واشنګټن ــــ د اوکراین بخت د سوېرو دونیڅک په دفاع کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ ښه نه وو او ځواکونه یې د روسانو د سختو بریدونو له امله د دغه ختیځ ښار لمنو ته په شا شوي.
اوکرایني ځواکونو څو ورځې وړاندې په ځوابیه عملیاتو کې نېږدې نیمايي ښار نیولی وو خو د لوهانسک والي سرهي هېدې د اوکراین رسنۍ ته ویلي وو چې کله چې روسانو په دغه ښار باندې هوايي بریدونو او توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړ نو پاتې کېدل پکې نور بې معنا وو.
هغه زیاته کړې، "زمونږ ځواکونو اوس یو ځل بیا د ښار د لمنو کنټرول ترلاسه کړی خو جګړه لا هم روانه ده او زمونږ ځواکونه د سوېرو ډونیڅک څخه دفاع کوي. دا نا ممکنه ده چې و وایو روسانو په بشپړه توګه د ښار کنټرول ترلاسه کړی."
هېدې اسوسیېټېډ پریس ته دا هم ویلي، د روس پوځ چې هر څه لري که هغه راکټونه، ټانکونه، الوتکې او یا نور هر څه وي نو په سوېروډونیڅک کې له ټولو کار اخلي تر څو دغه ښار د ځمکې له مخ څخه لېرې کړي او په بشپړه توګه یې ونیسي.
د اوکراین په ختیځ کې د اونیو بریدونو وروسته د روس د دفاع وزیر سرګې شایګو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې روسي ځواکونه دا مهال د لوهانڅک ایالت ۹۷ فیصده تر خپل کنټرول لاندې راوستی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په ختیځې ډانباس سیمه کې د خپلو ځواکونو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې روس له یوه داسې مقاومت سره د مخامخ کېدو تمه نه درلوده.
روس او اوکراین دواړه یو او بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کوي.
شایګو ادعا کړې چې په اوکراین کې یې د جګړې د پيل راهیسې نېږدې شپږ نیم زره اوکرایني سرتیري نیولې دي چې ۱۲۶ تنه یې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وو.
د امریکې د دفاع وزارت یوه ویاند د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، امریکې چې تېره اوونۍ د اوکراین لپاره د 700 میلینه ډالرو مرسته منظوره کړې، د هغې مرستې د یوې برخې په توګه یې د پرمختللو راکټ سیسټمونو د کارولو لپاره د اوکرایني پوځیانو روزنه پیل کړې ده.
د بحري ځواکونو لیفټیننټ کرنل اینټن سېمیلروت وویل، دغه روزنه په جرمني او د یورپ په نورو برخو کې ورکول کېږي. وایي پر ټرکونو یا لاریو نصب شوی دغه سیسټم تر اویا کیلیومټره پورې شپږ راکټه وړلای شي.
روس د نهې- سه شنبې په ورځ دعوه کړې وه چې په سوېرو دونیڅک ښار کې یې د استوګنې سیمې په بشپړه توګه ازادې کړې دي، خو د اوکراین ځواکونه لا هم د ښار پر صنعتي سیمه او ور څېرمه د استوګنې پر سیمو ولکه لري.