لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د افغانستان سره د انګور اډې لاره په پينځمه ورځ تړلې پرته ده


د افغانستان سره په پوله د خیبر پختونخواه جنګ ځپلې قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان کې د پاکستان او افغانستان ترمینځه د انګور اډې لار نن په پینځمه ورځ د هر قسمه تګ راتګ لپاره د امنیتي اندېښنو له امله تړلې ده.

ځایي کاروباري خلک وایي د لارې بندیز دوه اړخیزه کاروبار اغیزمن کړی او دوی یې د کروړونو روپو تاوان سره مخ کړي دي.

انګور اډه لار تر هغه وروسته تړل شوې چې تیر د شورو په ورځ په یوه وسله وال برید کې د پاکستان د پوځ د يو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو چارواکي وایي پوله د لټون عملیاتو په پایله کې تړل شوې او بیرته به بیا پرانستل شي.

دحکومتي چارواکو او کاروباري خلکو په خبره انګور اډې د لارې هره ورځ د 100 نه زیات د سامان نه ډک ټرکونه د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي.

یو کاروباري تن ولي الله وایي دپولې دواړو غاړو ته دخوراک څښاک سامانونو سره د ميوو، سبزيو او د کویلې نه ډک په سلګونو ټرکونه د تیرو پینځو ورځو نه ولاړ دي.

هغه وویل دوی په خپله دې ځایې نه افغانستان ته وریجې، الو او پیازو سره د خوراک څښاک سامانونه وړي او د هغه ځایې نه کویله، سبزې او میوې راوړي.

هغه وویل په دې سخته ګرمۍ کې د لارې تړل کېدو په وجه دوه ټرکه سبزي او میوه خرابه شوې چې د لکونو روپې تاوان سره مخ شوی دی.

هغه وویل د نا امنۍ پیښې خو په نورو ځایونو کې کیږي خو هلته کاروبارونه نه دي بند کړل شوي.

د ولي الله په خبره دوی په صوبه کې دې لپاره شامل شویيچې دوی هم د هیواد نورو خلکو سره برابر شي خو دغلته اوس هم دوی هغه پخواني حالاتو سره مخ دي.

د جنوبي وزیرستان د سوداګرو د اتحادیې مشر مقرب خان وویل د انګور اډې لار د دوی د کاروبار یوازنې سرچینه ده چې هره ورځ په لسګونو ټرکونه د پولې دواړو خواه ته سامانونه وړي.

هغه وویل دې لارې بندیز له امله په دې پینځو ورځو کې هر کاروباري په لکونو روپۍ تاوانی شوی او نیزدې شپږ زره کسان بې روزګاره شوي دي.

د مقرب خان په خبره په تیرو وختونو کې د تندروۍ او پوځي عملیاتو په وجه د انګور اډې لاره د ډېره وخته پورې تړلې پاتې شوې، چې له وجې د سیمې خلک زیات تاوانونو سره مخ شوي دي.

هغه وویل د تیرو 18 میاشتو نه پکې څه خنډ نه وو راغلی او د کاروبار وضیعت ورځ تر بلې په ښه کېدو وو خو دې تازه بندېز د سیمې کاروباریان اندیښمن کړې چې دا لار بیا د خنډانونو سره مخ نشي چې له وجې کاروباري خلک زیانمن کیږي.

هغه دا هم وویل دلارې بندیز له عمله کاروباري خلک د کروړونو روپو تاوان سره مخ شوي او د حکومتي چارواکو نه غوښتنه کوي چې د نور تاوان نه دې بچ کېدو لپاره دې د انګور اډې لاره په فوري توګه د ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د جنوبي وزیرستان د انتظامیې سره رابطې هڅه کړې خو د واڼه سیمې مرستیال کمیشنر دفتر چارواکو وویل چې انګور اډې لار د امنيتي انديښنو له امله تړل شوې او ورځ دوه کې به بیرته پرانستل شي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم اخستو په شرط وویل په انګور اډه سیمه کې په امنتي سرتیرو شوي برید ورسته د افغانستان سره په پوله امنیتي ګامونه سخت کړی شوي چې له وجې انګور اډې لار تړل شوې ده.

هغه وویل د وسله والو پضد د لټون عملیات دوام لري او تر عملیاتو ورسته به دا لار بیرته پرانستل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG