د بې باورۍ/ عدم اعتماد د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوي وزيراعظم عمران خان ویلي، "د پوځ وياند به فېصله کوي چې سازش شوی دی که نه دی شوی؟ د هغه خو يوه راې کېدی شي هغه فېصله خو نه شي کولی".
د پاکستان مخکنی وزیراعظم عمران خان پرله پسې دعوه کوي چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی او د هغې وروسته په ملک کې مخالفه ګوندونو د هغه پرضد د بې باروۍ تحریک وړاندې کړی او هغه د دغه سازش د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی دی.
خو امريکې، پاکستان کې موجوده حکومت او پوځ بيا بيا د عمران خان دغه تور رد کړی دی.
او د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د 14 جون په ماسخوتن د پاکستان د يو شخصي ټيلي ويژن [دنيا نيوز] سره په مرکه کې، يو ځل بيا دغه خبره په کلکه رد کړې چې د قامي سلامتۍ په غونډه کې په ډاګه ويل شوي چې د پاکستان پرضد د امریکا لخوا هیڅ سازش نه دی شوی او نه په دغه اړه کوم ثبوت ترلاسه شوی دی.
عمران خان تېره شپه په [15 جون] ويلي، دا فېصله به چيف جسټس کوي چې د هغه د حکومت پرضد سازش شوی که مداخلت شوی دی.
هغه زياته کړې "چې څو پورې کره پلټنې نه وي شوي د پوځ ویاند يا بل څوک نه شي ويلی چې سازش شوی دی که نه دی شوی".
او د پوځ وياند بیا تيره شپه د پاکستان د بل شخصي ټيلي ويژن [هم نيوز] سره په خبرو کې ویلي، "د مراسلې په اړه پوځ د عدالتي کمېشن په جوړېدو هيڅ اعتراض نه لري، پوځ به يې مرسته کوي".
د پوځ د وياند د سازش د خبرې رد کولو د بيان وروسته په ټولنيزو رسنيو داسې پوښتنې را ولاړې شوي چې پوځ وايي په سياست کې لاسوهنه نه کوي نو بيا د پوځ وياند سياسي بيانونه ولې ورکوي؟.
پوځي ویاند ويلي "هغه هیڅ ډول سياسي بيان نه دی ورکړی، هغه د پوځ د وياند په حېث بیان ورکړی او هغه د پوځ وياند دی د کمېټۍ په غونډه کې په ډاګه ويل شوي چې د سازش هیڅ ثبوت نشته."
هغه ويلي د قامي سلامتۍ په غونډه کې راې نه وه، استخباراتي رپورټ وو، او د کمېټۍ په اعلاميه کې د سازش توری نشته.
د عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو د پاکستان په پوځ او د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سختې نيوکې کيږي.
د پوځ وياند دوه شپې وړاندې ويلي وو، "د تېرې څه مودې نه د پاکستان پوځ او پوځي مشرتابه پرضد بې بنياده پروپېګنډا کيږي دا بد مرغي ده خو دا نه ده پکار، هر څوک د خپلې رايې حق لري خو حقيقت مسخ کول او په دروغه د ادارو او شخصياتو عزت په نخښه کولو حق چاته نشته".
پرون د پاکستان تحریک انصاف دوه مشرانو اسد عمر او شيرين مزاري هم يوه خبري غونډه کړې او ویلي يې دي که د پوځ ویاند بيا بيا د سياسي معاملاتو تشريح کول پرېږدي دا به د پوځ او ملک دواړو دپاره ښه وي.