لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: په خوست کې د پاکستان د بمبارۍ پرضد په بنو کې احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ روان دی


په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت
په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت

د افغانستان په خوست او کونړ کې چې پاکستان بمباري کړي، پرضد يې د خېبرپښتونخوا په بنو کې احتجاجي پرلت په څلورمه ورځ دوام لري،بل لور ته د خوست نه د شمالي وزیرستان کډوالو وي او اې ډیوه ته ويلي چې د وژل شوو کسانو کورنۍ غریبي دي او د خوراک څښاک سره د وران شوو کورونو ملبه لرې کولو لپاره امدادي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان یو کډوال عصمت الله وویل په هوايي بمبار کې د خلکو کورونه وران کړل شوي چې د ځاني تاوان سره یې زیات مالي تاوان هم شوی دی.

هغه وویل د دغه خلکو زیاتره کاروبار څاروي ساتل او ګاډي چلول وو چې هغه د بمبار په نتیجه کې په بشپړه ډول ختم شوي او د خوراک څښاک توکي، بسترې او نور د ضرورت سامونونه تر خاورو لاندې شوي دي.

یو بل تن مصطفی وویل دغه کورنۍ په ډاګه پرتې دي د سر سيوری نه لري او نه په حکومتي کچه کومې اسانتیا شته چې دا وران شوي کورونو نه د دوی لاندې شوي سامانونه را اوباسي.

هغه وویل دوی په خپله امدادي کارونه پېل کړي او د خرڅ خوراک لپاره په خیر غوښتو مجبور شوي دي.

په خوست کې ځینې سرچینو وي او ای ډیوه ته وویل چې د خوست ځایي خلکو د هغوي د مرستې لپاره په بازارونو کې چندې کول هم پېل کړې دي.

په خوست او کونړ کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بريدونو پرضد د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په څلومه ورځ هم دوام لري، دوی غوښتنه کوي چې د دې پېښې پلټنه دې وشي.

هغوی دعوی کوي په خوست ولایت کې په دغه پېښه کې د شمالي وزیرستان41 کډوال وژل شوي چې پکې 8 زنانه, 7 قامي مشران او 22 ماشومان شامل دي.

د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف په دې برید کې د 20 ماشومانو د وژل کېدل تاید کړي. او ویلي په وژل شوو ماشومانو کې 15 جینکۍ او 5 هلکان شامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو میلتونو ادارې يونيسف مشر محمد ايويا په ټوېټر ليکلي دغه ماشومان په داسې حال وژل شوي چې په خپلو کورونو کې په خوب ويده وو.

هغه په دغه پیښه یې د خواشينۍ اظهار کړی او ویلي په سیمه کې د اغېزمنو کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

په بنو کې د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې خلک دا پرلت په داسې حال کوي چې د ملک وزیراعظم شهباز شریف تیره ورځ د شمالي وزیرستان سفر کړې او سفر پرمهال مشرانو د خوست پیښې سره په علاقه کې د ناامنې د مخنيوي او د کډوالو د واپسۍ غوښتنه کړې خو دوی وایي وزیراعظم په دې پیښو غلی شوی دی.

وروسته وزیراعظم شهباز شریف په ټوتر پښتو کې لیکلي،

‏"په شمالي وزیرستان کې امن و امان زمونږ د ملی پوڅ او د قبائلو د مثالي قربانیو اور شھادتونو ثمر دی. د دھشګردی پر ضد جگړه کې د پاکستان په پرتله بل هېڅ هېواد نہ دی رسیدلی. موږ خپلو عسکرو او هیوادوالو ته د دوی جرأت پہ اړہ سلام پیش کوو!"

وزيراعظم د محسن داوړ په خواست د شمالي وزيرستان سفر کړی وو.

خو په بنو کې احتجاجي پرلت ته د وینا پرمهال محسن داوړ وویل وزیراعظم ته يې په ډاګه دا خبره کړې چې په خوست کې ظلم شوی چې پکې وزیرستاني کډوال هواي بمبار کې وژل شوي او د دغه پیښې دې پلټنې وشي.

هغه وويل دا ظلم پاکستانی ریاست په ښکاره کوي خو دا د دغه پرلتونو او مزاحمت نتیجه ده چې نړيوال اوس زمونږ د دریځ تاید کوي چې د دوی سره ظلم روان دی، او زياته یې کړه دا ټول ظلم به په حساب کې راولي.

د اپریل په 16 افغان طالبانو ویلي وو د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې پاکستان هوايي بمبار کړی. چې پکې 47 کسان وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي دي.

هغوي دغه پیښې ته سخت غبرګون ښودلی او د افغانستان دخپلواکۍ پرضد ښکاره تېری یې ورته ویلي وو.

د پاکستان حکومت یا پوځ لا هم د دې بریدونو تایید یا تردید نه دی کړې، خو افغان طالبانو په دې پیښه کابل کې د پاکستان استازی منصور احمد خان احضار کړی وو.

او سبا بیا د پاکستان بهرنیو چارو دفتر په یو بیان کې تور پورې کړی وو، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG