لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام د مرکز او صوبايي حکومت تر منځ لانجمن شوی


د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف حکومت ويلي، مرکزي حکومت ورته د صحت کارډ پروګرام په لړ کې پېسې ودرولي ځکه صوبايي حکومت په قبايلي ضلعو کې د صحت کارډ ختموي. خو مرکزي حکومت وايي قبايلي ضلعې اوس په صوبه کې ورګډې دي پکار ده چې صوبه د خپلو ضلعو غم وکړي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا ويلي، د مرکزي حکومت نه ورته خط راغلی او پکې يې ويلي چې د قبايلي ضلعو خلک د صحت کارډ پروګرام نه اوباسو، ځکه صوبه دې په خپله د دوی دپاره بندوبست وکړي.

هغه ويلي صوبه تياره ده چې د قبايلي ضلعو دپاره کار وکړي خو مرکزي حکومت دې ورته پېسې ورکړي، په قبايلي ضلعو کې 50 خلک دي دوی د پرمختيا د پروګرام څخه نه شي بهر کولی.

جګرا بيا په ټويټر ویلي، په کومه طريقه چې مرکزي حکومت د صحت کارډ څخه خلک بې برخې کوي دا د قبلولو وړ نه ده.

خو د مرکزي حکومت د صحت وزارت بيا اتم جون د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته په ليکلي خط کې ويلي، چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام دې صوبې ته واړول شي.

په خط کې ویل شوي چې د مرکزي حکومت د صحت کارډ پروګرام په 30 جون پای ته رسي، دا خبره دې يقيني کړی شي چې د قبايلي ضلعو دپاره دې صوبايي حکومت د صحت کارډ پروګرام دوامداره وساتي.

او د دغې په جواب کې صوبايي حکومت بيا مرکزي حکومت ته ويلي چې صوبه تياره ده چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام په صوبه کې ورګډ کړي خو د دې دپاره دې مرکزي حکومت اړونده فنډونه جاري کړي.

صوبايي حکومت زیاته کړې چې د قبايلي ضلعو خلک په اېن اېف سي اېوارډ کې نه دي شامل، ځکه د دوی پېسې به وفاق ورکوي او که مرکز پېسې ور نه کړې صوبايي حکومت بيا د دې جوګه نه پاتې کيږي چې راتلونکي کال کې په قبايلي ضلعو کې د صحت کارډ پروګرام جاري وساتي.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې په وېب پاڼه د ورکړی شوو مالوماتو ترمخه د صحت کارډ پروګرام لاندې د صوبې 7.2 ملينه کورنيو ته د کال په سر لس لکه روپۍ د علاج دپاره مرستې ورکول کيږي او د دې کليز بجټ نزدې 18 اربه روپۍ ښودل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه مرکزي حکومت د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډېدو نه وړاندې پخوانۍ فاټا په نيشنل صحت کارډ پروګرام کې شامله کړې وه، تېر کال بيا صوبايي حکومت مرکزي حکومت خواست کړی وو چې د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام دې صوبې ته ورکړي او د تحريک انصاف مرکزي يې دغه خواست منلی وو.

جرنلسټ لحاظ علي وايي، د قبايلي ضلعو دپاره د دې پروګرام چارې د مرکزي حکومت سره وې اوس يې صوبې ته سپاري خو په صوبه او مرکز کې د حکومتونو ترمنځ د اختلافاتو له امله دا د صحت کارډ پروګرام لانجمنه کيږي.

خو د قبايلي ضلعې کرمې سره تعلق لرونکې مرکزي وزیر ساجد حسېن توري وي او اې ډيوه ته ويلي، چې د قبايلي ضلعو په صوبه کې ورګډېدو وروسته د دغو سيمو امور صوبې ته تللي او بايد چې صوبايي حکومت دغه پروګرام روان وساتي.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا د صوبې د بجټ وړاندې کولو په مهال تور لګولی وو چې مرکز د قبايلي ضلعو دپاره بحټ د 140 اربه روپو نه 110 اربه روپو ته راکم کړی دی.

جګړا د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ په غړي محسن داوړ او جمعيت اسلام په استازي تور لګولی وو چې دوی مرکزي حکومت ته ويلي چې صوبې ته د قبايلي ضلعو دپاره پېسې نه ورکوي خو محسن داوړ دغه تور په کلکه رد کړی او وي او اې ډيوه ته يې ویلي وو، چې وزیراعظم ته يې ويلي، دوی کال په کال سوال نه شي کولی په اېن اېف سي اېوارډ کې دې ورته برخه ورکړی شي.

هغه د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړې وې چې په څلور کاله کې دوی اېن اېف سي اېوارډ ولې وړاندې نه کړو؟، د رپورټونو ترمخه څو پورې اېن اېف سي اېوارډ يا قامي مالياتی اېوارډ نه وي اعلان شوی دا مسله به هم دغه شان وي.

[په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG