لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د خپلو پولیسو لپاره له تېر حکومته بدله نوې وردۍ ټاکلې او پر پولیسو وېشلې ده


واشنګټن ــــ طالبانو په افغانستان کې د خپلو ملي پولیسو لپاره نوې وردۍ یا یونیفورم غوره کړی چې وایي دا به په هېواد کې د امن د ټینګښت سبب شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"په لومړي پړاو مو په کابل او کندهار کې 20 زره پولیسو ته نوې وردۍ ورکړې دي، په راتلونکو دوو اوونیو کې به دا شمېر یو لک ته ورسېږي".

تقریباً لس میاشتې مخکې چې طالبان واکمن شوي په ټول افغانستان کې یې له جنګه ور ستانه شوي خپل جنګیالي د امن ټینګولو په کار ګومارلي دي، پر دوی پرله پسې نیوکې کېږي چې د پولیسو د وردۍ او د روزنې نشتوالی کولای شي دوی جرمونو او له واکه ناوړه ګټې اخیستو ته وهڅوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نور جلال جلالي په داسې حال کې چې یو شمېر پولیس یې په نوې وردۍ کې تر شا ولاړ وو، خبریالانو ته وویل:

"دغه ځانګړی یونیفورم چې تاسو یې نن وینئ د امن خرابوونکو په مخنیوي کې به مرسته وکړي او زموږ د هېوادوالو لپاره به د امنیت د ټینګښت سبب شي".

دغه توربخونه شنه وردۍ د تېر حکومت د پولیسو له یونیفورم سره په رنګ کې هم فرق لري او د مخکیني حکومت د بیرغ پر ځای د طالبانو سپین بیرغ ورباندې جوړ دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي د امنیت اکثره مسایل له وردۍ سره تړلي دي ځکه چې وایي بې له وردۍ خلک د امنیتي ساتونکو او عامو وسلوالو تر منځ توپیر نه شي کولای، ځکه یې پولیسو ته خپله وردۍ وټاکله.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي د دوی د پولیسو د وردۍ رنګ او رخت یا ټوکر د افغانستان موسم ته په کتلو سره د یوه مسلکي کاري کمېشن له خوا ټاکل شوی دی او د ګنډلو او پر پولیسو د وېشلو چارې یې یوې افغاني کمپنۍ تر سره کړې دي.

طالبانو په افغانستان کې له 1996م تر 2001م کال پورې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال دغه بیرغ کارولی وو او حکومت یې هغه وخت یوازې پاکستان، سعودي عرب او عرب اماراتو په رسمیت پېژندلی وو، چې د بشري حقونو په پراخو سرغړونو او له عام ژونده د ښځو په ایستلو تورن وو.

طالبان د تېر کال په اګست کې د وسلو په زور هغه وخت واکمن شول چې د افغانستان تېر حکومت او امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې د جګړې په ډګر کې سقوط وکړ او تر هغه لږ موده وروسته د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له دې هېواده ووتل.

تر اوسه هیڅ هیواد د طالبانو نوی حکومت چې د افغانستان د اسلامي امارت په نوم پیژندل کېږي د بشري حقونو د سرغړونو او د ترهګرۍ د اندیښنو له امله د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

ځانګړې ویډیوګانې

په کوټه کې د لو کېک کراټې په نامه نړيوالې لوبې شوې دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG