لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمل ولي: طالبانو د پښتونخوا وزیراعلا اؤ وزیرانو نه هم د قلنګ پیسې اخستې دي


د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر اېمل ولي خان دعوه کړې ده چې د پاکستان تحریک انصاف وزيرانو طالبانو ته د قلنګ پېسې ورکړي دي خو تحريک انصاف ګوند دغه خبره رد کړي ده،

دطالبانو پخواني وياند احسان الله احسان هم ويلي دده د معلوماتو ترمخه تحريک انصاف سره تړاؤ لرونکي د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر شاه فرمان طالبانو ته په قلنګ کې 75 لکه روپۍ ورکړې دي.

ايمل ولي په اسلام اباد کې د ګل- دوشنبې په ورځ د پي ډي ايم د نورو مشرانو ترڅنګ خبري غونډې ته وېنا کې ويلي د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا په ګډون دریوؤ وزيرانو او يو پخواني د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر طالبانو ته دقلنګ پیسې ورکړې دي۔

د ايمل ولي دغه خبرې په ټولنيزو رسنيو هم ځاې په ځاې خبرې شوې دي، ځني خلکو پرې انديښنې هم څرګندې کړي چې د حکومتي غړو نه هم قلنګ اخستل کيږي.

د يو ټويټ په جواب کې د تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان په ټویټر لیکلي د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ورته د يو خبريال په خوله خواست کړی ؤ چې د هغه نه د طالبانو لخوا غوښتل کيدونکې پېسې ډيرې زياتې دي، او دغه پېسو کمولو کې دې د هغه سره مرسته وکړي.

احسان الله احسان ليکلي د خبريال ملګري په خواست هغه هغه مهال دخپلو پخوانیو ملګرو(طالبانو) سره د ګورنر نه دغوښتل کیدونکو دوو کروړه روپو دکمولو غوښتنه کړې وه اؤ دغسې دغه دوه کروړه روپۍ 75 لکو روپو ته راکوې کړل شوې وې.

د پخواني ګورنر شاه فرمان لخوا په دې اړه لا هم څه نه دي ويل شوي.

د پاکستاني طالبانو سرچينو ډيوه ته وويل دوي د وزيراعلا او نورو وزيرانو نه کومې پېسې نه دي اخستي، او دا د دواړو ګوندونو سياسي شخړه ده چې دغسې دعوې پکې مخې ته راځي.

طالبانو وړاندې هم ويلي وؤ چې د دوي په نوم خلک قلنګونه غواړي چې د دوي دې عمل سره هيڅ تعلق نشته او پکار ده چې د چا نه پېسې وغوښتل شي د هغې سپيناوي دې وکړي.

د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار بېريسټر محمد علي سېف ډيوه ته ويل دوی د ايمل ولي خان ددغه خبرې ترديد کوي، داسې کومه خبره نشته.

نوموړي وويل د ټي ټي پي په نوم نور جرایم پېشه خلک هم د بهتې یا قلنګ غوښتنه کولی شي او که چرته ټي ټي پي يې هم کوي نو پکار ده چې د انتظاميي په نوټس کې راوستل شي:

"که چاته ټېلفون راځي پکار ده چې د انتظاميې په نوټس کې راوستل شي دوي به يې بيا معلومات کوي، خو داسې کومه خبره شته نه دوي يې ترديد کوي"

د خېبر پښتونخوا سره تړاؤ لرونکو شتمنو دریوؤ تنانو د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ډيوه ته وويل په نزديو کې یې په لکونو روپو قلنګ ورکړی دی اؤ پېسو اخستونکو ورته ځان د طالبانو په نوم معرفي کړی ؤ، او د افغانستان نه ورته ټېلفونونه شوي وو،

دوي وويل دا لړۍ د ډير وخت راهسې روانه ده، ډير کاروباريان اوس دا کوښښ کوي چې خپل روزګار پنجاب يا نورو صوبو ته منتقل کړي۔

د خېبر پښتونخوا د تاجرانو د تنظيم يو مشر ظاهر شاه ډيوه ته وويل دده په علم کې داسې کومه خبره نشته چې تاجرانو ته د قلنګ ټيلفونونه شوي دي، خو خبريږي چې ځنيو خلکو ته ټېلفونونه راروان دي، او دوي يې هم انديښمن کړي دي۔

"د ټولو خلکو د پاره د تشويش خبره ده، او په خصوصي توګه کاروباري خلک انديښمن شوي، چې کله هم داسې حالات جوړيږي نو د ملک د معاشي صورتحال د پاره او روزګارونو د پاره د تشويش خبره ده"

د ټي ټي پي په اړه وړاندې هم وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راتلل چې په کراچۍ او خېبر پښتونخوا کې د کاروباريانو نه قلنګونه اخلي خو ټي ټي پي په روستيو کې پخپل وضاحتي بيان کې ويلي وؤ چې د دوي په نوم جرایم پېشه خلک د کاروباريانو نه بهتې اخلي او دغسې عملونو سره د دوي هيڅ قسمه تعلق نشته.

خو چې کومو خلکو په نزديو کې دغسې پېسې ورکړي هغوي ډيوه ته ويلي پېسې يې افغانستان کې هغه وسله والو ته ورکړي کوم چې د قبايلي ضلعو د پولې سره نزدې دي، دوي اکثر له پېسې په پخپله وړي او هلته يې وسله والو ته سپاري او ځني وخت کې دلته موجودو د هغوي استازو ته يې حواله کوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG