لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیاتو لپاره بیا خلکو ته دکورونو پرېښودو وینا شوې ده


د جنوبي وزیرستان د لدها سب ډویژن مکین او شوال سیمو خلک وایي د وسله والو پرضد عملیاتو کولو لپاره دوئ ته دپوځ لخوا د خپلو کورونو پریښولو وینا شوې ده.

حکومتي سرچینې پخلی کوي او وایي د پرله پسې وسله والو بریدونو وروسته د مکین مندیچ او دره شمع خېل او شوال سیمو خلکو ته د کورونو پریښولو وینا شوې خو دا پریکړه بیا ځنډول شوې او له اختر وروسته به په دې اړه دقامي مشرانو سره جرګه کوي.

دا د جنوبي وزیرستان هغه سیمې دي چې دغلته د پاکستان پوځ په کال 2009م کې عملیات کړي او یادې سیمې د وسله والو نه پاکې ګرځول شوي دي.

دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي اؤ دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ په ټویټر لیکلي "د جنوبي وزيرستان په محسود سيمو کې حالات يو ځل بيا ترينګلي شوي دي، د شوال او مکين په سيمو کې د نا اعلانه عملياتو راپورونه دي او د ځايي خلکو نه د خپلو کورونو د پرېښودو غوښتنه شوې ده"

هغه پوښتنه کړې چې پارلمان ته ددې ټول وضعیت په اړه معلومات ولې نه ورکول کیږي اؤ دولت څه کوي؟

سيف الرحمان چې د مندېچ سيمې اوسېدونکی دی، وي او ای ډیوه ته وایي دوه اونۍ وړاندې د علاقې مشران د لدها سیمې د پاکستان د پوځ افسر یا سېکټر کمانډر غوښتي وؤ او د مشرانو سره په غونډه کې سيکټر کمانډر دوئ ته ويلي په دوو اونیو کې باید خپلې سيمې خالي کړي پوځ دغلته په سيمه کې د وسله والو پرضد دعملياتو اراده لري .

د دره شمع خېل اوسیدونکي سعادت مسید ډیوه ته وویل ددغې علاقې خلک زیاتره غریبان دي اؤ تر اوسه د وران کړل شوؤ کورونو امدادي پیسې هم نه دي ورکړل شوې.

هغه وویل دوی په کال 2009م کې د راه نجات عملیاتو په پایله کې بې کوره شوي وو او اته کاله دکډوالۍ له ژوند تیرولو وروسته کال 2017م کې هغه وخت خپلې سیمې ته ستانه کړی شوي چې دوی ته ویل شوي وؤ دا علاقه د هر رقم ناامني نه پاکه کړی شوې ده.

د سعادت په خبره کورونه یې په خپل مصرف جوړ کړي او دوی ته بیا د کورونو پریښولو په داسې حال کې ویل کیږي چې په دې سخته ګرمۍ کې دوی ته دکیمپ یا خیمو هیڅ انتظام نه دی شوی او دې پریکړې سخت پریشان کړي دي.

ددې تازه وضعیت په اړه تیره ورځ پولیټکل کمپاونډ ټانک کې د مسید قبیلې قامي جرګه شوې اؤ د جرګې يو غړي او د جنوبي وزیرستان سرویکۍ تحصیل چیرمین شاه فيصل غازي ډيوه ته وويل،د راه نجات پوځي عملیاتو کې د سيمې خلک تر کلونو له بې کوره کېدو وروسته بیرته خپلو سيمو ته ستانه شوي دي او نه غواړي چې هلته بیا کورونه پریږدي.

هغه وویل جرګې ته د سیمې امنيتي ځواکونو باور ورکړی، چې اختر پورې به د جنوبي وزيرستان په هېڅ يوه سيمه کې پوځي عمليات نه کوي او د اختر په تېرېدو سره د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو بیا ګډه جرګه کېږي.

په دې اړه وي او ای ډیوه د سیمې انتظامیې او دپولیس مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

خو په سیمه کې يو امنیتي چارواکي دنه نوم نه اخستو په شرط وویل په دغه سیمو کې وسله وال د ځايي خلکو نه د انساني ډال په توګه کار اخلي.

هغه وویل دغلته وسله وال په امنیتي عسکرو برید وکړي او بیا په دې نزدې کورونو کې پټ شي ځکه دې خلکو ته دکورونو پريښولو ویل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG