کله چې احمد د خپلې مېرمنې او درې ماشومانو سره د تېر کال په نوامبر میاشت کې پاکستان ته ولاړل، په دې امید و چې د یوې لنډې مودې دپاره به هلته پاته وي ترڅو د اېس آی وي یا د افغانانو دپاره د مهاجرت ځانګړي پروګرام د لارې امریکا ته ولاړ شي.
په تېر اګسټ میاشت کې چې کله طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او بیا هلته څه ګډوډۍ پېښې شوې، له امله یې ګاونډي ملک پاکستان ته د احمد کورنۍ سفر ډېر ګران تمام شو، ځکه د پاکستان د ویزو او اسلام آباد د جهاز د ټکټونو اخېستو ته یې ډېر زیات رشوت او فیسونه ورکړل.
شپږ میاشتې پس، د احمد کورنۍ ته خبر ورکړل شو چې د اېس آی وي درخواست یې رد شوی دی، او دې خبر امریکا ته د هغو د تګ خوبونه په اوبو لاهو کړل.
احمد وي او اې ته وویل، د درخواست د رد کېدلو وجه یې دا وه چې په درخواست کې شامل سفارش خط یې تصدیق شوی نه و.
د امریکا د خارجه وزارت د درې میاشتېني اطلاعاتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر میاشتې راهیسي، د افغانانو څه باندې ۱۳۰۰ اېس آی وي درخواستونه رد شوي دي. تر هغې وړاندې، د جولائی نه تر سپټمبره پورې هم د افغانانو ۱۴۶۲ اېس آی وي کېسونه رد کړی شوي و.
دا درخواستونه په مختلفو وجوهاتو رد کړی شوي دي، د مثال په توګه د پوره دستاوېزاتو نشتون، د دې خبرې په ثبوت کولو کې ناکامي چې ګني درخواست کوونکي امریکا حکومت ته کومه ارزښتمنه نوکري کړې ده، او یا د بنیادي درخواست کوونکي په باب د ناوړه معلوماتو موجودیت.
بنیادي درخواست کوونکی هغه کس ګڼل کیږي چې ځان د اېس آی وي مستحق ګڼي، او غیربنیادي درخواست کوونکي یې د کورنۍ غړي دي، لکه مېرمن، خاوند، یا بچیان.
احمد، چې غوښتل پوره نوم یې په رپوټ کې وانخېستل شي، وي او اې ته ویلي: "ما د خپلې نوکرۍ د مشر نه یوه ډېر مظبوط سفارش خط اخیستی دی چې زه به یې بیا د خپل اپیل سره دوی ته لېږم. مګر زما امید کمزوری کیږي، ځکه ګورم چې د ډېرو کسانو درخواستونه مسترد شوي دي."
د ايس آی وي درخواست کوونکو په ډله کې چې د چا درخواست قبول کیږي، نو فیصدي یې د لسو (۱۰) نه هم کښته ده.
د تېر کال د جولائی نه تر سپټمبره پورې، ۱۲۹۲ بنیادي درخواست کوونکو ته د اېس آی وي ویزې ورکړل شوې. مګر د کال په آخرو درېیو میاشتو کې، صرف ۱۱۷ بنیادي درخواست کوونکو ته ویزې ورکړل شوې.
مهاجرتي ویزې
تېر کال په کابل کې د اکثره سفارتونو د تړل کېدو وروسته، افغان درخواست کوونکو ته چې که غواړي امریکې، کاناډا، یورپي اتحاد، او یا اسټرېلیا ته ولاړ شي، اوس په کار ده چې د خپلو مهاجرتي کېسونو د تعقیب کولو دپاره، یو درېیم هېواد ته سفر وکړي.
ډېری افغانان د خپلو مهاجرتي ویزو د پراسېس دپاره ګاونډي ملک پاکستان ته تللي دي. د جرمني خارجه وزیرې انالېنا بېئرباک تېره هفته وویل چې په تېرو نهو میاشتو کې څه باندې څوارلس زره (۱۴۰۰۰) افغانان د پاکستان د لارې جرمني ته تللي دي.
کاناډا چې د څلوېښتو زرو (۴۰۰۰۰) افغانانو د منلو وعده یې کړې ده، هم په اسلام آباد کې خپل هائي کمېشن ته ویلي چې د افغانانو مهاجرتي کېسونه دې هلته پراسېس کړي.
د کاناډا د مهاجرتي چارو ادارې یو ویاند وي او اې ته وویل: "دا چې په افغانستان کې فزیکي موجودیت نلرو، نو مونږ ته یې دا ستونزې پیدا کړي چې څنګه به د هغو درخواست کوونکو په اړه معلومات جمع کوو او یا تصدیق کوو به یې کوم چې لا هم په هغه هېود کې پاته دي.
د هغو افغانانو دپاره چې امریکا ته د کډوال، مېلمه، یا طالب علم په حیث د تللو کوشش کوي، په اسلام آباد کې د امریکا سفارت هم اوس د درخواستۍ دپاره یو لوی مرکز ګڼل کیږي.
د اېس آی وي نه بغیر چې یو ترجیحي پروګرام دی، د امریکا حکومت د افغانو دپاره د پرائیرټي-۲ (پي-ټو) پروګرام هم پرانېستی د کوم د لارې چې افغانستان کې امریکایي منصوبو دپاره کارکوونکو افغانانو دپاره د امریکې ویزې ورکول کېدلی شي.
د امریکا د خارجه وزارت یو ویاند وي او اې ته ویلي دي: "کله چې یو کس د یو بشپړ رېفرل (سپارښتنې) سره یو درېیم ملک ته ورسیږي، هغوی مستحق دي چې خپل ریفوجي کېس پیل کړي. مونږ د هغو ریفیوجي کېسونو شمېره نه په ډاګه کوو کوم چې اوس مهال یې امریکا په درېیمو هېوادونو کې پراسېس کوي."
د ملگرو ملتونو د شمېرو تر مخې، څه باندې شپږویشت لاکهه افغانان د خپل ملک نه بهر کډوال شوي چې اکثره یې په ایران او پاکستان کې دي چې د دې شمېرې په بنیاد، د نړۍ په کچه د کډوالو درېیمه لویه برخه د افغانانو ده.
یوې خوا ته افغانستان کې د بې روزګارۍ او غریبۍ زیاتېدو، او بل اړخ ته مغربي ملکونو ته د کډواله کېدو تلوسې، د هغو افغانانو شمېر بیخي زیات کړی دی چې غواړي خپل ملک نه بهر ته ولاړ شي.
د درخواست کوونکو او ویزو پرتله
د ۲۰۱۵ کال راهیسي، قریب اتلس زره (۱۷۸۰۰) افغانانو ته د امریکا اېس آی اوي ویزې ورکړل شوي دي چې په دې شمېره کې لا د بنیادي درخواست کوونکو د کورنۍ غړي شامل ندي.
اوس مهال د اېس آی وي په پنځوس زره (۵۰۰۰۰) درخواستونو باندې غور روان دی. کانګرس د افغانانو اېس آی وي پروګرام ته د څلوردېرش نیم زره (۳۴۵۰۰) ویزو د ورکولو منظوري ورکړې، په دې کې اوس قریب شپاړس نیم زره (۱۶۵۱۵) ویزې دستیابې پاته دي.
د دې شمېرو معنا دا ده چې که چېرته د امریکا کانګرس د اېس آی وي پروګرام دپاره اضافي ویزې منظورې نکړي، نو قریب یو په درېیمه برخه موجود درخواستونه که رد هم نشي، ویزې به ورته پاته نه وي.
د امریکا د ویزو پراسېس ټایم، آن د اېس آی وي درخواستونو دپاره چې ترجیحي پروګرام دی، شاوخوا دوه کاله وخت اخیستی شي. پي-۲ پروګرام دپاره درخواستونو باندې د دې نه هم لا زیات وخت لګېدی شي.
د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر میاشتې نه بیا د ۲۰۲۲ کال د مئې میاشتې پورې، ۵۸۳ افغانان د ریفیوجي په توګه امریکا کې مېشت کړی شوي دي.
تېره میاشت یوه ډله افغانانو په اسلام آباد کې د خپلو مهاجرتي کېسونو د غیریقیني صورتحال په خلاف مظاهره وکړه.
د غلام سخي په نوم یو احتجاج کوونکي ویل: "ما په افغانستان کې د یوې امریکنۍ منصوبې دپاره د حکومتدارۍ د ماهر (ګورننس سپشلېسټ) په حیث کار کاوه او د خپل مخکېني آجر نه دوه سفارش خطونه لرم، مګر دا شپږ میاشتې شوې چې زما د درخواست هېڅ جواب ندی راغلی."
امریکايي چارواکي وایي، نېشنل ویزه سېنټر (د امریکا خارجه وزارت ته متعلق د ویزو د چارو مرکز) ته د تېر اګسټ میاشتې راهیسي، د اېس آی وي درخواست کوونکو په لاکهاوو پیغامونه رسېدلي دي.
د خارجه وزارت ترجمان وویل: "مونږ په ډېر زیار سره کار کوو چې په درخواستونو کې دغه ستره اضافه، پراسېس کړو."
دغه په لسهاوو زره افغانان چې یو وخت یې د امریکا د حکومت دپاره کار کاوه، اوس تر هغو چې د درخواستونو نتیجه یې معلومیږي، یا به په افغانستان کې د طالبانو نه پټ ژوند کوي، او یا به په یو درېیم هېواد کې د ریفیوجي په حیثیت اوسیږي.
اېسوسيشن آف وار ټایم الائیز، چې یوه غېرسرکاري اداره ده او د هغو کسانو په ګټه فعالیت لري کوم چې پخپلو ملکونو کې د امریکا د پوځ ملاتړي پاته شوي، پخپلې یوې سروې کې ویلي چې قریب ټول درخواست کوونکو - ٪۹۴ یې – ویلي چې د بې روزګارۍ له امله د سختې اقتصادي ستونزې سره مخ دي.
دا رپوټ د وي او اې انګریزې وېب سایټ نه ژباړل شوی دی.