لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون څنګ ته د وژل شوي بلوچ سیاسي فعال پر مېرمنې وسلوال برید شوی


کوټه / واشنګټن ــــ د اګست پر درېیمه بلوچستان پوهنتون ته نیژدې د بلوچ سیاسي فعال رضا جهانګیر پر مېرمنې زهره جهانګیر بلوچ باندې «نامعلومو وسلوالو» ډزې کړې دي او هغه یې ټپي‌ کړې ده. پر هغې د برید په ضد په کوټه کې نن احتجاج شوی دی.

زهره جهانګیر بلوڅ یوه زده کوونکې ده، هغه د ایم فل په اړه د خپلو تعلیمي اسنادو جمع کولو ته تللې وه، چې نامعلوم کس د بلوچستان پوهنتون له ځنګل باغ کېمپس بهر پر هغې ډزې وکړې او هغه یې ټپي کړه.

زهره جهانګیر د کوټې په سنډېمن روغتون کې ده او درملنه یې روانه ده. هغې پولیسو ته ویلي چې یو ځوان کس له وړاندې ولاړو وو او پر دې یې ډزې وکړې. زهره جهانګیر ویلي:

"زه ټپي شوم پر سړک پرته وم، چا نه پورته کولم چې روغتنون ته مې ورسوي، بې هوشه نه وم نعرې مې وهلې څوک نه را نیژدې کېدل، بیا ډېر ناوخته پولیس راغلل هسپتال ته یې راوړم".

د کوټې د سریاب پولیس وايي دوی ددغې پېښې رپوټ درج کړی دی او پلټنې یې روانې کړې دي خو وایي تر دم ګړۍ څوک پر هغې د برید په تور نه دي نیول شوي.

د کوټې د سنډېمن روغتون پوليس سرجن ډاکټر عایشه فيض وايي، زهره جهانګیر پر مخ باندې یوه مرمۍ لګېدلې ده چې د غوږ شاته وتلې ده.

بلوڅو زده کوونکو د جمعې په ورځ په کوټه ښار کې د دې پېښې په ضد احتجاج کړی دی چې د حکومت په ضد یې شعارونه ورکړي او پر زهره جهانګیر د بریدګر د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

سیاسي فعاله ډاکټر ماه رنګ بلوڅ وايي، بلوڅ سیاسي فعالان خصوصاً ښځې په وار- وار د وسلوالو له خوا د دې لپاره په هدف کړل شوې دي چې ویې ځوروي او د فعالیت مخه یې ونیسي:

"موږ دا برید په کلکه غندو او زموږ هم دغه غوښتنه ده چې څوک په دې کې لاس لري و دې نیول شي او مقدمه دې ورباندې جوړه شي".

پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر خلکو خصوصاً بلوڅو سیاسي فعالانو پر زهره بلوچ برید په کلکه غندلی دی او پوښتنې یې را پورته کړې دي چې د بلوچستان پوهنتون شاوخوا د ملېشه ځواکونو چوکۍ او کېمرې لګېدلې دي، څنګه وسلوال تن پر هغې برید وکړ او په تېښته کامیابه شو.

د جبري بې درکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم «وایس بار بلوچ میسینګ پرسنز» مشر نصرالله بلوچ پر خپل ټویټر دا پېښه غندلې ده:

"په رڼا ورځ د بلوچستان پوهنتون مخې ته پر زهره بلوچ قاتلانه بريد او په خوندي توګه د بريدګر تېښته د ضلعي انتظاميې او امنيتي ځواکونو پر کردار سواليه نخښه ده، موږ غوښتنه کوو چې هلته موجود امنیتي عسکر دې معطل شي او د پېښې پلټنه دې وشي".

د زهره جهانګیر مېړه رضا جهانګير د بلوچ سټوډنټس آرګنایزيشن مشر وو، چې له نورو زده کوونکو سره یو ځای په 2014م کال کې د بلوچستان په تربت سیمه کې وژل شوی وو.

په زهره جهانګر باندې په 2015م کال کې د کراچۍ کې هم برید شوی وه، هغه وایي د کراچۍ په قاید آباد سیمه کې له خپلو دوو زامنو سره ولاړه وه چې یو موټر د دوی د وهلو هڅه وکړه، خو وایي دا او یو زوی یې بچ شول او یو زوی په دې پېښه کې و وژل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG