لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د تاوان او بنو کې د انصاف غوښتو دپاره پرلتونه روان دي


په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت
په خوست او کوڼر کې د پاکستاني بريدونو پرضد احتجاجي پرلت

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا په ضرب عضب عملیاتو کې د وران شوو دکانونو مالکان او دوکاندارانو احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي چې د اعلان سر سم حکومت دوی ته د شوي تاوان پیسې نه ورکوي او د ځنډ نه کار اخلي.

بل لور ته په بنو ضلع کې د افغانستان په خوست ولایت کې شوي د پاکستاني جیټ الوتکو هوایي برید پرضد د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په اتمه ورځ هم دوام لري او وايي بمبارۍ کې په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د دوکانونو مالکان او دوکانداران په میرانشاه سیمه کې د ایف سي کیمپ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي چرته کې چې د انتظامیه دفترونه دي.

دوی وایي ضرب عضب عملیاتو کې د دوی په اربونو روپې تاوان شوی او حکومت د دوی تاوان منلی هم دې خو دوی ته نه ورکړل کیږی او د هیلو بهانو نه کار اخلي.

د صوبې اوسني حکومت 2020 کې احتجاجي پرلتونو وروسته د دوی تاوان منلې وو او د خېبرپښتونخوا صوبې هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.

د دوکاندارانو د کمېټۍ یو غړی خلیل وزیر وایي د سختنو احتجاجونو وروسته د دوي د تاوان منل شوی خو د دوه کاله ځنډ وروسته لا دا د تاوان پیسې نه دي ورکړل شوې.

هغه وویل د تاوان پیسې ورکولو د پاره لومړی د ضلعې حکومت په خپله دوه ځله جي ایي ټي جوړه کړې.

بیا د صوبې ستر عدالت پیښور هایې کورټ انتظامیه ته امر کړی چې دوی ته دې چیکونه ورکړل شي.

هغه وویل انتظامیې لخوا دوی هر ورځ نوې نېټه ورکړل کیږي او تر اوسه دا چیکونه په دوی کې نه دي ویشل شوي.

د هغه په وینا د علاقې تجار انتهايي ځپل شوي او مجبور شوي چې بیا یې احتجاجي پرلت پیل کړې.

احتجاج کوونکي بيا دا ګيله هم کوي چې د ميرعلي نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی اقبال وزير چې د واکمنه تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق هم دی او اوس ورسره د امداد او بيا ودانۍ وزارت هم دی هغه هم د سيمې د خلکو په مشکلاتو غلی پاتې دی.

وایس اف امریکا ډیوه اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

د ضلعې مشر مرستیال کمیشنر دفتر چارواکو تاید کړه چې دوکاندارنو د مرستو چیکونه ترلاسه کړي خو دا د یو عمل نه تیریږي هغه وخت اخلي او چې کله دا عمل سر ته ورسي شي بیا به یې ځپل شوي کسانو کې تقسیم کړي

بل لور ته په بنو ضلع کې په افغانستان خوست ولایت کې شوي د پاکستاني جیټ الوتکو هوایي برید پرضد د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په اتمه ورځ هم دوام لري او وايي بمبارۍ کې په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي.

د احتجاج کونکو په وینا دوی سره تر اوسه د دوی غوښتو متلو د پاره رابطه نه ده کړې.

دغه احتجاجي د روژه ماتي ورسته د بنو پریس کلب مخې تر پیشمني ناست وي او دوی د پیښې پلټنو سره د وژل شوو کسانو ته انصاف او د کډوالو د واپسې غوښتنې کوي.

د پرلت مشر ګل علم وزیر وویل دا کسان د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې کډوال شوي وو.

هغه وایي حکومت دعوه کوي چې د دوی سیمې د هر قسمه ناامنۍ نه پاکې کړې شوې خو دوی د اتو کالو نه بې کوره دي چې خپلو سیمو نه لرې په کیمپونو کرایه په کورونو او خیمو کې د کډوالې ژوند په تیرولو محبور دي

هغه وویل که حکومت د امنیت دا دعوې سمې وي بیا دې دا ټول کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

هغه دا هم وویل په هوایي بمبارۍ کې وژل شوي کسان په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال دي او دوی غوښتنه کوي چې د دغه پیښې دې پلټنې وشي.

د مداخېلو د احتحاجي پرلت قامي کمیټي یوه غاړي زکیم مداخېل وویل دوی سره تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه هیڅ رابطه نه ده کړې

هغه زياته کړه دا پرلت به تر هغه روان وي چې غوښتنې منل شوې نه وي.

د اپریل په 16 ويل شوي، د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان جیټ الوتکو بمبار کړی وو.

افغان طالبانو سمدستي دا تور په پاکستان پورې کړی وو او ویلي وو 47 کسان پکې وژل شوي چې زیاتر شځې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي.

پاکستان تر دې مهاله د دغه پیښې تاید یا تردید نه دی کړی.

خو افغان طالبانو د تور په بله ورځ د خارجه چارو دفتر جاري کړي بیان کې وویلي وو د افغانستان د خاورې نه په پاکستاني عسکرو بریدونه کیږي او د دغه بریدونو مخنوي د پاره یې افغان حکومت هم خبری

اخواه ته په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل تیره ورځ یې د مداخېل قبیلې مشرانو سره په خپل دفتر کې ليدلي او هغوی ته ویلي احتجاج دې ختم کړي د خبرو د لارې به د دوی ستونزې هواري کړو .

هغه وویل مشرانو بیا دوی ته څه ځواب نه دې کړی او بیا د وزیرو جرګې د لارې هڅه کوي چې دې احتجاج کونکو سره رابطه وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG