لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان بجټ کې د تعلیم اؤ روغتیا نه ډېرې پیسې دفاع ته ویستل شوي،ګاډي اؤ موبایل فونونه هم ګران


د پاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل دجمعې په ورځ پارلیمان ته دمالي کال ۲۰۲۲م اؤ ۲۳م لپاره د ۹۵۰۰ اربه روپو بجټ وړاندې کړی دی چې دبجټ خساره پکې ۴۵۹۸ اربه روپۍ ښودل شوې ده.

په دې بجټ کې د هیواد ددفاع لپاره د ۱ زر ۵۲۳ اؤ اربو روپو داېښودلو وړاندیز شوی خو ددې په پرتله بیا دصحت دڅانګې لپاره یوازې د۲۴ اربو اؤ د تعلیم لپاره د۱۰۹ اربو روپو د اېښودلو وړاندیز شوی دی.

د سيپري په نوم دپلټنو دنړیوالې ادارې رپورټ وايي پاکستان دنړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې دخپل بجټ زیاتې پیسې بهر نه د وسلو په اخستو مصرفوي.

داقتصادي چارو کار پوهان هم وايي پاکستان دخپل کلیز بجټ زیاته برخه د وسلو په اخستلو لګوي اؤ له دې امله دا هیواد د روغتیا، تعليم او نورو پرمختيایې چارو دپاره بيا ډيره کمه برخه بېلوي.

تر دې وړاندې د کال ۲۰۲۱م ۲۲م په مالي بجټ کې د دفاع لپاره یو اعشاریه ۳۷ ټرېلين روپۍ ايښودل شوې وې چې د ټول بجټ ۱۶ فيصدي برخه وه او دا د مالي کال ۲۰۱۹ اؤ ۲۰م په پرتله 6 فيصدي زياتې وې.

په نوي بجټ کې تر۱۶۰۰سي سي اؤ ددې نه په غټو ګاډو ټیکس لګول شوی اؤ ددې ترڅنګ چې کوم خلک دمیاشتې دیو لک روپو نه زیاتې ګټي دهغوئ نه هم دټیکس اخستو وړاندیز شوی دی.

بجټ کې د ټیکسونو راټولولو هدف ۷۰۰۴ اربه روپۍ ټاکل شوی دی.

بجټ کې دبهر نه د موبایل فونونو په راغوښتو لوړ ټیکسونه لګول شوي دي چې له دې امله به اوس پاکستان کې دموبایلو نرخونه نور هم په بره خیژي.

دبجټ تقریر له مخې دسرکاري ملازمانو تنخاګانې ۱۵فیصدي لوړې کړل شوي دي.

داین ایف سي ایوارډ په اسس به صوبو ته څلور رزه اؤ سل اربه روپۍ ورکړل کیږي اؤ دپاکستان بیت المال لپاره شپږ اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.

په دې بجټ کې په پاکستان دپورې قرضونو دبیرته ستنولو لپاره درې زره اؤ یو سل څلور څلویښت اربه روپۍ اېښودل شوي دي.

دبجټ له مخې زلمو ته به دبینکونو نه تر پینځوؤ لکو روپو پورې دسود نه پاکې قرضې ورکول کیږي اؤ دفصلونو اؤ څاروؤ د پیداوار زیاتولو لپاره ۲۱ اربه روپۍ ځانګړې کړل شوي دي.

دخزانې د وزیر له مخې فلم ته به هیواد کې دصنعت درجه ورکړل شوې اؤ فلمسازانو نه به تر پینځوؤ کالو ټیکس نه اخستل کیږي.

دخزانې وزیر دبجټ دتقریر په وخت اعلان کړی چې هیواد کې به دفلمونو جوړولو لپاره ملي سټوډیو هم جوړولی شي.

د خزانې وزیر ویلي چې د توانایۍ دکمي ختمولو لپاره به عام ولس ته رعایتونه ورکول کیږي اؤ دسولر پینل په درامد اؤ سیمه ییزه سپلایۍ یې دسیلز ټیکس ختمولو اعلان کړی دی.

دخزانې وزیر دا هم ویلي دي چې کوم خلک د ۲۰۰ یونټو نه کمه بجلي مصروفي هغوئ ته به دسولر پینل اخستو لپاره دبینکونو نه په اسانو قسطونو پورونه ورکول کیږي

ددې ترڅنګ نوي بجټ کې په بجلۍ د رعایتونو په مد کې ۵۷۰ اربو اؤ دپټرولیم بقایاجاتو د ادا کولو لپاره د۲۴۸ اربو روپو دمصرفولو اعلان هم کړی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG