې دفاع يې کړې ده.
د پاکستان خارجه وزارت دا هفته په یو بیان کې وویل پاکستان د تېرو ۴۰ کلونو راهسې په فیاضۍ د څلور مېلین نه د زیاتو افغان کډوالو کوربتوب کړی دی او هغه افغانان چې ستانه کړی شوي دي په پاکستان کې په غېر قانوني توګه اوسېدل او د رهایش دستاوېزات او څه ثبوت يې نه لرلو.
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته قریباً ۷۰۰۰۰۰ افغانانو په پاکستان کې پناه واخیستله چې په کې هغه افغانان هم شامل دي چې افغانستان نه د امریکې او د نېټو ځواکونو د انخلا وروسته طالبانو د انتقامي اقداماتو د ویرې پاکستان ته تللي وو.
د پاکستان خارجه وزارت وویل د زرګونو په شمېره کې د هغو افغانانو په کېسونو د کار رفتار ډېر ورو دی چې په مغربي ملکونو کې د ابادول کېدو لوظونه ورسره شوي دي.
Forum