لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حکومت او مخالفه ګوند ترمنځ مذاکرات پيل شوي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ د حکومتي او مخالفه ګوندونو ترمنځ د مذاکراتي کمېټيانو لومړۍ غونډه په اسلام اباد کې وشوه، د مخالفه ګوند [پاکستان تحریک انصاف] او نورو ګډې کمېټۍ خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د غونډې ختمېدو وروسته په ګډه اعلاميه کې ویل شوي، راتلونکې غونډه کې به د اپوزيشن کميټي خپلې غوښتنې په ليکلې بڼه وړاندې کوي او په هغې به بيا خبرې کيږي.

ويل شوي، راتلونکې غونډه به په دويمه جنورۍ کيږي.

د مذاکراتي کمېټيانو په نننۍ لومړۍ غونډه کې په حکومتي کمېټۍ کې نایب وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د مسلم ليګ ن اسحاق ډار، د وزيراعظم د سياسي چارو مشير رانا ثناالله او سېنېټر عرفان صدیقي، د حکومتي پيپلز ګوند راجه پروېز اشرف او نويد قمر، د متحده قومي مومنټ فاروق ستار او د استحکام پاکستان ګوند عليم خان موجود وو.

د اپوزيشن په کمېټۍ کې پخوانی سپيکر او د پي ټي آی مشر اسد قېصر، د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا او د مجلس وحدت مسلمين مشر سېنېټر ناصر عباس شامل وو.

د غونډې نه وړاندې اسدقېصر د جيو ټي وي سره خبرو کې ويلي وو، دا ابتدايي ليدنه ده، د اپوزيشن ځينې مشران موجود نه دي.

هغه ويلي، اپوزيشن ايجنډا وړاندې کړې، چې د عمران خان او پي ټي آی د غړو په خوشي کولو به خبره کيږي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره مذاکراتو لپاره کمیټي جوړه کړې وه.

تحریک انصاف ګوند تر دې د مخه دریځ نيولی وو، چې مذاکرات به یوازې د اسټیبلشمنټ سره کوي خو په دې وروستیو کې د دې ګوند یو شمېر مشرانو حکومت سره مذاکراتو ته هم امادګي ښودلې وه.

وزیراعظم شهباز شریف دا مذاکراتي کمیټي په داسې حال کې جوړه کړې چې په زندان کې بندي پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلو غوښتنو په پلوۍ د سېول نافرمانۍ د تحریک پېل کولو لپاره حکومت ته کرښه راښکلې ده.

د خالي په ورځ په سوشل میډیا د تحریک انصاف ګوند د رسمي اکاونټونو نه د خپور شوي بیان له مخې عمران خان په جېل کې خبریانو ته ویلي چې که د اتوار تر ورځې د هغه لخوا په وړاندې کړل شوو غوښتنو سنجیدګي ونه ښودل شوه نو د سول نافرمانۍ د تحریک په وړومبي پړاو کې به د بهرنیو هیوادونو څخه هیواد ته د رالېږل کېدونکو پنګو په ودرولو پيل وکړي.

عمران خان حکومت ته یوه دا غوښتنه مخې ته اېښې، چې باید د ګوند ټول نیول شوي کسان یې خوشې کړل شي او بله یې تېرکال په نهمه مې او سږکال په26م نومبر د اړي ګړي او تشدد د شوو پېښو د څېړلو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د پاکستان پوځ او حکومت دریځ لري چې د دې دواړو پېښو ذمه وار تحریک انصاف ګوند دی خو یاد ګوند بیا د دې پېښو سره لاتعلقي ښودلې او دا د ځان په ضد سازش ګڼي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ ويلي، پوځي عدالتونو په وړومبي پړاو کې هغو 25 کسانو ته د بند سزاګانې اورولي چې د نهمې مې پېښو کې د لاس لرنې جرم پرې ثابت شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG