لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په بریدونو سخت غبرګونونه،پاکستان وایي دافغانستان دخاورې نه یې په پوځيانو بریدونه کیږي


دافغانستان په کونړ اؤ خوست ولایتونو کې دپاکستاني جیټ الوتکو په بمباریو کې دلسګونو کسانو تر وژل کیدو وروسته پاکستان دافغانستان دخاورې څخه په پاکستاني ځواکونو سیوا شوؤ بریدونو باندې اندېښنه ښکاره کړې ده.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وایي پاکستان څو،څو ځل افغان دولت نه غوښتي چې دسرحدي سیمو خوندیتوب ته پام وګرځوي خو دهغې باوجود ترهګر دافغانستان خاوره دپاکستان دننه دترهګریزو پېښو لپاره کاروي.

څېړونکي وایي داسې ښکاري چې پاکستان دافغان طالب مشرانو لخوا په شوؤ ژمنو ډاډمن نه دی خو دڅېړونکو په اند د پاکستان او افغانستان ترمينځ د امنيتي مسلو په شمول په ټولو مسلو د مذاکراتو لپاره د ډايلوګ يو نظام موجود دی نو په داسي حال کې د طاقت استعمال يو ناسم عمل دی.

په عین حال کې اوړمه شپه دپاکستاني جیټ الوتکو له لوري دافغانستان په خوست اؤ کونړ ولایتونو کې په شوؤ بمباریو کې دڅلویښتو نه د زیاتو کسانو وژنې دپاکستان پرضد په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي اؤ په ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالین دطالبانو په حکومت نیوکې کوي چې ولې یې دپاکستان دبریدونو په اړه نرم دریځ خپل کړی دی؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي په جنګ کې د ښځو، ماشومانو او بېګناه خلکو وژل جنګي جرم دی اؤ ددې ټول جنګ وجه د پاکستان سټریټیجک پالیسۍ دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دتیرو څو ورځو راپدیخوا دافغانستان دخاورې څخه دپاکستان سرحدي سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو پېښې سیوا شوي دي اؤ دتحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې ترهګرې ډلې دپاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي.

بیان کې راغلي چې په ۱۴م اپریل هم شمالي وزیرستان کې دافغانستان څخه ترهګرو برید کړی ؤ اؤ اووه پاکستاني عسکر یې وژلی وؤ.

دبیان له مخې دافغانستان دخاورې څخه په شوؤ بریدونو کې تر دې مهاله ګڼ شمیر پاکستاني پوځیان وژل شوي .

په شمالي وزیرستان کې څو ورځې وړاندې په پاکستاني عسکرو دشوي دغه ترهګریز برید نه وروسته اوړمه شپه دپاکستان جیټ الوتکو په خوست اؤ کونړ کې بمبارۍ کړي چې دافغان چارواکو په وینا دې بمباریو کې تر۴۰ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

په سوشل میډیا ددغه بریدونو په اړه خپرو شوؤ ویډیوګانو کې دعوه شوې ده چې بریدونه په عامو ملکي کسانو شوي اؤ زیاتره پکې ښځې اؤ ماشومان وژل شوي دي.

له دغه بریدونو وروسته د خالي په ورځ په کابل کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان دطالبانو دحکومت لخوا رابلل شوی ؤ اؤ افغانستان خارجه وزیر امیر خان متفي ورته دپاکستاني الوتکو په بریدونو سخت کړی ؤ.

دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې بریدونو خپل غبرګون کې ویلي دافغانستان اسلامي امارت په پاکستاني لوري غږ کوي چې په داسې مسایلو کې د افغانانو حوصلې ونه ازمايي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري.

هغه په ټویټر لیکلي د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې باید د سیاسي لارو حل شي.

دپاکستان دخارجه دفتر په بیان کې ویل شوي پاکستان دترهګرۍ لپاره دافغانستان دخاورې دکارؤل کیدو په سختو ټکو غندنه کوي اؤ "دا ترهګري د دواړو هیوادونو دپولو دثبات ټینګولو لپاره زمونږ هڅو ته زیان رسوي "

دپاکستان دخارجه دفتر ویاند غوښتنه کړې ده چې دافغانستان دخاورې څخه پاکستان کې په بریدونو کې دککړو کسانو پرضد باید افغان دولت ګامونه واخلي اؤ دافغانستان اؤ پاکستان سرحدي سیمې دې خوندي کړي.

بیان کې دا هم ویل شوي چې پاکستان دافغانستان ازادۍ،خپلواکۍ اؤ سیمه ییزې سلامتۍ ته درناوی لري اؤ په ټولو څانګو کې افغانستان سره داړیکو پراخولو لپاره افغان دولت سره په ګډه کار کوي.

اسلام اباد کې میشت دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي د پاکستان او افغانستان ترمينځ د امنيتي مسلو په شمول په ټولو مسلو د مداکراتو لپاره د ډايلوګ يوه نظام موجود دي نو په داسي حال کې د طاقت استعمال يوه ناسم عمل دي.

په ټویټر ښاغلي طاهر خان لیکلي داسي تګلاره به کله هم مسلې حل نه کړي،د کونړ او خوست د پيښو په اړه دطالبانو د حکومت څرګندونو ته بايد چې دپاکستان لخوا مثبت ځواب وویل شي.

طاهر خان زیاتوي پاکستان هم خپل دريځ لري او د امارت مسوليت دی چې ورته توجه وکړي.

هغه وایي داسې بريښي چې اسلام اباد د طالب مشرانو په شوو ژمنو ډاډمن نه دي ځکه دپاکستان خارجه دفتر نن پخپل بیان کې د انديښنو ذکر کړي دي.

دهغه په وینا اکتوبر کې کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير قريشي په سفر کې اسلامي امارت او پاکستان د پخواني حکومت د ډايلوګ د نظام د لاندي د خبرو په دوام موافقه کړي وه او ښه به دا وي چې دغه لار خپله کړی شي.

طاهر خان زیاته کړې ده تازه پيښو کې تلفاتو د وزيرستان د بې ځايه شوو خلکو مسله هم تازه کړې او دا د پاکستان ذمه واري ده چې د واپس راتلو لپاره يي په فوري توګه ګامونه واخلي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین دپاکستان له لوري دافغانستان خاوره کې شوي بریدونه په سختو ټکو غندلي اؤ وایي په افغانستان کې د پاکستان له خوا شوو بمباریو کې د ښځو او ماشومانو د وژنې خبرونه افسوسناک دي.

په ټویټر منظور پشتین لیکلي په جنګ کې د ښځو، ماشومانو او بېګنا خلکو وژل جنګی جرم دی اؤ وایي ددې ټول جنګ وجه د پاکستان سټریټیجک پالیسۍ دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG