دپنجاب صوبې د وزیراعلا ټاکلو لپاره نن دخالي په ورځ رابلل شوې دپنجاب اسمبلۍ غونډه کې دتحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ق) ګوند دصوبایي پارلیمان غړو داسمبلۍ په مرستیال اسپیکر دوست محمد مزاري حمله کړې ده اؤ هغه یې وهلی دی.
وزیراعظم شهباز شریف په مرستیال اسپیکر شوی برید په جمهوریت برید بللی دی اؤ وایي دعمران خان مایوسي اؤ تشدد ته د خلکو راپارول زمونږ ټولنه ماتوي.
ټاکل شوې وه نن دخالي په ورځ پنجاب اسمبلۍ کې دنوي وزیراعلا ټاکنه کیږي اؤ ددغه غرض لپاره داسمبلۍ د رابلل شوې غونډې مشري مرستیال اسپیکر دوست محمد مزاري کوله.
ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو ویلي کله چې داسمبلۍ غونډه دخپل ټاکلي وخت نه په ځنډ سره پیل شوه نو دتحریک انصاف غړو په مرستیال اسپیکر دلوټو ګزارونه وکړل اؤ ددې ترڅنګ یې له هغه سپیړې وویستې اؤ له ویښتانو یې ونیولو.
په دغه اخ و ډب کې دپنجاب صوبې دپولیسو مشر اؤ نور پولیس چارواکي هم اسمبلۍ ته رسیدلي دي اؤ داسمبلۍ غونډه د ځنډ ښکار شوې ده.
امنیتي چارواکو اؤ داسمبلۍ ځینو غړو مرستیال اسپیکر دحکومتي پارلیماني غړو نه خلاص کړی اؤ خپل چیمبر ته یې دننه کړی دی.
خو مرستیال اسپیکر دوست محمد مزاري دصوبې چیف سیکرټري اؤ دپولیسو مشر ته یو لیک استولی اؤ په دغه لیک کې یې داسمبلۍ لپاره دسختو امنیتي ګامونو غوښتنه کړې ده.
مرستیال اسپیکر هوډ څرګند کړی چې دایین له مخې به نن په هرحال کې د وزیراعلا ټاکلو لپاره داسمبلۍ دننه رایې کوي.
په ټویټر خپل یو ټویټ کې وزیراعظم عمران خان دپنجاب اسمبلۍ په مرستیال اسپیکر شوی برید په سختو ټکو کې غندلی اؤ وایي دا بدمعاشي اؤ تشدد ښکار فاشرم دی.
هغه ویلي عمران خان کې خوره شوې مایوسي اؤ دده لخوا خلک تشدد ته راپارول زمونږ ټولنه ماتوي اؤ هغه پخپله په جهوریت برید کړی دی.
خو په عین حال کې بیا دمسلم لیګ (ق) ډلې مشر اؤ د پنجاب د وزیراعلا چوکۍ ته کاندید چوهدري پرویز الهي اسمبلۍ ته دپولیسو دننوتلو غندنه کړې ده اؤ اعلان یې کړی دی چې دپولیسو مشر یا ایي جي ته به اسمبلۍ ته په ننوتلو دیوې میاشتې سزا ورکولی شي.
اسمبلۍ کې د وینا په مهال پرویز الهي ویلي دهیواد تاریخ کې کله هم داسې نه دي شوي چې پولیس دې دپارلیمان ودانۍ ته ننوځي خو ددې پېښې ذمه وار ایي جي دی اؤ هغه نه به ددې پوښتنه کیږي.
دپنجاب اسمبلۍ ډپټي اسپیکر د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لري خو پي ټي ایي تور لګوي چې هغه اوس خپلې وفادارۍ بدلې کړي دي اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند سره یې لاره جوړه کړې ده
دپنجاب د وزیراعلا دڅوکۍ کاندید اؤپخواني اسپیکر پرویز الهي تر دې دمخه لاهور هایکورټ ته هم عریضه کړې وه چې د وزیراعلا ټاکنې لپاره دې مرستیال اسپیکر ته داسمبلۍ دغونډې دمشرۍ واک ورنه کړل شي خو هایکورټ دا عریضه رد کړې ده اؤ ویلي یې وؤ مرستیال اسپیکر به په بې پلوه توګه د رایې ورکولو عمل ترسره کوي.
خبریاله عاصمه شیرازي په ټویټر لیکي پنجاب اسمبلۍ کې چې څه وشول دا د افسوس وړ دي.
هغه وایي مرستیال اسپیکر دوست محمد مزاري خپل اییني کردار ادا کوي اؤ په هغه تشدد کول غیرقانوني عمل دی ، په قامي اسبملۍ کې رویې اؤ اوس پنجاب اسمبلۍ منظرونه دتحریک انصاف د پارلیماني جمهوريت دمخالفې رویې غمازي کوي
خو دحکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف ویاند شهباز ګل بیا وایي چې پنجاب اسمبلۍ کې رامنځته شوی وضعیت د افسوس وړ دی خو ددې ذمه وار هغه خلک دي چې د خرڅولو اؤ اخستلو بازار یې تود کړی اؤ ایین پسې خندا کوي.
هغه وایي ضمیرونه واخستی شول اؤ له بده مرغه دپاکستان د صدر لخوا په لیږل شوې قضیه هم اوریدنه ونه شوه اؤ هرکله چې ټول نظام دمظلوم غږ کښنیوي نو بیا به اړی ګړی ارومرو جوړیږي.
ټاکل شوې ده دپاکستان په غټه صوبه پنجاب کې د تحریک انصاف د وزیراعلا عثمان بزدار د لرې کولو وروسته هلته د مسلم ليګ ق ګوند او مسلم ليګ ن امېدواران د وزيراعلا د څوکۍ دپاره نن رايې اخلي.
د مسلم ليګ ق او تحريک انصاف ګوند شريک امېدوار چوهدري پروېز الهی او د مخالفه ګوندونو امېدوار حمزه شهباز دی.
مسلم ليګ ق او مسلم ليګ ن په خپل خپل ځای د ډېرو څوکو دعوې کوي، په پنجاب اسمبلۍ کې د وزیراعلا د څوکۍ د انتخاب دپاره 186 رايې اخستل پکار دي.