پاکستان کې حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو خبرداری ورکړی چې که دګل یا دوشنبې په ورځ پارلیمان کې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحریک کارروایي ونه کړل شوه نو بیا باید دوئ نه ګیله ونه کړل شي.
اپوزیشن ګوندونه وایي عمران خان له میدانه تېښته غواړي خو دوئ به یې تېښتې ته پرې نه ږدي.
خو دقامي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر بیا وایي چې دبې باورۍ په تحریک به دائین اؤ قانون له مخې وړاندې تګ کیږي.
دپاکستان په سیاست ژور نظر لرونکی خبریال صفي الله ګل بیا داپوزیشن ګوندونو ګواښونه سنجیده نه بلي اؤ وایي داسې ښکاري چې اپوزیشن ډلې لا په ډیرو معاملو خپلو کې هم یوه خوله نه دي نو ګرانه ده چې دعمران خان په ضد به دبې باورۍ تحریک کې د۱۷۲ غړو رایې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ورځ دقامي اسمبلۍ رابلل شوې غونډه کې یوازې دمرحومینو لپاره فاتحه خواني شوې اؤ د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحریک دڅه رقم کارروایۍ پرته اسپیکر دپارلیمان غونډه دګل د ورځې پورې ځنډولې ده.
داسمبلۍ له غونډې ځنډول کیدو وروسته قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف رسنیو سره خبرو کې تور لګولی چې اسد قیصر داسمبلۍ داسپیکر پځائ د واکمن ګوند تحریک انصاف د یو فعال رول لوبولی دی.
هغه وویل" که دګل په ورځ دبې باورۍ په تحریک کارروایي ونه کړل شوه نو بیا دې څوک له مونږ پوښتنه نه کوي"
شهباز شریف وویل که اسپیکر دغلام جوړیدو هڅه وکړه نو دوئ به بیا د احتجاج لپاره دایین اؤ قانون لاره خپلوي.
په دغه موقعه رسنیو سره خبرو کې دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې وزیراعظم له میدانه په تېښته دی خو دوئ به یې تېښتې ته پرې نه ږدي.
هغه وویل" تاسو چې دا کوم وزیراعظم په تېښته وینئ،څنګه چې هم داسمبلۍ غونډه پیل شي دا به پخوانی وزیراعظم جوړ شي"
هغه وویل جمهوري خلک دي اؤ په جمهوري انتقام باور لري اؤ دبې باورۍ تحریک د دوئ جمهوري وسله ده.
اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد اسمبلۍ کې دبې باورۍ تحریک جمع کړی اؤ دعوه کوي چې وزیراعظم په پارلیمان کې خپل اکثریت بایللی دی ځکه نو هغه دې داقتدار نه لاس واخلي.
خو وزیراعظم عمران خان بیا داپوزیشن ګوندونو دعوې ردوي اؤ وایي چې داپوزیشن دبې باورۍ دتحریک به په مړانه مقابله کوي اؤ دې تحریک څخه به بریالی اوځي.
دا په داسې حال کې ده چې اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې د حکومتي ګوند ګڼ شمیر غړي هم د دوئ تر شا ولاړ دي اؤ دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې د عمران خان په ضد ورکړي.
ددې ترڅنګ د حکومت ایتلافي ګوندونو هم اپوزیشن سره مذاکرات کړي دي اؤ څېړونکي احتمال ښایي چې د حکومت یو شمیر ایتلافي غړي به هم خپلې رایې د وزیراعظم پرضد وکاروي.
خو دسیاسي چارو څېړونکی صفي الله ګل وایي چې اپوزیشن ګوندونه لا په ډيرو معاملو خپلو کې یوه خوله نه دي اؤ داسې نه ښکاري چې دعمران خان په ضد به دبې باورۍ تحریک لپاره اړونده ۱۷۲ رایې په لاس کې ولري.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي صفي الله ګل وویل دکله نه چې دبې باورۍ تحریک داسمبلۍ سیکرټریټ کې جمع شوی داسپیکر رول له هغې راپدیخوا متنازعه یا دفریق راروان دی ځکه چې دایین مطابق یې په ۲۱ ورځو کې دننه داسمبلۍ غونډه را ونه بلله اؤ که اوس اپوزیشن ګوندونه وغواړي نو داسمبلۍ دا روانه کاروایي عدالت کې هم چیلنج کولی شي.
صفي الله ګل وایي د راتلونکې حکومت سازۍ اؤ ځېنو نورو معاملو پسر دپوزیشن په صفونو کې اختلافات شته اؤ په داسې حالاتو کې به ګرانه وي چې دوئ دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کامیاب کړي.
په قامي اسمبلۍ کې دا مهال حکومتي ایتلاف 179 څوکۍ په لاس کې لري اؤ اپوزیشن ګوندونه162 څوکۍ لري، خو په دې وروستیو کې دپاکستان په میډیا داسې دعوې مخې ته راغلې دي چې د حکومت تر24ؤ زیات غړي داپوزیشن ملګري شوې دي اؤ خپلې رایې به دعمران خان پرضد ورکړي